د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۹

بایډن: په اوکراین کې د بریا په صورت کې به د روسیې تجاوز پای ته ونه رسېږي


د عکس ښي لور ته د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون او چپ لور ته د هغه امریکايي سیال جوبایډن
د عکس ښي لور ته د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون او چپ لور ته د هغه امریکايي سیال جوبایډن

د امریکا ولسمشر جوبایډن وايي، روسیه که په اوکراین کې بریالۍ شي نو هلته به ونه درېږي.

د متحدوایالتونو ولسمشر جوبایډن پرون شنبې په پاریس کې د خبرو پر مهال یوځل بیا د روسیې د غیرموجه یرغل پر واړندې له اوکراین څخه د امریکا کلک ملاتړ اعلان کړ او خبرداری یې ورکړ چې په اوکراین کې د بریا په صورت کې به د روسیې تجاوز پای ته ونه رسېږي.

بایډن په داسې حال کې چې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون یې په څنګ کې ولاړ و، وویل چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به په اوکراین کې تم نه شي او ټوله اروپا به وګواښي، خو هغه زیاته کړه چې امریکا به اجازه ورنه کړي.

بایډن زیاته کړه چې متحدایالتونه په خپل ټول ځواک سره د اوکراین څنګ ته ولاړ دی.

ایمانویل مکرون چې فرانسې ته د رسمي سفر پرمهال د بایډن کوربه دی، په ګده خبري غونډه کې د متحدوایالتونو مننه وکړه او بایډن ته یې د لومړي زبرځواک د ولسمشر خطاب وکړ.

هغه بایډن ته وویل چې اروپایان ډېر درناوی ورته کوي.

د امریکا ولسمشر ته چې له تېرې چهارشنبې ورځې راهیسې په فرانسه کې دی، په پاریس کې خورا پرتمین هرکلی وویل شو.

هغه د جون په شپږمه نېټه د نورماندي د جګړې د اتیایمې کلیزې په مراسمو کې برخه واخیسته او یوه ورځ ورورسته یې د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي سره وکتل.

د امریکا ولسمشر جوبایډن له خپل اوکرایني سیال ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي سره د روغبړ پر مهال
د امریکا ولسمشر جوبایډن له خپل اوکرایني سیال ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي سره د روغبړ پر مهال

له اوکراین سره د ۶۱ میلیارد ډالرو په ارزښت د پوځي مرستې د قانون له توشېح وروسته دا لومړی ځل دی چې بایډن له زیلینسکي سره ګوري.

د دې کتنې پرمهال بایډن د ۲۲۵ میلیون ډالرو په ارزښت له اوکراین سره اضافي پوځي مرسته چې توغندي او د هاوان، توپونو او دافع هوا توغنديو مرمۍ په‌کې دي، هم اعلان کړه.

په تېرو وروستیو څو اوونیو کې وروسته له دې چې روسي ځواکونو په تېره د اوکراین پر ختیځ خارکییف ښار سختې حملې وکړې، اوکراین د نور پوځي ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره تر فشار لاندې دی.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي د جمعې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، د متحدوایالتونو د وروستیو مرستو په مټ اوکرایني ځواکونه توانېدلي چې د خارکییف په شاوخوا کې د روسیې پرمختګونه شنډ کړي.

پر اوکراین د روسیې غیرموجه یرغل د ۲۰۲۲م کال د فبروري په ۲۴مه پیل شو چې تراوسه هم روان دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG