د ایران یوه چارواکي، په دغه هېواد کې له کډوالو سره دښمني د پردیو کړیو پروژه وبلله.
په ایران کې د یوه تنکي زلمي د شکنجې د ویډیو او په ایران کې له نورو افغان کډوالو سره د بد چلند په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزارت یو همکار سید رسول موسوي وايي، چې د کډوالو په وړاندې کینه د پردیو پروژه ده.
هغه پرون پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، په ایران کې هيڅ چارواکی یا بنسټ د کډوالو په وړاندې کینه نهمني.
په همدې کې حال د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل، په ایران کې وروستي تحولات چې له افغان کډوالو سره د ایران د امنیتي مامورانو د بد چلند ښکارندويي کوي، د غندنې وړ دي.
دغه وزارت په عین حال کې ویلي، چې مغرضې کړۍ هڅه کوي له دغسې پېښو په ناوړه استفادې سره د وزارت په ټکو د دواړو هېوادونو ترمنځ مثبتې او ښې اړیکې اغېزمنې کړي.
دواړو لوریو د بهرنیو پروژو او مغرضو کړیو په اړه اضافي توضیحات نهدي ورکړي.
د امریکا په متحدهایالتونو کې د شخړو د ادارې او حل څېړونکې لیزا سروش وايي، تهران او طالبان په دې موضوع سره غواړي چې په ایران کې له افغانانو سره ناوړه چلند کم اهمیته وښيي.
"ایران تل د کډوالو خلاف رژیم په ځانګړي ډول د افغانانو په وړاندې خلاف رژیم وليزا سروش
نوموړی وايي: "ایران تل د کډوالو خلاف رژیم په ځانګړي ډول د افغانانو په وړاندې خلاف رژیم و، چې دا موضوع تل د خبرونو په سرلیکونو کې وه او داسې هېواد دی چې له بشري حقونو په سرغړونو کې ښکېل دی. هره ورځ په ایران کې د لسګونو جنایتونو شاهدان یو، چې نه یوازې هلته د افغان کډوالو د حال شاهدان یو، بلکې د ایرانیانو هم، چې هره ورځ اعدامېږي، شکنجه کېږي او ځپل کېږي، طالبان هم د بشري حقونو ضد رژیم دی، چې په افغانستان کې هره ورځ په لسګونو کسان د ایران د رژیم په څېر شکنجه کوي او ځپي."
بل لوري ته په جرمني کې د پوهنتون استاد محمد اسحاق اتمر د دې موضوع په باب وايي: "هم د ایران لوری هڅه کوي په ایران کې د یوه افغان تنکي زلمي د شکنجې ویډیو ته بل رنګ ورکړي هم د طالبانو لوري هڅه کوي د افغانانو د عکس العملونو په وړاندې فضا ارامه وښېي او داسې وښېي چې د ایران او افغانستان د حکومتونو ترمنځ کراري ده او هغه څه چې په رسنیو کې د افغانانو لهخوا لاس په لاس کېږي، د ځینو مغرضو کړیو کار دی، چې واقعیت داسې نهدی."
په هغه ویډیو کې چې په وروستیو کې پر ټولنیزو شبکو خپره شوې، ښکاري چې د ایران یو پولیس په دماوند سیمه کې د یوه ۱۵ کلن افغان زلمي سید مهدي موسوي پر ورمېږ پښه ایښې، هغه د پولیسو د موټر تر څنګ پر ځمکه غځېدلی او بل پولیس ټینګ نیولی دی.
د دې ویډیو خپرېدو پر ټولنیزو شبکو ډېر عکس العملونه پارولي او د بشري حقونو ګڼو بنسټونو هم ورباندې بحث کړی دی.
دوی له افغانانو سره د ایران د امنیتي ځواکونو ناوړه چلند په ځانګړي ډول د مهدي شکنجه غندلې ده.
د بشري حقونو مدافع ټولنې وايي، چې د ایران د امنیتي ځواکونو لهخوا د یوه افغان زلمي شکنجه په ایران کې د افغان کډوالو خلاف د روان تاوتریخوالي بهیر ښېي.
د دغو ټولنو په وینا، نړیواله ټولنه باید دغسې ناوړه چلندونه وغندي او د ایران له هغو پوځیانو سره حساب کتاب وکړي، چې په دغسې مواردو کې لاس لري.
په دې اړه نور: ایراني پولیسو لهخوا د یوه افغان شکنجې ته د غبرګونونو دوام؛ ځینو بنسټونو دا کړنه توکمیز توپیر بللید افغانستان د معترضو ښځو د غورځنګونو خپلواک ايتلاف په یوه اعلامیه کې دا عمل غندلی او د بشري حقونو د قوانینو خلاف کار یې بللی دی.
د سید مهدي موسوي د شکنجې د ویډیو تر خپراوي مخکې هم په ایران کې په عام ډول د افغان وګړو په وړاندې د ناوړه چلند ګڼ راپورونه خپاره شوي دي.
په تېرو درېیو کلونو کې چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړې په ایران کې د افغان کډوالو شمېر زیات شوی او د ایران امنیتي ځواکونو په وروستیو کې د دغو افغانانو په وړاندې خپل اقدامات زیات کړي دي.