ملګري ملتونه : طالبانو مدني ټولنې سره له مخامخ خبرو ډډه وکړه.

Your browser doesn’t support HTML5

روزمری دیکارلو په سیاسي چارو کې دملګرو ملتونو دسرمنشي مرستیالې چې د دوحې غونډې مشري وکړه دغونډې په پای کې وویل : " په خواشینۍ سره چې فعلي واکمن حاضر نه شول چې دمدني ټولنې استازو سره مخامخ خبرو ته کیني." په دوحه کې دوه ورځنۍ غونډه چې دطالبانودحکومت دچارواکواو دهیوادونو د ځانګړو استازو ترمینځ د ملګرو ملتونو لخوا ترسره شوه نن پای ته ورسیده . ټاکل شوې چې سبا دقطرپلازمینه کې ملګري ملتونه دافغانستان دښځو او مدني ټولنې استازو سره یوه بله غونډه ولري.