نړۍ
شمالي کوریا ته د پوتین سفر؛ له اون سره په پوځي برخو کې د همکاریو پر پراختیا خبرې کوي
کریملین خبر ورکړی چې ټاکل شوې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سبا سه شنبې شمالي کوریا ته دوه ورځنی سفر پیل کړي.
د کریملین د بیان له مخې تمه ده چې پوتین به د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ اون سره په پوځي برخو کې د دواړو هېوادونو د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړي.
د امریکا او جنوبي کوریا چارواکي پر پیونګ یانګ تور لګوي چې له روسیې سره د پوځي ټکنالوژۍ او نورو مرستو په بدل کې د اوکراین په جګړه کې د توپچي، توغندیو او پوځي تجهیزاتو په برخو کې مرستې کوي، خو مسکو او پیونګ یانګ دواړو روسیې ته د شمالي کوریا د وسلو د استولو تورونه رد کړي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د امریکا یوې محکمې د ویکيلیکس بنسټ ایښودونکی ازاد کړ
د امریکا اړوند د سایپان جزیزې یوې محکمې د ویکي لیکس بنسټ ایښودونکی جولیان اسانژ نن د چنګاش په شپږمه نېټه ازاد کړ.
دغه ګام د هغې هوکړې له مخې وشو چې اسانژ په محکمه کې د جاسوسۍ ضد قانون سرغړونه باندې اعتراف وکړ.
اسانژ د محکمې په درې ساعته غونډه کې ومنله چې د امریکا د دفاع وزارت محرمو او طبقه بندي شویو اسنادو ته یې لاسرسی پيدا کړی او خپاره کړي یې دي.
هغه نن له ازادۍ وروسته اسټرالیا ته ورسېده.
اسانژ تېر پنځه کلونه د بریتانیا په یوه زندان کې چې تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې دی، تېر کړل.
نوموړي تر زندان مخکې ۷ کاله په لندن کې د اکوادور په سفارت کې پنا اخیستې وه.
پر هغه تور دی چې امریکا کې یې زرګونه محرم اسناد خپاره کړي دي.
"مارک روتې" د ناټو د نوي سر منشي په توګه نومول شوی
ناټو نن چهارشنبه "مارک روتې" چې د هالنډ له صدر اعظمۍ څخه لرې کېږي، د خپل نوي سر منشي په توګه نومولی دی.
د روتې د ټاکل کېدو پرېکړه په بروکسل کې د ناټو د ۳۲ غړو هېوادونو د سفیرانو په غونډه کې وشوه.
اسوشېټېډپرېس لیکلي چې روتې به د اکټوبر په لومړۍ نېټه د ناټو د اوسني منشي ینس سټولټڼبرګ ځای ناستی شي.
سټولټڼبرګ څه باندې یوه لسیزه پر دې پوست پاته شوی دی.
ناټو چې د نړۍ لوی امنیتي سازمان دی په داسې حساس وخت کې نوی سرمنشي ټاکي چې د اوکراین جګړه لا هم روانه ده.
ناټو په دغې جګړه کې د اوکراین ملاتړ کوي او غړي هېوادونه یې اوکراین ته پوځي مرستې هم لېږي.
آیپيسي: د غزې ټولو سیمو کې د قحطۍ د دوام لوی ګواښ پرځای پاتې
لوږې د څار یوه نړیواله ټولنه وايي، د غزې د تړانګې په ټولو سیمو کې د قحطۍ د دوام لوی ګواښ پرځای پاتې دی.
د خوړو د خوندیتوب نړیوالې ادارې یا آیپيسي د خپلې یوې ارزونې په اساس ویلي تر څو چې په غزه کې د اسراییل او حماس ډلې ترمنځ جګړه روانه وي او پر بشري مرستو محدودیتونه لګېدلي وي، د دې تړانګې په ټولو سیمو کې د قحطۍ د دوام ګواښ به پرځای پاتې وي.
