د افغان ښځو د یووالي او پیوستون غورځنګ وايي تاییدوي چې په کندوز ولایت کې د بي بي ګل محمدي په نوم د دغه غورځنګ یوې غړې چې په زهرا محمدي مستعار نوم يې فعاليت کاوه، ځانوژنه کړې ده.
د دغه غورځنګ یوې مسوولې صنم کبیري ازادي راډيو ته وویل، ۲۱ کلنې بي بي ګل محمدي د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر په ۲۹مه ځان په یوه څاه کې غورځولی و او د ډسمبر په ۳۱مه مړه شوې ده.
هغې ادعا وکړه چې د محمدي کورنۍ د طالبانو او د افغانستان د دوديزې ټولنې د وېرې له امله نهغوښتل چې د هغې د ځانوژنې موضوع رسنيزه شي.
صنم کبیري دا ادعا هم وکړه چې بي بي ګل محمدي په ۲۰۲۱ کال کې د اعتراضونو له امله د دوو ورځو لپاره نیول شوې وه چې د هغې نيول کېدل هم له رسنیو سره شريک شوي نه وو او له خوشې کېدو وروسته له کورني بندیزونو او اقتصادي فشارونو سره مخ شوه.
کبیري زیاتوي:
"له يوې خوا اقتصادي ستونزو پر هغې فشار راوړی و او له بلې خوا دوديزې ټولنې او کورنۍ پرې فشار راوړی و. ځکه چې دا نجلۍ زندان ته لاړه او هغه يې په بد نوم يادوله، پر هغې محدوديتونه دومره ډېر وو چې له ټليفون يې هم ګټه نه شوای اخيستلی، د خياطۍ او قرآن کریم د کورس په پلمه به یې په پروګرامونو کې ګډون کاوه."
اغلې کبیري ادعا کوي چې اعتراض کوونکې مېرمنې د طالبانو د حکومت په زندانونو کې شکنجه او وهل ټکول کېږي او له خوشې کېدو وروسته د ټولنې له لوري له پامه غورځول کېږي.
د هغې د معلوماتو لهمخې، بي بي ګل محمدي د طالبانو د حکومت له راتګ مخکې له ښوونځي فارغه شوې وه او د کانکور ازموينې ته يې چمتووالى نيولى و، خو د طالبانو د بنديزونو له امله په کور کې ناسته وه، چې له همدې امله چوپه خوله پاتې نهشوه او غوښتل يې د افغان مېرمنو لپاره غږ شي.
ومو غوښتل په دې اړه د بي بي ګل محمدي له کورنۍ سره هم خبرې وکړو، خو بریالي نهشولو.
د طالبانو حکومت د دې قضیې او لګول شویو تورونو په اړه کوم غبرګون نهدی ښودلی او تر دې وړاندې یې هيڅکله د اعتراض کوونکو مېرمنو نیول په رسمي توګه رد یا تایید کړي نهدي.
د ښځو د حقونو یوې فعالې نسرین حمیدي ازادي راډيو ته وویل، د طالبانو حکومت د هرې ورځې په تېرېدو سره پر ښځو محدودیتونه زیاتوي او په ټکو یې د افغان مېرمنو ژوند سختیږي.
حمیدي زیاته کړه:
"دا واقعا د خواشینۍ او تاسف ځای دی چې بي بي ګل محمدي د هغو ستونزو له امله ځانوژنه وکړه چې له زندانه وروسته دا او کورنۍ يې ورسره مخ وه، له دې ستونزو څخه د خلاصون او د خپلې کورنۍ د قربانۍ لپاره يې ځانوژنه وکړه. دا موضوع د ټولو فعالانو او اعتراض کوونکو لپاره د اندېښنې وړ ده."
هممهاله، فريډم نو د شنبې په ورځ په خپله ايکسپاڼه کې، په کندوز ولایت کې د يادې ښځينه اعتراض کوونکې د ځان وژنې په غبرګون کې، ادعا وکړه چې اعتراض کوونکې مېرمنې د عدالت غوښتنې له امله د طالبانو له تاوتریخوالي سره مخ دي.
دغه سازمان د يادې مېرمنې پر ځانوژنې خواشیني څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې د مدني فعالانو ژوند باید خوندي شي.
که څه هم د طالبانو حکومت ادعا کوي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونه خوندي دي، خو دوی د ښځو او نجونو د زدهکړو، تحصيل، کار او نورو ټولنیزو، سیاسي او کلتوري فعالیتونو له حق څخه د محرومولو ترڅنګ تورن دي چې د ښځو له لوري د خپلو حقونو او عدالت غوښتنې اعتراضونه هم ځپي.
تر دې وړاندې د بشري حقونو بېلابېلو بنسټونو داسې راپورونه خپاره کړي وو چې د طالبانو له بياځلي واکمنۍ وروسته افغان نجونې او ښځې له رواني پلوه ښه حالت کې نهدي چې له ډلې يې يو شمېر د ځانوژنې اقدام کوي.
ګارډین ورځپاڼې هم د روان کال د سنبلې په میاشت کې راپور ورکړی و چې له دولتي روغتونونو او کلینیکونو د راټولو شویو شمېرو پر بنسټ. د ۲۰۲۱ کال له اوړي راهیسې د هرات او نیمروز په ګډون د افغانستان یو پر درېیمه برخه ولایتونو کې د ښځو د ځانوژنې کچه لوړه شوې ده.