کرکټ شپږيزه ليګ نهم پړاو؛ کرکټ بورډ وايي، د نويو استعدادونو د موندلو هڅه کوي

د شپږيزه په نوم د کرکټ سيالۍ يو انځور، ارشيف

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، د روانې اګسټ میاشتې په ۱۲مه د کرکټ شپږيزه ليګ د پنځه لوبډلو ترمنځ کابل کې ترسره کېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، سږ کال په‌دې سیالیو کې پنځه لوبډلې برخه لري.

کرکټ بورډ خوشبینې ښودلې ده چې، په‌دې سیالیو سره به د کرکټ په برخه کې نوي استعدادونه ومومي.

د کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل: "د افغانستان کرکټ بورډ کورني کرکټ څانګه د شپږیزې نهم پړاو ترسره کوي، چې د اکسټ میاشتې په ۱۲مه پیلېږي او تر ۲۵ نېټې به دوام وکړي، دغه سیالۍ تېر کال د نړیوال سیالیو د مصروف مهال‌وېش له امله نه وې ترسره شوې، سږ کال ترسره کېږي، په‌دې لیګ کې به پنځه لوبدلې ګډون وکړي چې هره لوبډله به د یو زون استازولي کوي."

نوموړی وايي، سږ کال د شپږیزه لیګ په سیالیو کې د افغانستان د ملي او نولس کلونو کم‌عمره لوبغاړو تر څنګ د سپین بال قرارداد لرونکي، الف لوبډلې او د کورنۍ کرکټ مخکښ لوبغاړي لوبیږي.

د افغانستان کرکټ بورډ پرون یک‌شنبه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې، د غوراوي کمېټې د دې سیالیو لوبغاړي په پنځو زونونو وېشلي چې راشد خان د سپین غر پړانګانو، حشمت‌الله شهیدي د بند امیر ښامارانو، ابراهیم ځدراڼ د ميس عینک اتلانو، رحمت‌شاه د بست ساتونکو او عظمت‌الله عمرزی به د امو نهنګانو لوبډلمشري کوي.

کرکټ بورډ محمدنبي، رحمان‌الله ګوربز، نوین‌الحق، فضل حق فاروقي او یو شمېر نور لوبغاړي هم چې دا مهال په سوداګریزو لیګونو کې دي، دې سیالو ته غوره کړي دي.

تېر کال د نامعلوم دليل له امله د شپږيزې سيالۍ ترسره نه‌شوې.

دا د شپږیزه کرکټ نهم پړاو دی.

تېر کال د دې سیالیو اتم پړاو د نامعلومو دلیلونو له امله نه وو ترسره شوی، خو په اووم پړاو کې اته لوبډلو برخه اخیستې وه او ټولې لوبډلې د بېلابېلو سوداګرو او سوداګریزو شرکتونو له لوري اخیستل شوې وې.

کرکټ بورډ ویلي، سږ کال د شپږیزه لیګ د کرکټ بورډ په مالي لګښت ترسره کوي.

په همدې حال کې د کرکټ یو شمېر مینه‌وال د شپږیزه کرکټ لیګ بیا پیل ته خوښ دي.

"ښځو ته اجازه نه ورکول کېږي چې دا لوبې له نږدې وګوري او خپلې خوشحالۍ ښکاره کړي
لېمه اميري

د کابل ښار اوسېدونکي محمد یاسین سعادت وايي: "په اوس وخت کې افغانان په ځانګړې توګه ځوانان تر ډېره بې روزګاره دي او د بوختیا د نه‌شتون له امله یو ډول روحیي فشار سره مخ دي، نو که دغه لوبې پیل شي دا به د دوی لپاره یو سالمه تفریح وي او دوی به وکولای شي څو ورځې په خوښۍ تېرې کړي، د خپلې خوښې لوبغاړي له نږدې وګوري او ویې هڅوي."

د کابل ښار یوه بله اوسېدونکې او د کرکټ مینه‌واله لېمه امیري هم د دغو لوبو په اړه ورته نظر لري، خو وایي له‌دې امله ځورېږي د طالبانو حکومت له نږدې د لوبو نندارې لپاره ښځینه نندارچیانو ته اجازه نه ورکوي.

لېمې ازادي رډيو ته وويل: "ښځو ته اجازه نه ورکول کېږي چې دا لوبې له نږدې وګوري او خپلې خوشحالۍ ښکاره کړي، له ښځو خپل بنسټیز حقونه اخیستل شوي د دغو لوبو نږدې نندارې ته به یې څنګه پرېږدي."

کرکټ بورډ ويلي، هڅه کوي د همدې سياليو له لارې نوي استعدادونه ومومي.

دا په‌داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت پر افغان مېرمنو د ورزش او ورزشي لوبغالو ته د ورتګ تر څنګ ګڼ نور محدودیتونه هم لګولي دي.

شپږیزه کرکټ لیګ چې لومړۍ پړاو یې په ۲۰۱۳ کال کې ترسره او له هغې وروسته هر کال په منظم ډول په کابل کې ترسره کېږي، خو تېر کال د نامعلوم لامل له امله دغه سیالۍ ونه شوې.

د سږ کال سیالیو پایلوبه د اګسټ په ۲۵ مه ترسره کېږي.

د دې سیالیو د اووم پړاو اتلولۍ سپین غر پړانګانو لوبډلې ګټلې وه.