د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۹

د اوکراین ولسمشر د نور پوځي ملاتړ غوښتنه وکړه


د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي په سینګاپور کې د کلنۍ امنیتي سرمشریزې ته د وینا پر مهال
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي په سینګاپور کې د کلنۍ امنیتي سرمشریزې ته د وینا پر مهال

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي په سینګاپور کې د کلنۍ امنیتي سرمشریزې پر مهال د خپل هېواد لپاره د نور پوځي ملاتړ غوښتنه وکړه.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي نن په سینګاپور کې د شانګري­لا ډیالوګ امنیتي سرمشریزې په وروستۍ ورځ د نړۍ له ګڼو رهبرانو سره وکتل.

هغه په دغو کتنو کې هڅه وکړه نړیوال شریکان له اوکراین سره چې له څه باندې دوو کلونو د روسیې له غیرموجه یرغل سره مخامخ دی، نور ملاتړ ته وهڅوي.

په همدې حال کې ټاکل شوې چې د جون پر ۱۵مه او ۱۶مه د سویس د سولې کنفرانس جوړ شي، خو زیلینسکي د دغه کنفرانس د کمزورۍ لپاره د چین د هڅو خبر ورکړی دی.

زیلینسکي ویلي، د جون میاشتې په نیمايي کې تر سلو د زیاتو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو استازو په اوکراین کې د سولې په باب د سویس په جوړېدونکې غونډه کې د ګډون ژمنه کړې ده.

روسیې له کله چې شاوخوا ۲ کاله مخکې پر اوکراین غیرموجه یرغل پیل کړی، د سینګاپور په غونډه کې حضور نه لري.

په سینګاپور کې د اوکراین ولسمشر او دفاع وزیر ولودمیر زیلینسکي او رستم عمروف د امریکا د متحدو ایالتونو له دفاع وزیر لوید اسټین سره تر یوه ساعت د زیاتې مودې لپاره وکتل.

په سینګاپور کې د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي د امریکا د متحدو ایالتونو له دفاع وزیر لوید اسټین سره تر یوه ساعت د زیاتې مودې لپاره وکتل.
په سینګاپور کې د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي د امریکا د متحدو ایالتونو له دفاع وزیر لوید اسټین سره تر یوه ساعت د زیاتې مودې لپاره وکتل.

دا کتنه داسې وخت وشوه چې واشنګټن د کییف له‌خوا د وسلو د کارونې لپاره خپل محدودیتونه لیرې کړل او اوکراین ته یې زمینه برابره کړه، چې په ښکاره په روسیه کې ځینې اهداف په نښه کړي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت یا پنټاګون یوه چارواکي ویلي چې اسټین د اوکراین د غښتلي ملاتړ لپاره د امریکا پر تعهد بیا ټینګار وکړ.

دغه چارواکي چې نوم نه دی اخیستل شوی ویلي، دواړو لوریو د خپل سټراتیژیک دفاعي شراکت د لا پیاوړتیا ژمنه هم وکړه.

زیلینسکي په ټلګرام کې لیکلي چې په دې کتنه کې یې د کییف پر دفاعي اړتیاوو، د اوکراین د هوايي مدافع دستګاوو پر پیاوړتیا، دغه راز د کییف او واشنګټن ترمنځ د دوه اړخیز امنیتي تړون پر چمتووالي بحث وکړ.

د اوکراین ولسمشر له اوږدې مودې له خپلو لوېدیځو شریکانو د خپل هېواد لپاره د نورو پوځي مرستو غوښتنه کړې چې د روسیې د غیرموجه یرغل په وړاندې په دفاع کې ورته اړتیا ده.

تر دې مخکې د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي د سینګاپور د شانګري­لا ډیالوګ امنیتي سرمشریزې په څنډه کې د امریکا د متحدو ایالتونو د استازو جرګې د دواړو ګوندونو له غړو سره کتلي وو.

هغه ویلي، دواړو لوریو ته معلومه شوه چې د امریکايي وسلو د کارونې لپاره اوکراین ته د زمینې برابرول مهم دي، څو وکړای شي د روسیې په قلمرو کې دننه د خارکییف په سرحدي ساحو کې اهداف په نښه کړي.

زیلینسکي ویلي، په دغو کتنو کې پر روسیې فدراسیون د بندیزونو د نورو فشارونو راوستلو موضوع هم مطرح شوه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG