د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۰

سویډن له اوکراین سره د رادار د پرمختللو الوتکو په ګډون نوې پوځي مرسته اعلان کړه


ارشیف: سویډین له دې مخکې هم له اوکراین سره پوځي مرسته کړې ده.
ارشیف: سویډین له دې مخکې هم له اوکراین سره پوځي مرسته کړې ده.

په داسې حال کې چې د روسیې له‌خوا د اوکراین پر ښارونو بریدونه دوام لري، سویډن چې په دې وروستیو کې یې د ناتو غړیتوب حاصل کړی، له اوکراین سره نوې پوځي مرسته چې د رادار پرمختللې الوتکې هم په‌کې دي، اعلان کړه.

سویډن پرون چهارشنبې له اوکراین سره د لویې پوځي مرستې د یوې بستې اعلان وکړ.

د پوځي مرستو په دغه بسته کې پرمختللې اکتشافي رادار الوتکې هم شاملې دي.

په سټاکهولم کې د سویډن حکومت پرون له کییف سره د ۱۳،۳ میلیارده سویډني کرونو چې ۱،۳ میلیارده ډالره کېږي، د دغې پوځي مرستې اعلان وکړ.

دا پر اوکراین د روسیې د یرغل راهیسې له کییف سره د سټاکهولم شپاړسمه مرسته ده چې کوي یې.

د سویډن په دغه نوي پوځي مرسته کې د سویډن ساخت ساب SAAB ASCC دوه الوتکې چې له مخکې پر خبرداري او کنټرول سیستمونو سمبالي دي، شاملې دي.

د سویډن دفاع وزیر پال جانسن وویل چې دغه دوه الوتکې به د اوکراین د هوایي مدافعې وړتیاوې زیاتې کړي او هم به د امریکا ساخت ایف ۱۶ جنګي الوتکې چې د یو شمېر هېوادونو له خوا یې ژمنې شوې، له زیات ملاتړه برخمنې شي.

سټاکهولم د ۲۰۲۲م کال د فبرورۍ له میاشتې راهیسې چې روسیې پر اوکراین یرغل کړی، له کییف سره د ۴۳ نیم میلیارد کرونو چې ۴،۱ میلیارد ډالره کېږي پوځي مرسته کړې ده.

روانه اوونۍ دا درېیمه مرسته ده چې اروپایي هېوادونه یې له اوکراین سره کوي.

بلجیم او هسپانیا دې هېوادونو ته د اوکراین د ولسمشر ولادمیر زیلینسکي د سفر په ترڅ کې له کییف سره د نویو پوځي مرستو اعلان وکړ.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي
د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي

بروکسل له کییف سره د یو میلیارد ډالرو او مادرید هم د ۱،۱ ملیارد ډالرو پوځي مرستې ژمنې وکړې.

دغه درې اروپایي هېوادونه روانه اوونۍ له اوکراین سره د پوځي مرستو ژمنې داسې مهال کوي چې روسیې د اوکراین پر یو شمېر سیمو بریدونو ته زور ورکړی دی.

اوکرایني چارواکو پرون چهارشنبې د اوکراین پر شمال ختیځې سیمې سمي Sumy او پر ختیځې دونیڅک سیمې د روسي پوځونو په بریدونو کې د پنځو ملکي وګړو د وژل کېدو او شپږو نورو د ټپي کېدو خبرورکړ.

په عین حال کې د اوکراین د هوایي مدافعو ځواکونو وویل چې د روسیې له څوارلس ډرونونو چې پر میکولاییف، کیروهراد او ریوني د بریدونو لپاره پورته شوې وې، دیارلس یې راغورځولې دي.

د روسیې دفاع وزارت هم پرون وویل چې د تور سمندرګي ځواکونو یې د کریمیا پر لور الوتې د اوکراین درې ډرونونه راغورځولې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG