د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۰

نړۍ

د امریکا سنا د ۹۵،۳۴ میلیارد ډالره بودیجې لایحه تصویب کړه

د امریکا د سنا ودانۍ
د امریکا د سنا ودانۍ

د امریکا سنا نن د ۹۵،۳۴ میلیارد ډالره بودیجې لایحه چې له اوکراین سره ۶۱ میلیارد ډالر پوځي مرسته هم په‌کې ده تصویب کړه.

دا لایحه که څه هم د اوس لپاره تصویب شوه، خو له مبهم برخلیک سره مخامخ ده ځکه د استازو جرګې داسې نښې نښانې ښودلي چې ښايي تصویب یې نه کړي.

سنا دا لایحه په ۷۰ موافقو او ۲۹ مخالفو رایو تصویب کړه په داسې حال کې چې د تصویب لپاره یې یوازې ۶۰ رایو ته اړتیا وه.

دا وروسته له دې چې ۲۲ تنه جمهوریپال وکیلان چې له دې لایحې سره یې مخالفت کاوه له ډیموکراتانو سره یوځای شول.

امریکايي چارواکي وايي، د اوکراین لپاره دا مالي مرسته ځکه ډېره اړینه ده چې دا هېواد اوس مهال د روسیې د نژدې دوه کلن بشپړ یرغل پر ضد مبارزه کوي. د دې مرستې وخت هم ډېر مهم دی ځکه په نژدې ورځو کې د روسیې د یرغل دوه کاله پوره کېږي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ایراني چارواکي: له افغانستان څخه ایران ته هېڅ اورګاډی نه دی راغلی

ارشیف: د خواف رېللاره چې افغانستان له ایران سره وصلوي.
ارشیف: د خواف رېللاره چې افغانستان له ایران سره وصلوي.

ایراني چارواکي وايي، له افغانستانه دې هېواد ته هېڅ اورګاډی نه دی ورغلی.

له دې مخکې ځینو ایراني رسنیو راپور ورکړی و چې ایران د افغانستان لومړني ټرانزیټي اورګاډی ته چې ترکیې ته روان و، له دې هېواده د تېرېدو اجازه نه ده ورکړې، خو پرون ماښام ایراني رسنیو د اورګاډي شرکت د عامه اړیکو د ادارې په حواله خبر ورکړ چې له افغانستانه دې هېواد ته هېڅ اورګاډی نه دی ورغلی.

د مخکینو راپورونو له مخې د افغانستان یو اوګاډی چې ۱۱۰۰ ټنه معدني تیږې په‌کې بار وې له هرات ولایت څخه د ایران روزنک تمځای ته ننوتی دی.

په راپورونو کې تایید شوې وه چې ایران دا اورګاډی درولی، خو چارواکو یې د دې اقدام په اړه جزییات نه دي ورکړي.

زیلینسکي: اوکراین به دوهم افغانستان نه شي

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر وايي، د ده له هېواد سره د متحدوایالتونو مرسته ښيي چې اوکراین به دوهم افغانستان نه شي.

ولودیمیر زیلینسکي دا څرګندونې پرون د غويي دوهمه وکړې.

له دې یوه ورځ مخکې د امریکا د استازو جرګې له اوکراین سره د ۶۱ میلیارد ډالره پوځي مرستې لایحه تصویب کړه.

دا لایحه د یوې اوږدې مودې لپاره د استازو په جرګه کې بې برخلیکه ځندېدلې وه.

زیلینسکي پرون له این‌بي‌سي NBC تلوېزیون سره په مرکه کې وویل چې د امریکا نوې مرسته به د اوکراین وړتیاوې پیاوړې کړي او کریملین ته به دا پیغام ورسوي چې اوکراین به دوهم افغانستان نه شي.

متحدوایالتونو له نژدې شل کلن پوځي حضور وروسته خپل ځواکونه د ۲۰۲۱م کال په اګست کې له افغانستانه وایستل چې په نتیجه کې یې د افغان ځواکونو لیکې ورانې شوې، جمهوري نظام وپرځېد او طالبان یوځل بیا پر افغانستان واکمن شول.

ایران د حجاب د نویو مقرراتو تطبیق لپاره نوی ځواک جوړ کړی

د ایران ځواکونه د حجاب په تړاو له یو شمېر مېرمنو سره په خبرو بوخت دي.
د ایران ځواکونه د حجاب په تړاو له یو شمېر مېرمنو سره په خبرو بوخت دي.

د ایران په پلازمېنه تهران کې د سپاه پاسداران انقلاب ځواک قوماندان حسن حسن زاده پرون د هغه نوي اضافي ځواک د جوړېدو اعلان وکړ چې دنده به یې د ښځو د حجاب په برخه کې د نويو محدودیتونو تطبیق وي.

حسن زاده وویل د دې ځواک غړي د دې لپاره روزل شوي چې په عامه ځایونو کې د حجاب نوي مقررات په جدي ډول عملي کړي.

