په افغانستان کې د نجونو له حضور پرته د ښوونیز کال د پیل په اړه د غبرګونونو په دوام، د بخښنې نړیوال سازمان د سویلي اسیا برخې په خپله ایکسپاڼه لیکلي، د طالبانو لهخوا د نجونو پر زده کړو بندیز د دوی راتلونکی ترې تروړي او نړۍ نه شي کولای دا وضعیت له پامه وغورځوي.
د بخښنې نړیوال سازمان د سویلي اسیا برخه وايي، په افغانستان کې له رخصتۍ وروسته د ښوونځیو په بیا پرانیستلو سره د نجونو ټولګي بیا هم تش پاتې شول.
دغه سازمان د جمعې په ورځ د مارچ په ۲۲مه په خپله ایکسپاڼه لیکلي چې د طالبانو لهخوا د نجونو پر زده کړو بندیز د دوی راتلونکی ترې تروړي او نړۍ نه شي کولای دا وضعیت له پامه وغرځوي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت په سړو سیمو کې ۱۴۰۳ ښوونیز کال له شپږم ټولګي پورته د ښځينه زده کوونکو له حضور پرته پیل کړ.
د بخښنې نړیوال سازمان زیاته کړه چې په افغانستان کې یې ښوونځیو ته د نجونو د راستنېدو لپاره د لاسلیکونو د راټولولو کمپاین هم پیل کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې له زده کړو بې برخې یو شمېر نجونو ازادي راډیو سره په خبرو کې د خپلې راتلونکې په اړه اندېښنه ښودلې ده.
زهرا چې پر زده کړو له بندیز مخکې د اتم ټولګي زده کوونکې وه او اوس ښونځي ته له تلو بې برخې شوې، وايي: "اوس چې ګورم زموږ هغه ټولګیوال چې هلکان وو ښوونځیو ته ځي او نوی ښوونیز کال یې پیل کړی. ډېره ځورېږم، ځکه دا هغه حق دی چې له مونږ څخه اخیستل شوی او موږ ښونځیو او پوهنتونونو ته د تلو حق نه لرو. که د ښوونځیو دروازې زموږ پر مخ پرانیستل نهشي یقیناً چې د تیارې په لور به یو بل ګام پورته کوو، ځکه هیڅ ټولنه پرته له ښځو پرمختګ نه شي کولای."
په ورته وخت کې نازیه، چې خپله له پوهنتون او کوچنۍ خور یې ښوونځي ته له تلو منع شوې، ازادي راډیو ته وویل چې د دوی ژوند له زده کړې او پرمختګ پرته تېرېږي.
هغه وايي: "کله چې طالبانو پر افغانستان واک ترلاسه کړ، خور مې د ښوونځي زدهکوونکې وه. که هغې په دې تېرو دوو کلونو کې ښوونځيو ته د تلو حق درلود او درس یې ویلای و، اوس به د خپلو موخو او ارمانونو پسې روانه وه، خو اوس هغه د نجلۍ توب په جرم او د محدودیتونو له امله په کور ناسته ده."
له زده کړو بې برخې یوه بله نجلۍ زینت د طالبانو له چارواکو غوښتنه کوي چې هغې او نورو نجونو ته دې د زده کړو حق ورکړي، ځکه په خبره یې د هر کال په تېرېدو سره يې ژوند ضایع کېږي.
هغې وویل: "زموږ وخت یې ضایع کړی دی. زموږ ټول عمر په کور کې همداسې ضایع شو او موږ کوم پرمختګ ونهشو کولای. په دې هیله یم چې طالبان خپله پرېکړه بدله کړي او بېرته ښوونځي پرانېزي."
له زده کړو بې برخې دغه نجونۍ په داسې حال کې د خپلې راتلونکې په اړه اندېښمنې دي چې د پوهنې برخې فعالان هم د نجونو پر مخ د زده کړو د دروازو تړل د افغانستان د راتلونکي لپاره ښه نه ګڼي.
لېوال وايي: دا نجونې د راتلونکي افغانستان میندې دي، د دوی نالوستي پاتې کېدل د ټول هېواد د وروسته پاتې کېدلو په مانا دي.
د زده کړو د برخې فعال او د لېوال ډیجیټلي ښوونځي بنسټ ایښودونکي نور رحمان لېوال ازادي راډيو ته وویل: "د نجونو زده کوونکو پرته د یو بل ښوونیز کال پیل د نیم هېواد شا تګ ته اړ شو. نیم څه چې دا نجونې د راتلونکي افغانستان میندې دي، د دوی نالوستي پاتې کېدل د ټول هېواد د وروسته پاتې کېدلو په مانا دي."
دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو په دې وروستیو کې ویلي چې په روان کال کې په افغانستان کې له شپږم ټولګي څخه پورته شاوخوا یونیم میلیون نجونې له ښوونځیو بې برخې شوي دي.
له شاوخوا درېیو کلونو راهیسې، له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې ښوونځیو ته د تګ حق نه لري او د ۲۰۲۲ کال له ډسمبر راهیسې پوهنتونونو ته له تلو هم منع شوي دي.
د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت تر اوسه د نجونو لپاره تر شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو د بیا پرانستلو په اړه نوې څرګندونې نه دي کړي، خو د دغه وزارت چارواکو تر دې وړاندې ویلي وو چې دوی د یوې طرحې نهايي کېدو او د خپل مشر فرمان ته په تمه دي.
تر دې وړاندې هم بېلابېلو نړیوالو سازمانونو او هېوادونو د افغان نجونو لپاره د زده کړو د دروازو د پرانیستلو غوښتنه کړې وه.
طالبان چې ادعا کوي په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي، په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې له بیا واکمنېدو وروسته د دې او نورو محدودیتونو ترڅنګ په ډېرو دولتي او ټولو نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار کولو هم بندیز ولګاوه.