د مرستو له نه رسېدو د غور د سېلاب ځپلو شکایت

Your browser doesn’t support HTML5

د غور اوسیدونکي سېلاب ځپلو ته د بشري مرستو له نه رسېدو شکایت لري او وایي چې هلته سېلاب ځپلي د بېړنیو مرستو اړتیا لري. د جمعې ورځې سېلابونو په دغه ولایت کې تر ۵۰ پورې کسان مړه کړل. د دې ترڅنګ تر اته نیم زرو پورې کورونه هم سېلابونو ویجاړ کړي او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه یې ځپلې ده.