غزه کې د اوربند ټینګېدو هڅې چټکې شوي؛ سویس کې امریکايي او قطرې چارواکي پرې خبرې کوي

په غزه کې د روانې جګړې یو انځور

د امریکا د ملي امنیت سلاکار، چې د اوکراین په اړه د سویس په کنفرانس کې یې ګډون کړی، د دې غونډې ترڅنګ د قطر له صدراعظم سره ویني چې په غزې کې د اوربند په اړه خبرې وکړي.

ټاکل شوې ده چې د امریکا د ملي امنیت سلاکار نن په سویس کې د قطر له صدراعظم سره د غزې د اوربند په اړه خبرې وکړي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان پرون شنبې اعلان وکړ، قطر او مصر پلان لري چې په غزه کې د اوربند لپاره د امریکا د ولسمشر جوبایډن له پلان سره سم ژر له حماس سره خبرې وکړي.

جیک سلیوان دا څرګندونې په سویس کې د اوکراین د سولې د کنفرانس په څنډه کې او د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې وکړې.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار ویلي چې د قطر له صدراعظم شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره یې لنډې خبرې کړي او په غزه کې د اوربند په اړه به له هغه سره د یکشنبې په ورځ په سویس کې بیا خبرې وکړي.

حماس چې د امریکا د متحدوایالتونو او اروپايي ټولنې له خوا یوه تروریستي ډله ګڼل کېږي، اعلان کړی چې د امریکا د ولسمشر له خوا د اوربند له وړاندیز سره موافق دی.

امریکايي چارواکي وايي، حماس په غزه کې د وړاندیز شوي اوربند په ځواب کې د "څو بدلونونو" وړاندیز کړی دی.

اسراییل هم اعلان کړی چې حماس د دې پلان مهم عناصر رد کړي دي.

په همدې حال کې جیک سلیوان د شنبې په ورځ ټینګار وکړ چې امریکایي چارواکو د حماس ځواب په دقت څېړلی دی.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار وویل، فکر کوي چې ځینې اصلاحات د توقع خلاف نه دي او اداره کیدی شي. ځینې یې د ولسمشر بایډن له پلان او هغه څه سره چې د ملګروملتونو د امنیت شورا له خوا تصویب شوي، مطابقت نه لري.

په وروستیو میاشتو کې امریکا، قطر او مصر د سخت دریځې ډلې حماس او اسراییل ترمنځ د منځګړیتوب رول لوبولی او هڅه یې کړې چې په غزه کې تر ۱۰۰ ډېر بندیان خوشي کړي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن

د تېرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د ملګروملتونو امنیت شورا د غزې په جګړه کې د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند لپاره د جوبایډن له خوا د وړاندې شوي پلان په ملاتړ د امریکا له خوا وړاندیز شوی پرېکړه‌لیک په ۱۴ موافقو رایو تصویب کړ.

د جو بایډن په وړاندیز کې په اسراییل کې د فلسطیني بندیانو د خلاصون په بدل کې یو پړاویز اوربند او د یرغملو خوشي کول شامل دي چې په نهایت کې د جګړې د دایمي پای ته رسیدا سبب کېږي.

د دغه اوربند په لومړي پړاو کې چې شپږ اوونۍ به دوام وکړي، "بشپړ اوربند، د غزې له ګڼ نفوسو سیمو څخه د اسراییلي ځواکونو وتل، د ښځو، بوډاګانو او ټپيانو په ګډون د یو شمېر یرغمل شویو کسانو خلاصون"، شامل دي.

له بلې خوا زرګونو اسراییلیانو د شنبې په شپه په تل ابیب، بیت المقدس او د اسراییل په نورو ښارونو کې مظاهرې وکړې او غوښتنه یې وکړه چې د بنیامین نتنیاهو حکومت دې هغه شرایط ومني چې حماس د اوربند په پلان کې د تعدیل په توګه د اوربند د منلو لپاره وړاندې کړي دي.

اندري کوزولوف، یو له هغو څلورو اسراییلیانو څخه چې د تېرې اوونۍ په پیل کې د غزې په ناصرات سیمه کې د اسراییلي کومانډو ځواکونو د حماس له بنده خوشي کړ، په تل ابیب کې اعتراض کوونکو ته په یوه ویډیويي وینا کې له اسراییل څخه وغوښتل چې له حماس سره جوړجاړی وکړي.