د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۶

د کابل او ولایتونو د برېښنا پرچاوي ولې زیاته شوې؟


له ارشیفه د افغانستان د برېښنا یوه څنده
له ارشیفه د افغانستان د برېښنا یوه څنده

په داسې حال کې چې د ژمي له رانېږدې کېدو سره هوا مخ په سړېدو ده، د پلازمېنې کابل په ګډون د افغانستان د اکثرو ولایتونو اوسېدونکي شکایت کوي چې د برېښنا پرچاوي ډیره شوې ده.

د ننګرهار ولایت یو تن اوسېدونکی جان محمد وايي، دوی په ورځ کې د څو محدودو ساعتونو ان کله کله د دقیقو په حساب برېښنا لري.

هغه ازادي راډیو ته وویل:

" يو څه وخت کېږي چې ننګرهار ولايت کې د برېښنا پرچاوي ډېره شوې ده، ننګرهار ته له پاکستان د کډوالو د راتلو شمېر هم ډېر شوی دی، بې‌وزلي او بې‌کاري هم زياته شوې. د خلکو ټول ژوند او کاروبار په برېښنا پورې تړلی دی. خو دلته برېښنا ډېره کمه ده، ورځ کې يو ساعت، دوه ساعت يا لس دقيقې راشي، نور نه وي. نه‌پوهېږو چې د پرچاوۍ لامل څه دی."

د کابل اوسېدونکی احمد هم ورته شکايت لري او وايي، دوی هره ورځ سمه او منظمه برېښنا نه‌لري.

احمد زیاتوي:

"د برېښنا پرچاوي زياته شوې، هره ورځ د يو ساعت لپاره راځي او هغه هم منظمه نه وي. د دې سيمې د خلکو ستونزې ډېرې دي، ځکه زموږ ټول کارونه په برېښنا پورې اړه لري، موږ غواړو چې دا ستونزه هواره شي."

برېښنا شرکت وایي چې برېښنا بیرته په عادي ډول فعاله ده
برېښنا شرکت وایي چې برېښنا بیرته په عادي ډول فعاله ده

د کابل يو بل اوسېدونکی طارق چې د بوټانو يوه وړه کارخونه لري، وايي چې نه کور او نه هم خپلې کارخونې ته منظمه برېښنا لري.

هغه ازادي راډيو ته وويل:

"په دې یوه میاشت او شلو ورځو کې د برښنا ستونزه دومره زیاته شوې، چې هره ورځ له درې څخه تر څلورو ساعتونو پورې برېښنا لرو او بس. موږ په‌دې برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ یو، حکومت باید ورته پاملرنه وکړي. په ځانګړې توګه د تولیدي فابریکو لپاره چې د سهار له ۸ بجو څخه د ماسپښین تر ۴ بجو پورې بايد برېښنا ولري."

د خلکو يادې اندېښنې او ستونزې مو د طالبانو تر واک لاندې د برېښنا شرکت له ویاند حکمت الله میوندي سره شریکې کړې، خو هغه د دې راپور تر خپرېدو پورې زموږ پوښتنو ته ځواب را نه کړ.

ياد شوي شرکت د دوشنبې په ورځ په خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې له ازبکستان څخه واردتي برېښنا په هغه هېواد کې د برېښنا د تاسیساتو له اساسي ترمیم وروسته بېرته خپل عادي حالت ته راګرځېدلې ده.

برېښنا شرکت زیاته کړې، د خلم او خنجان سب سټېشنونه او همدارنګه د بلخ، سمنګان، بغلان، پروان، کاپیسا، پنجشېر، کابل، ننګرهار، لغمان، غزني، میدان وردګو، لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو د برېښنا بهیر هم بېرته عادي حالت ته راګرځېدلی دی.

دغه شرکت د یکشنبې په ورځ خبر ورکړی و چې د ازبکستان د برېښنا د تاسیساتو د اساسي ترمیم له امله به افغانستان ته د دغه هېواد وارداتي برېښنا ۵۰ سلنه کمه شي.

برېښنا شرکت دغه شان زیاته کړې وه چې له دغه هېواد څخه د وارداتي برېښنا د اندازې د کمېدو له امله به د هېواد د ۱۱ ولایتونه او صنعتي پارکونه د برېښنا له پرچاوۍ سره مخ شي.

د برېښنا د پرچاوۍ ډېرېدل یو له هغو ستونزو څخه ده چې له څو کلونو راهیسې دوام لري او خلک ترې ډېر ځله سر ټکوي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش دفتر (سیګار) سږ کال په خپل یوه راپور کې ویلي چې افغانستان د خپلې اړتیا ۸۰سلنه برېښنا له ګاونډیو هېوادونو واردوي.

دغه برېښنا د ازبکستان،تاجکستان او ایران څخه واردېږي او ډېر ځله په کوربه هېوادونو کې د برېښنا د مصرف د زیاتوالي او د تخنیکي ستونزو د رامنځته کېدو له امله په افغانستان کې دننه د برېښنا رسولو بهیر له ستونزو سره مخ کېږي.

XS
SM
MD
LG