د اسراییل صدراعظم کانګرس ته وینا وکړه؛ خلکو او ډيموکراتانو غزه کې د جګړې له دوام سره مخالفت کړی

د اسراييل صدراعظم بنیامین نتنیاهو

بنیامین نتنیاهو په واشنتګتن ډي‌سي کې د چهارشنبې په ماسپښین په‌داسې حال کې خبرې کولې چې د کانګرس دننه او بهر یوشمېر کسانو په غزه کې د اسراییل له روانې جګړې سره مخالفت څرګند کړ.

د ښاغلي نتنیاهو د وینا پرمهال د کانګرس له ودانۍ بهر په زرګونو کسانو په غزه کې د اسراییل د عملیاتو پرضد مظاهره کوله او د کانګرس دننه په لسګونو ډیموکراتانو په غزه کې د ملکیانو د وژنې او بشري وضعیت پرضد په غونډه کې برخه وانه‌خیسته.

د اسوشیتد پریس اژانس د راپور له‌مخې د کانګرس تر پنځوس ډېرو ډیموکرات غړیو وار له‌مخه ویلي و چې دوی د صدراعظم نتنیاهو له لوري په غزه کې د جګړې د اداره کولو په اعتراض په‌دې غونډه کې برخه نه‌اخلي.

نتیاهو د کانګرس غړیو ته وویل، په غزه کې د حماس له وسله‌والو سره تر جګړې وروسته باید د سیمې مشري فلسطنیانو ته وسپارل شي او غزه خپله واکمني ونه‌لري.

نتنیاهو د ګانګرس ګډې غونډې د وینا پرمهال زیاته کړه، د لنډ وخت په مخه اسراییل د غزې د امنیت کنټرول ته اړتیا لري.

د حماس په مشرۍ وسله‌والو پروسږکال د اکتوبر په اوومه د اسراییل دننه عملیات وکړل، چې د اسراییلي سرچینو له‌مخې دولس سوه کسان یې ووژل او دوه سوه پنځوس نور یې برمته کړل.

حماس ډله متحده‌ایالتونه او اروپایي ټولنه د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني.

د دې وسله‌والې ډلې یوه جګپوړي غړي سامي ابو زهري رویټرز اژانس ته د نتنیاهو تر وینا وروسته وویل، له‌دې ښکاره شوه چې نتنیاهو په غزه کې اوربند نه‌غواړي.

د حماس په مشرۍ وسله‌والو پروسږکال د اکتوبر په اوومه د اسراییل دننه عملیات وکړل، چې د اسراییلي سرچینو له‌مخې دولس سوه کسان یې ووژل او دوه سوه پنځوس نور یې برمته کړل.

د رویټرز اژانس په باور لاهم شاوخوا یوسل او شل تنه برمته دي.

تر دې برید وروسته اسراییلي ځواکونو پر غزې حمله وکړه چې لاهم دا جګړه روانه ده.