د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۷

زیلینسکي د برلین له کنفرانسه د بیارغونې لپاره د میلیاردونو یورو مرستې تمه لري


د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي
د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي ویلي، د برلین له کنفرانسه د اوکراین د دفاع او تر جګړې وروسته بیارغونې لپاره د میلیاردونو یورو مرستې تمه لري.

زیلینسکي د برلین د کنفرانس په پيل کې وویل چې د روسیې د بریدونو په نتیجه کې د اوکراین د برښنایي تاسیساتو نیمايي برخه ویجاړه شوې ده.

هغه ویلي، د برلین له کنفرانسه دا تمه لري چې له اوکراین سره د وسلو او مهماتو د تولید، د برښنا د بنسټیزو تاسیساتو د بیارغونې او نوي کولو لپاره میلیاردونه یورو مرستې وکړي.

هغه وویل که چېرته د روسیې د ترهګریزو هڅو وړتیا محدوده شي بیا به د واقعي سولې منلو ته اړ شي.

زیلینسکي د جرمني له صدراعظم اولاف شولز سره په ګډ کنفرانس کې د خبرو پر مهال زیاته کړه: "دا مهمه ده چې واقعیت سره مخ شو. دا جګړه یوازې د دې لپاره روانه ده چې پوتین د اوکراین پر وړاندې زموږ پر وړاندې د جګړې، ترهګرۍ او بریدونو د دوام امکان لري. کله چې د روسیې له‌خوا د خپلو ګاونډیانو د ترور کولو توان محدود شي، روسیه به مجبوره شي چې د رښتیني سولې لپاره لاره ومومي."

زیلینسکي وویل په ګډه د روسیې مخه نیولی شو او وخت یې رارسېدلی چې متحدین اوکراین ته ټولې وسلې په واک کې ورکړي چې په مټ یې روسیه وباسي.

د برلین دا کنفرانس د اوکراین د ملاتړ لپاره د دوو زرو سیاستوالو، سوداګرو او نورو مخکښو استازیو په ګډون جوړ شوی دی.

د برلین کنفرانس کې د ګډون کوونکو هېوادونو د استازو ګډ انځور
د برلین کنفرانس کې د ګډون کوونکو هېوادونو د استازو ګډ انځور

ورته کنفرانس تېر کال په لندن کې هم د اوکراین د ملاتړ لپاره جوړ شوی و.

زیلینسکي داسې وخت له خپلو متحدینو د روسیې په وړاندې د درېدو لپاره لا زیاته مرسته غوښتې چې د امریکا متحده ایالتونو سږ کال د څه باندې شپېتو میلیاردو ډالرو مرسته ورسره وکړه.

همداراز د تازه راپورونو له مخې متحده ایالتونو د اوکراین د پوځ ازوو لانجمنې قطعې ته د امریکايي وسلو او روزنو د انتقال پر سر بندیزونه لرې کړي دي.

په دې سره به د اوکراین دې قطعې ته چې د جګړې لومړیو کرښو کې دي د جنګ لا زیات قوت ورکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG