له ښوونځي ۱۰۰۰ ورځې لرې‌والی؛ هغه نجلۍ چې په جدي رواني ستونزې اخته شوې

Your browser doesn’t support HTML5

۱۷ کلنه فصاحت عزیزي له هغو نجونو ده چې د طالبانو په بیا واکمنېدو سره له ښوونځي محرومه شوه. له پیدا شوې رواني ستونزې سره د مبارزې په موخه یې نقاشۍ ته مخه کړه. هغه وايي، نقاشي یې د خوښې رشته نه ده او غواړي چې اقتصاد ولولي. نن له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د بندېدو ۱۰۰۰ ورځې پوره شوې.