د اسراییل صدراعظم د غزې له جګړې وروسته مهال په اړه یو پلان پیشنهاد کړی

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د غزې له جګړې وروسته مهال په اړه یو پلان پیشنهاد کړی چې د خپل ډول له مخې، د هغه لومړی رسمي وړاندیز ګڼل کېږي.

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د غزې د راتلونکي په اړه یو پلان پېشنهاد کړی چې په غزه کې د اسرائیل او حماس ډلې ترمنځ د جګړې له ختمېدو وروسته وضعیت په اړه د هغه لومړی رسمي پیشنهاد ګڼل کېږي.

د سند له مخې چې د اسراییل امنیتي کابینې ته د پنجشنبې په ورځ وړاندې شوی او رویټرز خبري اژانس نن کتلی، اسراییل ویلي چې د اشغال شوې لوېدیځې غاړې او غزې تړانګې په ګډون د اردن د لوېدیځ پر ټوله خاوره خپل امنیتي کنټرول جاري ساتي.

دا هغه قلمروونه دي چې فلسطینیان غواړي هلته یو خپلواک دولت رامنځته کړي.

په لیکل شویو اوږدمهالو اهدافو کې د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو په یو اړخیز ډول د فلسطیني دولت په رسمیت پېژندل رد کړي دي.

نتنیاهو ویلي، له فلسطینیانو سره جوړجاړی یوازې د دواړو لوریو ترمنځ د مستقیمو خبرو له لارې ممکن دی، خو هغه نه دي ویلي چې دغه فلسطیني لوری به څوک وي.

دا پیشنهاد داسې وخت برابر شوی چې نن هم عیني شاهدانو د غزې تړانګې په جنوب کې د اسراییل د هوايي حملو د دوام خبر ورکړی، چې کورونه یې په نښه کړي دي.

په غزه کې د روانې جګړې یو انځور

سره له دې چې په غزې تړانګه کې د لنډمهاله اوربند پر ټینګښت د خبرو هڅې روانې دي، مرستندویو ډلو هلته بشري وضعیت ډېر نهیلی کوونکی او ناوړه بللی دی.

د اسراییل رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد د پوځي ادارې یا موساد د مشر ډېوېډ برنیا په مشرۍ یو هیئت پاریس ته روان شو چې د حماس او اسراییل ترمنځ پر تازه اوربند خبرې وکړي.

ملګري ملتونه وايي، په غزه کې د څه باندې څلور میاشتنۍ جګړې پر مهال د غزې زیاتې برخې ویجاړې شوي او د دغه قلمرو د ۲ میلیونو او ۴ لکه اوسېدونکو ډېری یې له قحطۍ، د ناروغیو له خپرېدو او نورو کړاوونو سره مخامخ دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې یا اوچا ویلي چې د مرستو د رسېدو مخه تر ډېره نیول شوې او روانو جګړو د مرستې رسونې چارې اغېزمنې کړې دي.

د حماس ډلې تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت نن جمعه ویلي چې د اکټوبر له اوومې په روانه جګړه کې ۲۹زره ۵۱۴ فلسطینیان وژل شوي او ۶۹زره ۶۱۶ نور ټپیان شوي دي، هغه شمېرې چې خپلواکو سرچینو تایید یا رد کړي نه دي.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه توندلارې ډله حماس، یو ترویستي سازمان ګڼي.

په غزه کې دا جګړه وروسته له هغې پیل شوه، چې لومړی حماس ډلې د اکټوبر میاشتې پر اوومه پر اسراییل په حملې سره ۱۲۰۰ کسان ووژل او شاوخوا ۲۴۰ کسان یرغمل کړل.

د یوه لنډمهاله اوربند پر مهال چې ۷ ورځې یې دوام وکړ، د لسګونو فلسطیني بندیانو د خوشې کېدو په بدل کې ګڼ یرغمل شوي کسان خوشې شول.

اسراییل وايي، په غزه کې د حماس توندلارې ډلې له وسله‌والو سره لا هم ۱۳۰ کسان یرغمل دي او ګومان کېږي چې له دې جملې به ۳۰ کسان یې مړه شوي وي.