دا اعلان وروسته له هغه کېږي چې ایراني چارواکو په وروستیو ورځو کې د امر باالمعروف او نهی عن المنکر اړوند فعالیتونه پراخ کړي او په دې ترڅ کې یې د یونیفورم لرونکو مامورینو تصویرونه خپاره کړي چې د "رڼا" تر سرلیک لاندې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ښځو ته سپارښتنې کوي.

د ۲۰۲۲م کال په سپټمبر میاشت کې وروسته له دې چې د مهساامیني په نوم یوه پېغله د چارواکو په معیار د حجاب د نه مراعاتولو په تور ونیول شوه او بیا یې د پولیسو په توقیف کې سا ورکړه په ایران کې داسې پراخ اعتراضونه پیل شول چې د اسلامي جمهوریت له واکمنېدو راهیسې یې ساری نه و، لیدل شوی.

پر یوې تندلارې اسراییلي پوځي قطعه د امریکا احتمالي بندیزونه؛ اسراییلي مشرانو دا پرېکړه غندلې

د اسراییلو نیتزه یهودا ځواکونه چې ښايي امریکا پرې بندیزونه ولګوي.
د اسراییلو نیتزه یهودا ځواکونه چې ښايي امریکا پرې بندیزونه ولګوي.

اسراییلي مشرانو د امریکا هغه احتمالي پرېکړه په کلکه غندلې چې د اسراییلو پر یوه تندلارې پوځي قطعه یې بندیزونه لګولي دي.

د امریکا د حکومت دا احتمالي بندیزونه به چې ښايي نن د غويي یا ثور په درېیمه اعلان شي، د اسراییل د پوځ پر یوې قطعې د امریکا لومړی ځل بندیزونه وي او تمه ده چې د دې دوو متحدانو ترمنځ اړیکي به نور هم ترینګلي کړي.

د امریکا او اسراییلو اړیکي په غزه کې د جګړې له کبله مخکې هم ترینګلي شوي وو.

امریکايي چارواکو د اسراییل د دې قطعې نوم نه دی ښودلی، خو اسراییلي مشرانو او سیمه‌ییزو رسنیو دا قطعه د نیتزه یهودا Netzah Yehuda په نوم یاده کړې چې د راپورونو له مخې له تندلارو یهودو سرتېرو څخه جوړ کنډک دی.

د اوکراین ولسمشر د امریکا د نوې مرستې د اعلان هرکلی وکړ

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي
د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي له اوکراین سره د امریکا د استازیو جرګې له خوا د ۶۰ ملیارډ ډالرو نوې مرستې هرکلی کړی، خو له واشنګټن یې غوښتي چې هرڅومره ژر چې کېدای شي دغه لایحه پر قانون بدله کړي ترڅو دې هېواد ته د وسلو د لېږد پروسه پیل شي.

ښاغلي زیلینسکي له امریکایي ان بي سي شبکې سره په مرکه چې نن یکشنبې خپره شوې، دغه راز ویلي چې د امریکا د استازیو جرګې دغه اقدام روسیې ته یوقوي پیغام ورکوي او هغه دا چې واشنګټن له کییف سره ولاړ دی او اوکراین به دوهم افغانستان نه شي.

د نوموړي په باور، دغه ملاتړ به د اوکراین ځواکونو لا پیاوړي او د روسیې په وړاندې جګړه کې به د دوی د بري چانس زیات کړي.

هغه له اوکراین سره د امریکا د مرستو په تړاو د افغانستان د پرتله کولو په باب نورڅه نه دي ویلي، خو د امریکا متحدو ایالتونو په افغانستان کې له شاوخوا شل کلن پراخ حضور وروسته د ۲۰۲۱ م کال د اګسټ میاشتې په پای کې خپل ټول ځواکونه له دې هېواده داسې مهال وایستل چې د همدې میاشتې په پنځلسمه نېټه یې طالبانو بیا افغانستان لاندې کړ.

د اسراییل په بریدونو کې د ۹ ماشومانو په ګډون ۱۳ فلسطینیان وژل شوي

اسراییلي ځواکونه - ارشیف
اسراییلي ځواکونه - ارشیف

اسوشېټېډ پریس خبري اژانس راپور ورکړی چې د غزې روغتیايي چارواکو نن یکشنبه ویلي چې تېره شپه د غزې په جنوب کې د اسرائیل په حملو کې د ۹ ماشومانو په ګډون ۱۳ کسان وژل شوي دي.

اسرائیل هره ورځ پر دغه ښار حملې کوي او ویلي یې دي چې په رفح ښار کې به چې د مصر پولې ته څېرمه پروت دی، خپل ځمکني عملیات پراخ کړي.

د غزې تړانګې د ۲ ملیونو او ۳ لکه اوسېدونکو ډېری برخه یې رفح ښار ته کډه شوي دي.

