د بریتانیا نوي صدراعظم رواندا ته د کډوالو د لېږلو طرح لغو کړه

د بریتانیا نوی صدراعظم کایر سټارمر

د بریتانیا نوي صدراعظم رواندا ته د کډوالو د لېږلو طرح لغو کړه.

د بریتانیا نوي صدراعظم کایر سټارمر د صدراعظم په توګه د کار په لومړۍ ورځ له بریتانیا څخه افریقايي هېواد رواندا ته د ناقانونه کډوالو د ایستلو طرح لغو کړه.

د بریتانیا په کارګر ګوند کې سرچینو ټلګراف ورځپاڼې ته ویلي چې د دې ګوند د ژمنې له مخې که په انتخابات وګټي نو له بریتانیا څخه د ناقانونه کډوالو د ایستلو طرح عملاً مړه شوې ده.

په لندن کې دېره د افغانستان د پرځېدلي جمهوري نظام پخوانی ډیپلومات عزیزالدین معارج وايي چې د نوي صدراعظم دا اقدام تراوسه د یوې ژمنې په حد کې ده، خو کېدای شي چې عملي شي.

معارج وايي: سټارمر په کمپاین کې ژمنه کړې وه چې په انګلستان کې دېره کډوال به رواندا ته نه لېږي، خو تراوسه یوازې ژمنه ده.

هغه وویل: "سټارمر په کمپاین کې ژمنه کړې وه چې په انګلستان کې دېره کډوال به رواندا ته نه لېږي، خو تراوسه یوازې ژمنه ده. دا یو پروسیجر لري چې دا طرح به پارلمان ته ځي، دواړه جرګې به یې پاس کوي، بیا به نو د پلي کولو مرحلې ته ځي. په دې هېوادونو کې چې څوک په کمپاین کې ژمنه کوي کولای شي چې اصلاحات راولي."

ډېر افغان کډوال چې له سختو لارو یې ځانونه بریتانیا ته رسولي او لاهم د خپلو دوسیو نتیجې ته سترګې په لاره دي د سټارمر د پرېکړې هرکلی کوي.

جنرال محمود صمیم د پرځېدلي جمهوري نظام د ملي امنیت د ریاست چارواکی له همدې ډلې کډوالو دی.

هغه وویل: "هغه افغانان چې په بریتانیا کې ژوند کوي او خپلو اسنادو ته منتظر دي او کومې کورنۍ چې په افغانستان کې له دوی څخه پاتې دي، له حکومت څخه مو تقاضا ده چې کومې ژمنې چې په انتخاباتو کې یې کړې وې پرځای کړي او له هغو افغانانو سره چې په مخکیني حکومت کې متضرر شوي دي، مرسته وکړي."

د ټلګراف ورځپاڼې د راپور له مخې کایر سټارمر په خپله انتخاباتي مناظره کې هم افغانستان ته د غیرقانوني افغان کډوالو د ستنولو احتمال رد کړی و.

له بریتانیا څخه د ناقانونه کډوالو د ایستلو طرح لومړی، د محافظه کار ګوند صدراعظم بوریس جانسن وړاندې کړې وه او وروسته بیا د لیز تروس او ورپسې د ریشي سوناک حکومتونو هم ټینګار پرې کاوه.

د بریتانیا مخکېنی صدراعظم ریشي سوناک

د وروستیو رسمي ارقامو له مخې د روان کال د مارچ میاشتې ترپایه په بریتانیا کې شاوخوا یوسل او شل زره ناقانونه کډوال د خپلو اړوندو دوسیو یا کېسونو په اړه لومړنیو پرېکړو ته سترګې په لاره دي.

تمه ده چې د دې کډوالو مسئله به د بریتانیا د نوي حکومت په لومړیتوبونو کې وي.