د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۰

د برېښنا شرکت مسوولين: د وارداتي برېښنا د کمزورو مزو له امله د خلکو اړتيا نه پوره کېږي


د افغانستان د وارداتي برېښنا یوه پایه
د افغانستان د وارداتي برېښنا یوه پایه

د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې د افغانستان برېښنا شرکت مسوولين وايي، له تاجیکستان او ازبکستان د وارداتي برېښنا مزي کمزوري دي او دوی نه‌شي کولای په ژمي او اوړي کې د کابل ښاریانو اړتیاوې پوره کړي.

په کابل او یو شمېر ګاونډيو ولايتونو کې د برېښنا د پرچاوۍ د ستونزو او د خلکو د شکایتونو په زیاتېدو سره د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې د برېښنا شرکت مسوولين دا ستونزه تاییدوي او وايي، له تاجیکستان او ازبکستان د وارداتي برېښنا مزی کمزوري دي او دوی نه‌شي کولای په ژمي او اوړي کې د کابل ښاریاونه اړتیاوې پوره کړي.

خو د برېښنا شرکت عملیاتي رئیس صفي‌الله احمدزي د طالبانو تر کنترول لاندې ملي راډیو تلوېزیون ته ویلي، د دې ستونزې د حل په موخه د کورني تولیداتو د ظرفیت د لوړوالي او له ترکمنستانه کابل ته په نویو وارداتي لینونو کار روان دی چې په خبره یې، د کار په بشپړېدو سره به په کابل او ګاونډيو ولايتونو کې برېښنا ٢٤ ساعته شي.

د برېښنا شرکت لوګو
د برېښنا شرکت لوګو

یو شمېر کابل ښاريان بیا دې څرګندونو ته په غبرګون سره وايي، د برېښنا د ستونزو د حل ژمنې د تېر جمهوري نظام راهیسې کېږي، خو د دوی په خبره کوم عملي او بنسټیز اقدام نه‌دی شوی او ورځ تر بلې پرچاوۍ هم زیاتېږي.

یو له دوی څخه صفي‌الله ازادي راډیو ته وویل: "دا ژمنې د جمهوریت پر مهال هم خلکو ته ورکول کېدې او اوس هم ورکول کېږي خو له بده‌مرغه دا ژمنې نه‌دي عملي شوي. د دې پر ځای چې د خلکو د برېښنا ستونزه حل شي ورځ تر بلې زیاتیږي."

د دې پر ځای چې د خلکو د برېښنا ستونزه حل شي ورځ تر بلې زیاتیږي."
د کابل اوسېدونکی صفي‌الله

د کابل ښار یو بل اوسېدونکي، سهراب هم د برېښنا د ستونزې په اړه ازادي راډیو ته وویل: "د برېښنا د پرچاوۍ ستونزه په افغانستان کې تقریباً له ډېر وخت راهیسې شته خو په‌دې وروستیو کې د برېښنا ستونزې بیخي ډېرې شوې دي ان په ٢٤ ساعتونو کې که پنځه ساعته، څلور ساعته یا ٦ ساعته برق وي."

تر دې مخکې هم یو شمېر کابل ښاريانو ازادي راډیو سره په خبرو کې د برېښنا د نه‌شتون له امله د ورپېښو ستونزو په اړه شکایتونه کړي وو.

د یادونې ده چې کابل کې د ژمي او اوړي پر مهال خلک د خونو د سړولو او ګرمولو لپاره له برېښنايي وسایلو ډېره استفاده کوي، چې له امله یې د مسوولینو په خبره پر وارداتي برېښنا فشار زیات او پرچاوۍ زیاتېږي.

انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

د دې ستونزې د حل لپاره، د برېښنا د برخې کارپوهان په کور دننه هم د برېښنا د تولید د ظرفیت په لوړولو ټینګار کوي.

له‌دې ډلې په تېر جمهوري نظام کې د کندز د برېښنا حوزې د دیسپیچنګ عمومي مدیر، صدیق‌الله حبیبي ازادي راډيو ته وویل: "په ورته وخت کې باید په داخلي تولیداتو او بندونو هم کار وشي ظرفیتونه یې باید لوړ شي، لکه نغلو، سروبي، درونته بندونو باندې هم باید کار وشي."

په افغانستان کې د ملګروملتونو پراختیایي ادارې د ۱۴۰۲ کال په وروستیو کې ویلي و چې، د افغانستان د برېښنا لویه برخه، برېښنا ته د محدود لاس‌رسي او پر وارداتي برېښنا د تکيې په ګډون له سترو ننګونو سره مخ ده.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش ادارې د راپور له‌مخې افغانستان خپل ٨٠ سلنه برېښنا له ګاونډیو هېوادونو ترلاسه کوي چې دې لپاره په کال کې ٢٢٠ میلیون ډالره ورکوي.

خو له‌دې سره سره د افغانستان د برېښنا ستونزه له تېر جمهوري نظام راهیسې نه‌ده حل شوې.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

XS
SM
MD
LG