د امریکا د متحدو ایالتونو په ګډون بېلابېلو هېوادونو له اسرائیل غوښتي دي چې په رفح کې دې عملیات نه کوي.

ډېره اسماعیل خان کې د پاکستان څو ګمرکي کارکوونکي وژل شوي

ارشیف
ارشیف

د پاکستان په لوېدیځ ښار ډېره اسماعیل خان کې پولیس وايي چې د ګمرک ادارې د کارکوونکو پر موټر د ناپېژانده وسلوالو په حمله کې د دې ادارې یو مفتش او د امنیتي ځواکونو دوه غړي نن وژل شوي دي.

په پېښه کې یو بل کس ټپي شوی دی.

د تېرې پنج شنبې په ورځ هم په ورته حمله کې په ډېره اسماعیل خان کې د ګمرکاتو د محکمې د پنځو کارکوونکو په ګډون ۷ کسان وژل شوي وو.

تر اوسه د دواړو پېښو مسوولیت کوم چا یا کومې ډلې نه دی منلی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر روانه اوونۍ چین ته سفر کوي

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن
د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن روانه اوونۍ پر ځینو مسایلو د بحث لپاره چین ته ځي.

دا درې ورځنی سفر چې له چهارشنبې پیلېږي داسې وخت کېږي چې واشنګټن او پیکنګ هڅه کوي پر ځینو موضوعاتو له مخالفتونو سره- سره په خپلو کې اړیکې برحاله وساتي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي ویلي، د بلېنکن دا سفر د اړیکو د پیاوړتیا په هدف کېږي.

د هغه په وینا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پر بېلابېلو مسایلو خپلې اندېښنې له چینايي لوري سره مطرح کوي چې له بشري حقونو نیولې تر ناعادلانه اقتصادي او تجارتي اقداماتو، د چین د صنعتي ظرفیت پر نړیوالو اقتصادي عواقبو او د روسیې او دفاعي صنعت د چین د ملاتړ په اړه د امریکا پر ژورو اندېښنو.

واشنګټن او پیکنګ په خپلو کې په تجارتي مسایلو کې اختلافات لري او ولسمشر جو بایډن تېره اوونۍ د چین د فولادو پر واردولو نوې تعرفه ولګوله.

مرکزي افریقا؛ د یوې کښتۍ نسکورېدو جنازې ته تلونکي ۵۸ کسان وژلي

ارشیف
ارشیف

په مرکزي افریقا جمهوریت کې لږ تر لږه ۵۸ کسان چې یوې جنازې ته روان وو، هغه وخت مړه شول چې کښتۍ یې د ګڼه ګوڼې له کبله نسکوره شوه.

د جرمني خبري اژانس په حواله، د مرکزي افریقا د ملکي خوندیتوب ادارې مشر توماس دیماسي پرون شنبه ویلي، دا پېښه په پلازمېنه بانګي (Bangui) کې شوې ده.

هغه ویلي، تر اوسه د ۵۸ کسانو مړي ایستل شوي چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

د هغه په خبره معلومه نه ده چې په ټوله کې څو کسان ډوب شوي دي.

د عیني شاهدانو او هغو ویډیويي تصاویرو له مخې چې پر ټولنیزو شبکو خپاره شوي، په دې کښتۍ کې تر ۳۰۰ زیات کسان سپاه وو چې د جمعې په ورځ په مپوکو سیند کې ډوبه شوه.

ایران به ژر له روسیې د جنګي جټ الوتکو یوه بسته ترلاسه کړي

د ایران او روسیې بیرغونه
د ایران او روسیې بیرغونه

ایراني چارواکو د رسنیو هغه راپورونه رد کړل چې په کې ویل شوي وو چې تهران به ډېر ژر له روسیې د سوخوی Su-35 ډوله جنګي جټ الوتکو لومړۍ بسته ترلاسه کړي.

تر دې مخکې ایراني رسنیو پرون شنبه راپور ورکړی و چې تهران به په راروانو څو ورځو کې له روسیې د سوخوی SU-35 ډوله الوتکو لومړۍ جوپه ترلاسه کړي.

د جرمني خبري اژانس د خبر له مخې، د ایران د اعتماد ورځپاڼې د ویبپاڼې د راپور له مخې ایران دغه عصري جټ الوتکې په نومبر میاشت کې پېرودلې وې.

غیررسمي راپورونه وايي چې ایران په ټوله کې ۲۴ نوي جنګي جټ الوتکې رانیولې دي.

رسنیو د SNN خبري اژانس په وینا چې د ایران له سپاه پاسدارن سره نږدې اړیکې لري، راپور ورکړی چې چارواکو د الوتکو د احتمالي لېږد خبرونه رد کړي دي.

د ایران دفاع وزارت تېره میاشت اعلان کړی و چې دغه هېواد د SU-35 ډوله جنګي جټ الوتکو تر څنګ له روسیې Mi-28H جنګي څرخي الوتکې او Yak-130 ډوله الوتکې هم پېرودلي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG