تورخم دروازه له درې ورځي ځنډ وروسته بېرته د مسافرو پر مخ پرانیستل شوه

د تورخم دروازي یوه څنډه

د تورخم دروازه له درې ورځي ځنډ وروسته بېرته د مسافرو پر مخ پرانیستل شوه.

یاده دروازه تېره جمعه د پاکستان حکومت له لوري نویو ودانیو ته د امګرېشن دفتر د لېږد په خاطر د مسافرو او ناروغانو پر مخ په لنډ مهالي ډول تړل شوې وه.

په دې درېیو ورځو کې یوازې باروړونکو موټرو ته پر دغې لاره د تګ راتګ اجازه وه.

خو پر دغه لار افغانستان غاړې ته درې ورځې بند پاتې شوي يو شمېر ناروغ لرونکي وايي، په داسې حال کې، چې ناروغان يې چې په ډېر بد روغتيايي وضعیت کې دي لا هم پر تورخم د اوښتو اجازه نه ورکول کېږي.

دوى وايي، سهار د لنډې مودې لپاره دروازه خلاصه شوې، خو اوس بيا هم دوى ته د ټوکن پارچو د خلاصېدو په بهانه د تګ اجازه نه ورکړل کېږي.

د دوى له ډلې يو کس خليل، چې په خبره یې دا درې ورځې يې تورخم کې پاکستان ته د تګ په تمه شپې تېرې کړي ازادي راډیو ته وویل: "دا درې ورځې کېږي چې د تورخم دروازه بنده شوې ده، مونږ د معالجې لپاره ځو، زما د ادې کنسر دى، نن سهار راغلو د اې‌ټي‌اې ATA ويزې او ټوکن واخلو، بيا ټوکن بېخي بند شو، بيا يې راته وويل چې لاړ شٸ جلال اباد ښار کمېسیون نه ټوکن راوړئ، ځينې کسان لاړل چې له هغې ځي ټوکن راوړي، خو د ټوکن دفتر اوس نه‌شته، بېخي هلته دا درې ورځې کېږي مريضان مو همدلته اچولي ډېر تکليفـونه دي."

يو بل ناروغ لرونکي هم چې د نوم له ښودلو يې ډډه کوله هم ازادي راډيو ته وويل چې ورور يې په بد روغتيايي وضعیت کې دى، خو لا دوى ته په دروازه د اوښتلو دروازه نه ورکول کېږي.

هغه وویل: "زما ورور کنسر (سرطان) ناروغ دى، سهار د اسلامي امارت خلک راغلل زياتو کسانو ته يې ټوکنې ورکړې. دا لار چې خلاصه هم ده يوازې کنسر مريضانو لپاره خلاصه ده، خو چا چې کنسر درلود هغوى ځاى پر ځاى پاتې شول او هغو ته اجازه ورکړل شوه چې واسطه او پيسې يې درلودې، وايي چې ننګرهار نه پارچه راوړٸ د هغه هم څه درک نه لګېږي."

اسرارالحق چې د خپل ښځې او مور د عمليات لپاره د تورخم دروازې مخې ته پاکستان ته د تګ انتظار باسي ادعا کوي چې پاکستان ته د تګ پروسه کې درغلي موجوده ده چې له امله تراوسه د دوى ناروغان پاکستان ته له تګ پاتې شوي دي.

اسرارالحق وايي: هغه کسان بايد پرېښودل شي چې ډېره اړتيا لري او ډېر ناروغ وي. ما شپږ ځلې اپلاى کړې، شپږ ځلې مې روپۍ ورکړي، د ډالرو خبرې دي.

نوموړي ازادي راډيو ته وويل: "داسې مريضان همدا اوس شته چې که يې ووينئ حيران به پاتې شئ. هغه کسان چې تللي تاسو يې وګورئ چې ټول به ناروغ وو؟ هغه کسان بايد پرېښودل شي چې ډېره اړتيا لري او ډېر ناروغ وي. ما شپږ ځلې اپلاى کړې، شپږ ځلې مې روپۍ ورکړي، د ډالرو خبرې دي. زما د بچو او مور عمليات دي، د مور مې يو عمليات تېر شوى، يو پاتې دی بايد ويې کړي نو کړېږو مستحق خلک ټول پاتې دي."

له دې وړاندې هم ګڼو افغانانو ورته ادعاوې کړي او ویلي دي چې پاکستاني پولیسو ترې د تورخم دروازې په ګډون د خیبر پښتونخوا او د پاکستاني په نورو سیمو کې په بېلابېلو پلمو پیسې اخیستي او دوی یې لوټلي دي.

ازادي راډیو هڅه وکړه چې د ننګرهار ولايت لپاره د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د رسنیو برخې مسوول قريشي بدلون د ناروغ لرونکو د ستونزو او ټوکن د پارچې د ورکړې په تړاو وپوښتي، خو نوموړي د راپور تر خپرېدو پورې پوښتنې ځواب نه کړې.

د یادونې ده چې د تورخم دروازه د روان لمریز کال د وري په ۲۷مه د هغو افغان ناروغانو پر مخ تړل شوې چې ویزې او پاسپورټونه نه لري، خو وروسته بیا قریشي بدلون رسنیو ته وویل چې د پاکستان حکومت خپله دا پرېکړه بېرته واخیسته او ناروغان د پخوا په شان بې ویزې او په ټوکن پارچو هغه هیواد ته تګ کولی شي.

د افغانستان او پاکستان دواړو هېوادونو تر منځ لویه برخه سوداګریزه راکړه ورکړه هم په تورخم دروازه ده.

خو دا لاره ډېر کله د دواړو هېوادونو د پوله ساتو ترمنځ پر ډیورنډ کرښه د نښتو، او نورو څرګندو او ناڅرګندو دلایلو له کبله تړل کېږي چې له دې لارې تېرېدونکي مسافر چې ډېر یې ناروغان وي له سختو ستونزو سره مخ کوي.