یوسفزۍ: د بریتانیا صدراعظم دې د افغان نجونو د تعلیم موضوع په خپلو کاري لومړیتوبونو کې راولي

ملاله یوسفزۍ

په افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو د محدودیتونو د لیرې کولو لپاره د هڅو په دوام کې د نجونو د زده‌کړو فعالې او د سولې د نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ د بریتانیا له نوي صدراعظم سټارمر څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو موضوع دې د خپلې بهرنۍ پالیسۍ په لومړيتوبونو کې راولي.

هغې د دوشنبې په ورځ د بريتانيا نوي ټاکل شوي صدراعظم ته پر خپلې ايکسپاڼې په یوې غوښتنلیک کې لیکلي: "د راتلونکو ١٠٠ ورځو لپاره د انګلستان د بهرنۍ او پراختیا سياسي پلانونو کې دا ډېره مهمه ده چې د نړۍ په هر ګوټ کې د نجونو حقونو او د دوی د زده‌کړې حق ته درناوی وشي، په ځانګړې توګه په افغانستان کې د جنستي توپيرونو د له منځه وړلو په برخه کې بايد جدي پاملرنه وشي او په لومړيتوبونو کې راوستل شي."

سټارمر تازه د بریتانیا په پارلماني ټاکنو د کارګر کوند له بریا وروسته د انګلستان صدراعظم وټاکل شو.

د بریتانیا نوی صدراعظم سټارمر

د طالبانو حکومت چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د ټولو حقونو د ورکړې ادعا کوي، خو له شاوخوا درېیو کلونو راهیسې یې پر نجونو له شپږم ټولګي پورته او پوهنتونونه تړلي او پر کار او نورو ټولنیزو او سیاسي او کلتوري فعالیتونو یې سخت بندیزونه پورې کړي.

په همدې حال کې په افغانستان کې له زده‌کړو بې برخې یو شمېر نجونې د دې غوښتنې هرکلی کوي او پر نړیوالې ټولنې غږ کوي چې د افغان نجونو د تعلیمي محدودیتونو د لیرې کولو لپاره کار وکړي.

له دوى څخه یوې چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخيستل شي، ازادي راډیو ته وویل: "شخصاً زه خپله له دې نيک کار څخه قدرداني کوم او فکر کوم چې يو ښه کار دى چې د افغانستان په حکومت فشار راوړل شي."

له زده کړو یوه محرومه نجلۍ وايي: له ټولو نړيوالو غواړو هيله لرو چې د افغانو نجونو تر څنګ ودرېږي تر څو د بې سوادۍ ريښې زمونږ له هېواده وویستل شي.

له زده‌کړو بې برخې شوې يوې بلې نجلۍ چې دې هم نه يې غوښتل نوم يې په راپور کې واخيستل شي، ازادي راډيو ته وويل: "مونږ بايد خپل د زده‌کړو حقونه ترلاسه کړو له ټولو نړيوالو غواړو هيله لرو چې د افغانو نجونو تر څنګ ودرېږي تر څو د بې سوادۍ ريښې زمونږ له هېواده وویستل شي او مونږ هيله‌منې يو چې يو ورځ به خپلې زده‌کړو ته دوام ورکړو."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله د دوحې په درېیمه غونډه کې له ګډون وروسته پر ښځو بندیزونه د افغانستان کورنۍ مسئله وبلله، خو د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزماري ډیکارلو چې د دوحې غونډې کوربنه وه، د مجاهد دا ادعا رد کړه او ویې ویل، توپیر نه کوي که دولتونه بدلون وکړي، خو افغانستان یو شمېر هغه نړیوال کنوانسیونونه او تړونونه لاسلیک کړي چې پر بشري حقونو او وګړيتوب حقونو ولاړ دي.