د طالبانو حکومت وايي، د افغانستان په یو شمېر بندرونو کې سکېنرونه نصبوي

د خوست ګمرک

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان ملي راډیو ټلوېزیون د شنبې په ورځ د بهرنیو چارو وزارت د پانګونې د مرکز مشر احمد ضیا خالد په حواله ویلي، د افغانستان په ۱۲ بندرونو کې به سکېنرونه نصب شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مدیره پلاوي پخوانی غړی او د اقتصادي چارو کارپوه اذرخش حافظي وايي، د سوداګریزو توکو د بررسۍ وسایل او د سکېنرونو نصبول د دودیز ګمرکي سیستم د عصري کولو لپاره چې کنټرول يې ستونزمن و، اړین دي.

د هغه په خبره، دا پروسه څو کاله وړاندې د نړیوالې ټولنې په مرسته په افغانستان کې پیل شوې وه، خو له بده‌مرغه چې کومه مثبته پایله یې نه درلوده.

په تېرو وختونو کې ګمرکي چارواکو په قصدي توګه ډېری سکېنرونه پخپله ویجاړ کړل
اذرخش حافظي

ښاغلی حافظي زیاتوي، ځکه يې هغه مهال کومه مثبته پایله نه درلوده، چې سوداګریز توکې باید سکېنر ته داخل شي، خو که چېرته داخل نه‌شي، د ګمرکي عصري بڼه به وي خو فعالیت به يې له فساده ډک وي.

نوموړی وايي: "زه هیله لرم دا ځلې کوم سکېنرونه چې راوړل کېږي کار به وکړي، ځکه چې په تېرو وختونو کې ګمرکي چارواکو په قصدي توګه ډېری سکېنرونه پخپله ویجاړ کړل، له همدې کبله د تورخم، سپین بولدک او کندهار د بندرونو سکېنرونه له کلونو راهیسې کار نه‌کوي او د تخنیکي ستونزې په نوم يې کارول پرېښي وو."

د طالبانو حکومت د نویو سکېنرونو د نوعیت په اړه معلومات نه‌دي ورکړي، خو دا يې ویلي، دا سکېنرونه به د تورخم، حیرتان، سپین بولدک، اسلام قلعه، تورغنډۍ، نیمروز، خوست، پکتیا، اقینه، شیرخان بندر او ابو نصر فراهي په بندرونو کې نصب شي.

که چېرې دا سکېنر یوازې د امنیت لپاره نه وي او د سوداګریزو محصولاتو د چک لپاره نصب شي، ګټه به يې څه وي؟

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مدیره پلاوي پخوانی غړی او د اقتصادي چارو کارپوه اذرخش حافظي

اذرخش حافظي وايي د دې سکنیرونو نصب ډېرې ګټې لري: "د دې یوه ګټه دا ده چې پخوا به کله د ګمرک د مامور له‌خوا بار وړونکي توکي د معایناتو او توضیحاتو لپاره پرانستل کېدل، یا به يې بسته بندي خرابېده، یا به که یو څه ترې ورک شول، نو سوداګر به زیانمن کېده. همدارنګه د هغوو کسانو چې له دولتي چارواکو سره یې اړیکې خرابې وې، یا به يې په خصوصي سکټور کې په فساد کې لاس درلود، نو د اصلي جنس پر ځای به يې بل جنس محصول کاوه. لکه د سګرتو پر ځای به سفنجونه محصول کول، چې په ځلونو دا کار شوی."

د ښاغلي اذرخش په وینا، سکېنر نه یوازې دا چې په کانټینر کې دننه ټول توکي په کره توګه ښيي، هغه ثبتوي، سیسټم ته یې ننباسي او د اسنادو په توګه یې فلم اخلي، دغه راز د ممنوعه موادو د امنیت او کشف په برخه کې هم کار کوي، چې دا يې تر ټولو مهم دی.

یوه افغان سوداګر انور افغان هم د افغانستان په بندرونو کې د سکېنرونو د نصبولو هرکلی کوي، او وايي: "موږ هیله‌من یو چې د سکېنرونو په نصبولو سره به امنیتي ستونزې کمې شي، خو اندېښنه لرو چې وخت مو ضایع نه‌شي او د سوداګرو تازه مېوې او سبزیجات خراب نه‌شي، موږ هیله لرو چې دا چاره به ژر تر ژره بشپړه شي او د سوداګر مالونه له بندرونو تېر شي."

هغه سوداګريز مالونه چې د پاکستان څخه افغانستان ته راوړل کېږي، انځور - ارشيف

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره هیات پلاوي پخواني غړي اذرخش حافظي وويل، د افغانستان په سوداګريزو بندرونو کې د سکېنرونو د نصبولو برياليتوب د افغانستان د ګمرکونو د مسوولينو په صداقت او وړتيا پورې اړه لري، چې له بده‌مرغه په تېرو وختونو کې په فساد کې ښکېل وو.

ویل کېږي چې د افغانستان په ۱۲ سوداګریزو بندرونو کې د دې سکېنرونو قرارداد د څه باندې ۱۱۳ میلیونو ډالرو په لګښت له یوه خصوصي شرکت سره شوی، خو دا نه‌دي ویل شوي، چې د امریکا تر بندیزونو لاندې د طالبانو حکومت د دې پروژې لپاره عواید له کومو سرچینو تامینوي.