ټاکل شوې د ملګرو ملتونو سرمنشي امنیت شورا ته ووایي چې د غزې په روانه جګړه کړې هم اسراییل او هم حماس ډله د ماشومانو له حقونو سرغړونې کوي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش هر کال د هغو دولتونو او ملېشهوو نړیوال فهرست برابروي چې ماشومانو ته د ګواښ په پېښولو او د هغوی له حقونو په سرغړونې تورن دي.
په دغه فهرست کې په میانمار کې د کاچین د ازادۍ له پوځ څخه نیولې چې تېر کال په کې ورزیات شو، تر روسیې پورې هېواد چې په اوکراین کې د خپلې جګړې له کبله وزیات شوی، هېوادونه او سازمانونه شامل دي.
اوس په دغه فهرست کې اسراییل هم ورزیات شوی دی، هغه څه چې د دغه هېواد سخت عکس العمل یې پارولی دی.
په ملګرو ملتونو کې د اسراییل استازي ګیلاد اردن (Gilad Erdan) دا یوه شرموونکې پرېکړه وبلله او ویې ویل په دې باب پرون جمعه رسماً اطلاع ورکړل شوې ده.
په ملګرو ملتونو د فلسطین استازي ویلي چې د ده په ټکو "د شرم په لېست" کې د اسراییل ورزیاتول به هغه لسګونه زره ماشومان چې په تېرو لسیزو کې د اسراییل لهخوا وژل شوي، بېرته راستانه نه کړي.
ټاکل شوې دغه نړیوال فهرست چې د ماشومانو او وسلهوالې شخړې په باب یو راپور یې هم مل دی، راروانه جمعه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې شي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي دغه فهرست امنیت شورا ته لېږي او بیا امنیت شورا پرېکړه کوي چې په دې اړه کوم اقدام وکړي که نه.
په فهرست کې د اسراییل تر څنګ د فلسطینیانو حماس او د اسلامي جهاد ډلې هم شاملې کړای شوې دي.
د امریکا متحد ایالتونه چې د امنیت شورا له پنځو دایمي غړو ګڼل کېږي، د اسراییل پر وړاندې چې د اوږدې مودې متحد یې دی، اقدام کولو ته لېوالتیا نه ښيي.

د غزي یوه څنډه کې جګړه ځپلي د اوبو لېږدولو پر مهال.
بل دایمي غړی هېواد، روسیه ده چې ملګرو ملتونو تېر کال روسي ځواکونه په اوکراین کې پر ښوونځیو او روغتونونو د حملو دغه راز د هلکانو او نجونو د وژنې له کبله په تور لیست کې شامل کړل، خو امنیت شورا کوم اقدام ونه کړ.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش به امنیت شورا ته ووايي چې اسراییل او حماس ډله د ماشومانو له حقونو سرغړونې کوي او د یو بل په وړاندې د جګړې له کبله یې ماشومانو ته خطر پېښ کړی دی.
د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه توندلارې ډله حماس، یو تروریستي سازمان ګڼي.
په دغه نړیوال فهرست کې د اسراییل د نوم ورزیاتول به احتمالاً په غزه کې د اسراییل جګړې ته د نړیوالو پام نور هم واړوي او د ملګرو ملتونو او د اسراییل ترمنځ به کړکېچ نور هم زیات کړي.
د ملګرو ملتونو د تېر کال د راپور په سریزه کې ویل شوي وو، دوی هغه اړخونه په فهرست کې زیات کړي، چې د ماشومانو په ګواښلو، او وژلو، جنسي تېري او د ماشومانو په وړاندې د جنسي تېري په نورو ډولونو تورن دي، دغه راز یې پر ښوونځیو او روغتونونو حملې کړې دي.
د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت نن شنبه په یوه اعلامیه کې ویلي، د اکټوبر له اوومې په غزې تړانګه کې د روانې جګړې له کبله د ماشومانو په ګډون ۳۶زره ۸۰۱ کسان وژل شوي او ۸۳زره ۶۸۰ نور ټپیان شوي دي، خپلواکو سرچینو دغه شمېرې تایید یا رد کړي نه دي.