د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۲

بلېنکن: بایډن اوکراین ته اجازه ورکړې څو د امریکا په وسلو پر روسیه حملې وکړي


د امریکا ولسمشر جوبایډن
د امریکا ولسمشر جوبایډن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تایید کړې چې په روسیه کې دننه د اوکراین د حملو په اړه د ولسمشر بایډن پالیسۍ بدله شوې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي ولسمشر جوبایډن اوکراین ته اجازه ورکړې چې د ختیځ خارکییف ښار د دفاع لپاره په روسیه کې دننه د امریکا په وسلو پر محدودو اهدافو حملې وکړي څو اوکرایني ځواکونه وکولای شي د روسیې له خاورې د کېدونکو حملو مخه ونیسي.

انټوني بلېنکن چې پرون په پراګ کې د ناټو د بهرنیوچارو د وزیرانو په غیررسمي غونډه کې خبرې کولې وویل اوکراین په داسې حال کې چې د روسیې د بشپړ یرغل پر وړاندې مقابله کوي له څو اونیو راهیسې له واشنګټن څخه غوښتنه کوله چې په روسیه کې دننه د حملو لپاره د امریکايي وسلو د کارولو اجازه ورکړي.

اوکراین په دې ترڅ کې پر هغو روسي عسکرو د حملې اجازه هم غوښته چې پر اوکراین د برید لپاره په ګډ سرحد کې د روسیې په قلمرو کې راټول شوي دي.

بلېنکن زیاته کړه چې دا غوښتنه د ولسمشر بایډن خوښه شوه او اوکراین ته یې اجازه ورکړه چې د دې هدف لپاره له امریکايي وسلو څخه کار واخلي.

بلېنکن دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه کوي چې د ازادي راډیو په ګډون رسنیو د امریکايي چارواکو له قوله راپورونه خپاره کړل چې ویل یې بایډن په روسیه کې دننه له امریکايي وسلو د کار اخیستو بندیز قسماً لغوه کړی دی.

د ناټو عمومي منشي یینس سټولټنبرګ له دې مخکې د روسې په خاوره کې د اوکراین د حملو غوښتنه کوله او په پراګ کې په پرونۍ غونډه کې یې بیا وویل چې د اوکراین متحدان باید د اوکراین له خوا د روسیې په قلمرو کې دننه پر اهدافو د برید لپاره د ناټو د وسلو پر کارولو بندیز لیرې کړي.

د ناټو عمومي منشي یینس سټولټنبرګ
د ناټو عمومي منشي یینس سټولټنبرګ

متحدوایالتونو دا بندیز له دې وېرې لګولی و چې جګړه پراخه نه شي.

جرمني د روسیې په خاوره کې د ناټو په وسلو د اوکراین له حملو سره مخالفت کاوه، خو د جرمني د حکومت یوه ویاند پرون په یو بیان کې وویل دې هېواد هم منلې ده چې کییف د هغو وسلو په ذریعه چې برلین یې ورکوي، د روسیې په قلمرو کې دننه د بریدونو د شنډولو لپاره حملې کولای شي.

په بیان کې راغلي چې اوکراین د نړیوالو قوانینو په اساس دا حق لري چې د روسیې د حملو پر وړاندې د ځان دفاع وکړي او د دې کار لپاره له هغو وسلو هم کار اخیستلی شي چې د جرمني له خوا ورکړل شوي دي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ژمنه کړې چې دې اقداماتو ته به ځواب ووايي او په تېره هغو هېوادونو ته یې د جدي عواقبو خبرداری ورکړی چې ده د اروپا کوچني هېوادونه بللي دي.

ریانووستي خبري آژانس پرون د روسیې د پارلمان د ولسي جرګې د دفاعي کمېټې د مشر اندرې کارتاپولوف له قوله خبر ورکړ چې نوموړی وايي، د بایډن پرېکړه به په اوکراین کې د روسیې پر یرغل چې روسي چارواکي یې ځانګړي پوځي عملیات بولي هېڅ راز اغېز ونه کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG