د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۰

د کابل ښاریانو شکایت: ګرمي او د برښنا پرچاوي دواړه زیات شوي


د کابل سخته ګرمي؛ دوه ملګري یو پر بل اوبه شیندي - ارشیف
د کابل سخته ګرمي؛ دوه ملګري یو پر بل اوبه شیندي - ارشیف

د کابل یو شمیر اوسیدونکې شکایت کوي چې د ګرمۍ په زیاتیدو سره د برښنا پرچاوي هم ډېره شوې ده.

د کابل د پغمان ولسوالۍ اوسیدونکی مصطفی وايي د اوړي په دې ورځو کې د هوا له تودوخې سره د برښنا پرچاوي هم ډیره شوي ده.

هغه ازادي راډيو ته وویل، سخته ګرمي یې ماشومانو ته د زغم وړ نده او دبرښنا د پرچاوۍ زیاتوالي یې ستونزې لا ډیرې کړې دي.

مصطفی وایي:"په څلور ویشتو ساعتونو که درې ساعته مسلسل برښنا ته اړتیا ولرو، چې نه وي، په یخچال کې هم چې خواړه کیږدو، د بې برقۍ له امله خراب(خوسا) کیږي، ستونزې ډېرې دي، تېره شپه د ډېرې ګرمۍ له امله تر دولس بجو ماته خوب نه راته، په کوټه کې مو هم چاره نه کیږي، ماشومانو مې هم خوب ونکړ."

د کابل ښار د کوټې سنګي سیمې اوسیدونکې ساجده هم له سختې ګرمۍ او د برښنا د پرچاوۍ له ستونزو شکایت کوي.

هغې ازادي راډیو ته وویل: "ګرمي ډېره شوې او د برښنا ستونزې هم پیدا شوي، په اوونۍ که دوه که درې ځله کله برښنا وي او کله نه وي، د شپې له خوا خو بیخي نه وي،ان د اوبو ستونزه هم پیدا شوې، کله چې برښنا نه وي، یخ هم نه پیدا کیږي،یخچال هم ګل ( مړ ) وي."

د کابل ښار د اتمې ناحیې اوسیدونکی مصور هم دا ستونزې تاییدوي او د طالبانو له حکومت غواړي چې د خلکو ستونزوه ته رسیدنه وکړي.

نوموړی وایي: "زموږ برښنا سهار یو ساعت وي، بیا بیرته قطع شي، د ماښام تر پنځو ډېره ګرمي وي، زموږ ماشومان ناروغان کیږي، له حکومته مو غوښتنه دا ده، چې زموږ ستونزې ته رسېدنه وکړي."

د کابل دا اوسیدونکې د طالبانو د حکومت له برښنا شرکت غواړي، چې د برښنا د وېش په برخه کې پاملرنه وکړي، او د خلکو اړتیاو ته په کتو دې منظمه برښنا ورته ووېشي.

د کابل یوه تیاره شپه - ارشیف
د کابل یوه تیاره شپه - ارشیف
پرچاوی برق در جریان روزها و شب های گرم تابستان به مشکلات مردم در کابل افزوده است - عکس از آرشیف

هڅه مو وکړه د خلکو د دې ستونزو په اړه، د طالبانوحکومت د برښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي وپوښتو، خو د راپور تر خپریدو پورې یې زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.

د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې اعلان کړی، چې د یکشنبې په ورځ کابل کې د تودوخې درجه ۳۳درجې او تر چهارشنبې پورې به ۳۴ درجو ته ورسیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د برېتانیا د بریستول پوهنتنون په یوه څیړنه کې راغلي، چې ځینې سیمې لکه: افغانستان، پاپوګینه، او مرکزي امریکا سږ کال د بې سارې تودوخې له ګواښ سره مخ دي.

د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې د وېب پاڼې د معلوماتو پر بنسټ،د یکشنبې په ورځ به د افغانستان په فراه او زرنج ښارونو کې د تودوخې درجه ۴۴ او ۴۵ ته هم ورسیږي.

د یادونې ده چې نړیوال بانک هم څه موده مخکې په یوه راپور کې ویلي وو، چې د روان کال له جون تر اګسټ میاشتې پورې به په افغانستان کې د تودوخې درجه له منځنۍ درجې پورته وي.

XS
SM
MD
LG