بایډن د شاوخوا نیم میلیون کډوالو د دایمي استوګنې او تابعیت لپاره طرحه وړاندې کړې

د امریکا ولسمشر جوبایډن

د امریکا ولسمشر جوبایډن د شاوخوا نیم میلیون کډوالو د دایمي استوګنې او تابعیت لپاره طرحه وړاندې کړې ده.

بایډن په داسې یوه اقدام سره چې کېدای شي د ولسمشرۍ د انتخاباتو په یوه کال کې ګران تمام شي، د سلګونو زرو بې اسنادو کډوالو لپاره د متحده ایالتونو د دایمي استوګنې او بلاخره تابعیت ترلاسه کولو امکان برابر کړ.

د دې پلان یو هدف د بایډن د هغې پرېکړې متعادله کول دي چې دوه اوونۍ دمخه یې د امریکا په سویلي پولو کې له کډوالو سره د ډېر سخت چلند په اړه کړې وه.

دې پرېکړې د کډوالو د حقونو د مدافع سازمانونو سربېره د ډېری دیموکرات وکیلانو نارضایتي وپاروله.

د سه شنبې په ورځ، د جون اتلسمه سپینې ماڼۍ اعلان وکړ چې د امریکا حکومت به د امریکایي اتباعو د میرمنو یا خاوندانو یوې ځانګړې ډلې ته اجازه ورکړي چې دمګړۍ یې د اوسېدو قانوني وضعیت نامعلومه دی.

دوی به بلاخره د دایمي استوګنې او په پای کې د امریکا د تابعیت د ترلاسه ګولو جوګه وګرځي.

د امریکا د حکومت د لوړپوړو چارواکو په وینا، په دې پرېکړه کې ښايي شاوخوا نیم میلیون کسان شامل وي.

د دې مقرراتو څخه د برخمنېدو اصلي شرایط دا دي چې متقاضیان باید لږترلږه ۱۰ کاله په متحده ایالاتو کې پاتې شوي وي او د یوه امریکایي تبعه سره یې واده کړی وي.

که د دوی غوښتنه ومنل شي، دا خلک به درې کاله وخت ولري چې د دایمي استوګنې (ګرین کارت) غوښتنه وکړي، د لنډمهاله کار جواز ترلاسه کړي او په دې توګه له هېواد څخه د ایستلو له امکان څخه خوندي شي.

ارشیف

په راپور کې د یوه امریکايي چارواکي په حواله راغلي شاوخوا پنځوس زره هغه ماشومان چې امریکايي تابعیت نه لري او مور یا پلار یې له امریکایانو سره واده کړی له دې طرحې برخمنېږي.

د متحده ایالاتو د ولسمشر نوی پلان ځینو دغو ځوانو کډوالو ته اجازه ورکوي چې د نسبتاً دایمي کار د جواز لپاره غوښتنه ورکړي.

د امریکا ولسمشر داسې وخت د امریکايي اتباعو هغو مېرمنو یا خاوندانو ته چې قانوني وضعیت یې نه دی معلوم د دایمي استوګنې او تابعیت زمینه برابروي چې زرګونه افغان کډوال د دایمي استوګنې او د کار د جواز د ترلاسه کولو له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

اکثر دا افغانان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته امریکا ته انتقال شوي، خو له ډلې یې لا هم ګڼ دایمي کار یا دایمي اقامت نه لري او مجبوره دي هر کال یا دوه کاله د استوګنې کارتونه له ګڼو اداري مراحلو وروسته نوي کړي.