دې څارونکې ډل په خپله ارزونه کې ویلي، د غزې له ۴۹۵زرو ډېر خلک د خوړو د نه خوندیتوب له ناورین او ډېر جدي وضعیت سره لاس ګریوان دي او دا د دې ټولنې له درې میاشتې مخکې اټکل څخه چې ۱۱ لکه خلک و، ټیټ شمېر دی، خو دا بیاهم د غزې د ټولو وګړو له پنځمې برخې ډېر خلک دي.
روسیې د اماراتو په منځګړتوب له اوکراین سره ۹۰ تنه اسیران تبادله کړي
روسیې پرون اعلان وکړ چې د متحده عربي اماراتو په منځګړتوب یې له اوکراین سره ۹۰ تنه اسیران تبادله کړي دي.
د روسیې دفاع وزارت پر خپله ټلګرام پاڼه په یوه بیان کې ویلي چې د خبرواترو په نتیجه کې نوي تنه روسي سرتېري چې اسیران شوي وو، هېواد ته ستانه شوي او په بدل کې یې نوي اوکرایني سرتېري مقابل لوري ته سپارل شوي دي.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي هم پر خپله ټلګرام پاڼه دا خبره تایید کړې ده.
د زیلینسکي د دفتر رییس اندرې ییرماک وايي چې په هغو اوکرایني اسیرانو کې چې روسیې ورسپارلي، هغه سرتېري چې په ۲۰۲۲ کال کې یې په ماریوپول ښار کې د آزوف سټال فابریکې دفاع کوله او یو شمېر نور چې روسي پوځیانو د چیرنوبیل پر اټومي بټۍ د ولکې له ټینګولو وروسته اسیران کړي وو، شامل دي.
کینیا کې په پارلمان برید؛ ولسمشر یې دا برید ملي امنیت ته ګواښ وباله
د کینیا ولسمشر د دغه هېواد پر پارلمان برید د هېواد ملي امنیت ته ګواښ بللی او ژمنه یې کړې چې دا کار به تکرار نه شي.
د اسوشېټېډ پرېس په وینا ، ویلییم روټو څو ساعته وروسته له هغه وینا وکړه چې لاریون کوونکو د پارلمان ودانۍ ته اور ورته کړ.
لاریون کوونکو د یکشنبې په ورځ د کینیا د پارلمان پر ودانۍ حمله وکړه او له امنیتي ځواکونو سره یې نښتې وکړې.
هغوی د مالیاتو د زیاتولو د قانون په ضد احتجاج وکړ.
د یو شمېر اعتراض کوونکو د وژل کېدو او ټپي کېدو خبر ورکړل شوی، خو دا راپورونه په رسمي ډول نه دي تایید شوي.
په کینیا کې د پارلمان د ودانۍ په شاوخوا کې د جګړې له امله انټرنېټي شبکې ګډوډې شوې دي.
د هند صدراعظم مسکو ته سفر کوي
کرملین د جون په ۲۵مه علان وکړ چې روسیې ته د هند د صدراعظم نریندرا مودي سفر ته تیاری نیسي.
دا به په اوکراین د روسیې د یرغل له پیل راهیسې مسکو ته د ښاغلي مودي لومړی سفر وي.
د روسیې د ولسمشر سلاکار یوري اوشاکوف ویلي، روسیې ته د مودي د سفر کره نېټه به وروسته اعلان شي.
خو هندي رسنیو ویلي چې صدراعظم مودي به د جولای په لومړۍ اوونۍ کې روسیې ته سفر وکړي.
د هند صدراعظم او د روسیې ولسمشر هم د دې میاشتې په پیل کې ټیلیفوني خبرې وکړې.
روسیې ته د مودي وروستی سفر په ۲۰۱۹م کال کې و.
د روسیې د دوو پخوانیو پوځي لوړپوړو چارواکو د نیولو حکم ورکړل شوی
د جرمونو نړیوالې محکمې د روسیې د دفاع د پخواني وزیر سیرګي شویګو او د پوځ د لوی درستیز جنرال والیرې ګراسیموف د نیولو حکم ورکړی دی.
