د شمالي کوریا او روسیې مشرانو د هر اړخیز ستراتیژیک مشارکت تړون لاسلیک کړ

د عکس ښي لور ته د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون او چپ لور ته د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین په پیونګ یانګ کې د روغبړ پر مهال

د شمالي کوریا او روسیې مشرانو نن د هر اړخیز ستراتیژیک مشارکت تړون لاسلیک کړ.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ۲۴ کاله وروسته نن سهار د لومړي ځل لپاره د شمالي کوریا پلازمېنې پیونګ یانګ ته ورسېد.

د پوتین هرکلي ته د پیونګ یانګ په هوایي ډګر کې سور فرش غوړېدلی و او د شمالي کوریا رهبر کېم جونګ اون یې مخته ورغلی و.

پوتین او کېم چې دواړه د لوېدیځ مخالفان دي، پیونګ یانګ کې یوه جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ او د هر اړخیز ستراتیژیک مشارکت تړون یې هم لاسلیک کړ.

د شمالي کوریا مشر پوتین ته د اوکراین په جګړه کې د ملاتړ ډاډ ورکړ.

هغه وویل: "د کوریا د ډیموکراتیک ولسي جمهوریت حکومت د روسیې له حکومت، پوځ او خلکو سره په اوکراین کې د ځانګړو عملیاتو د ترسره کولو لپاره خپل بشپړ ملاتړ او پیوستون څرګندوي تر څو خپل حاکمیت، امنیتي ګټې او ارضي تمامیت خوندي کړي."

کېم له کوم شرط پرته د روسیې د ټولو تګلارو ملاتړ اعلان کړ.

د پوتین هرکلي ته د پیونګ یانګ په هوایي ډګر کې سور فرش غوړېدلی و او د شمالي کوریا رهبر کېم جونګ اون یې مخته ورغلی و.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د شمالي کوریا له ملاتړه مننه وکړه او له دغه هېواد سره یې د اړیکو لا پياوړتیا ته ټټر وواهه.

هغه وویل: "مونږ د اوکراین د مسیر په ګډون د روسیې له تګلارو ستاسو د باثباته او کلک ملاتړ د لوړې کچې هرکلی کوو."

روسیه په اوکراین کې د جګړې او شمالي کوریا د خپلو اټومي پروګرامونو له کبله د لوېدیځ تر کلکو بندیزونو لاندې دي.

یو شمېر لویدیځو چارواکو له وړاندې شمالي کوریا ته د ولادمیر پوتین پر سفر غبرګونونه ښودلي دي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ پرون په واشنګټن کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انټوني بلېنکن سره په یوه ګډه خبري ناسته کې وویل، په اوکراین کې د روسیې جګړه د شمالي کوریا، چین او ایران پر مرستو متکي ده.

سټولټنبرګ دغه راز وویل، د ناټو غړي هېوادونه اندېښنه لري چې روسیه د شمالي کوریا له اټومي پروګرامونو سره مرسته کوي.

د سپینۍ ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي هم ویلي چې دوی دغه تحولات له نژدې څاري.

د روسیې د بهرنیو چارو او دفاع وزیران او یو شمېر نور لوړپوړي چارواکي شمالي کوریا ته د ولادمیر پوتین د دوه ورځني سفر ملګري دي.