دې محکمې د روسیې دا دوه مهم پوځي چارواکي د ۲۰۲۲م کال په فبروري کې پر اوکراین د غیرموجه یرغل له پیل راهیسې په جنګي جرمونو او د بشريت پرضد په جنایتونو محکوم کړي دي.
د دې محکمې د یوه بیان له مخې شویګو او ګراسیموف تورن دي چې په اوکراین کې یې پر ملکي اهدافو حملې تنظیم کړي او داسې جنګي جنایتونه یې کړي چې په نتیجه کې یې ملکي وګړو ته بې حده زیان اوښتی دی.
بیان زیاتوي چې د دې محکمې قاضیان باور لري چې شویګو او ګراسیموف په هغه توغندويي حملو کې لاس درلود چې د ۲۰۲۲م کال د اکټوبر او د ۲۰۲۳م کال د مارچ تر نهمې پورې د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو شوي دي.
شویګو د روان کال په مې میاشت کې د ولسمشر ولادیمیر پوتین لهخوا له دندې لیرې شو او اوس د ملي امنیت شورا مشري کوي.
اوکراین د جرمونو د نړیوالې محکمې د دې حکم هرکلی کړی دی.
روسیې په خپله خاوره کې د اوکراین د ۳۰ بې پیلوټه الوتکو د نسکورو ادعا کړې
روسیه ادعا کوي چې د اوکراین ۳۰ بې پیلوټه الوتکې یې نن سهار په خپله خاوره کې نسکورې کړې دي.
دفاع وزارت وايي، د هوايي مدافعې ځواکونو په بېلګورد سیمه کې ۲۹ او په ورونژ کې یوه بې پیلوټه الوتکه نسکورې کړې دي.
په عین حال کې د بېلګورد والي ویاچیسلاو ګلادکوف ویلي چې پر بېلابېلو سیمو د اوکراین د بې پیلوټه الوتکې په برید کې یوه ښځه وژل شوې او څلور نور کسان ټپیان شوي دي.
اوکراین د روسیې د دې ادعاوو په اړه چې خپلواکو سرچینو هم نه دي تایید کړي، څه نه دي ویلي.
پر غزې د اسراییلو د بمباریو دوام؛ ۱۳ کسان وژل شوي
که څه هم د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو ویلي چې په غزه کې د درنو جګړو پړاو تېر شوی، خو د اسراییلو پوځ نن بیا په دې تړانګه کې بمباریو ته دوام ورکړ.
په غزه کې پر دوو ښوونځیو او یوه کور د اسراییلي پوځ د بمباریو په نتیجه کې ۱۳ کسان وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې واشنګټن له اسراییلو غوښتي چې د لبنان سرحد ته د دې کړکېچ له پراخولو ډډه وکړي.
اسراییلو ویلي چې په پام کې لري له غزې سره د لبنان سرحد ته یو شمېر نور سرتېري واستوي، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن پرون د اسراییل دفاع وزیر یواف ګالانت ته ټینګار وکړ چې دا جګړه دې پراخېدو ته نه پرېږدي.
د اروپا فوټبال جام؛ دوه لوبې ترسره شوې
د اروپا د فوټبال جام د سیالیو په لړ کې پرون شپه په بي ګروپ کې دوه لوبې ترسره شوې.
لومړۍ لوبه د ایټالیا او کروشیا ترمنځ وه چې یو یو مساوي پای ته ورسېده.
اسپانیا بیا یو د صفر په وړاندې البانیا ته ماتې ورکړه.
اسپانیا تراوسه په دغه جام کې نهه، ایټالیا څلور، کروشیا دوه او البانیا یو امتیاز لري.
ټاکل شوې نن شپه هم په ډي او سي ګروپونو کې څلور سیالۍ ترسره شي.
فرانسه او پولنډ او هالنډ او اتریش به د افغانستان په وخت ماښام اته نیمې بجې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.
ورپسې د انګلستان او سلونیا او ډنمارک او صربستان لوبې دي چې د افغانستان په وخت د ماخوستن یولس نیمې بجې پیلېږي.