د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۹

د پخوانۍ خبریالې حسنا سادات مرموز مرګ او غبرګونونه


حسنا سادات چې پرون یې کابل کې د مرموز مرګ خبر ورکړل شو
حسنا سادات چې پرون یې کابل کې د مرموز مرګ خبر ورکړل شو

که څه هم په کابل کې د یوه خصوصي ټلوېزیون د پخوانۍ کارکوونکې حسنا سادات د وژل کېدو اصلي لامل لا نه دی معلوم، خو د هغې مرموزې وژنې د یو شمېر خبریالانو او د ښځو د حقونو او مدني فعالانو اندېښنې راپارېدلي دي.

د افغان ښځینه خبریالانو په نوم بنسټ مسوولین وايي چې دا قضیه باید په جدي او بې پرې توګه تعقیب شي.

د دې بنسټ مرستیالې مشهوده سروري د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:

"د حسنا سادات د وژنې په اړه باید وویل شي چې موږ نه پوهېږو چې هغه څنګه ووژل شوه. په ټولیزه توګه موږ غواړو چې دا قضیه په هر اړخیزه او بې پرې توګه وڅېړل شي، ترڅو د حکومت امنیتي بنسټونه دا ډول قضیې تعقیب کړي."

مېرمن سروري د طالبانو پر حکومت نیوکه کوي چې د افغان یوټیوبرې حورا سادات له مرموزې وژنې له څو مياشتو تېرېدو وروسته یې لا هم د هغې دوسیه نه ده حل کړې.

یوټیوبره حورا سادات هم څه موده مخکې کابل کې ووژل شوه
یوټیوبره حورا سادات هم څه موده مخکې کابل کې ووژل شوه

په افغانستان کې یو شمېر ښځینه خبریالانې وايي، د حسنا سادات د مړینې د خبر په اورېدو وروسته وېرې اخيستې او اندېښمنې دي.

له دغو خبریالانو څخه نیلاب رحیمي ازادي راډیو ته وویل:

"له بده مرغه، چې د مېرمن سادات د وژنې خبر مې واورېد، ټکان مې وخوړ او متاثره شوم. په پلازمېنه کې دا ډول وژنې موږ بې روحيې کوي او د خپل ځان او د خپلو کورنيو د ژوند په اړه اندېښمن کېږو."

په افغانستان کې یوې بلې ښځینه خبریالې ایمان صافۍ وویل:

"د حسنا سادات مړینه د هر چا لپاره د اندېښنې وړ خبره ده او د دې تر څنګ دا پوښتنه هم شته چې ایا د هغې مړینه ځان وژنه وه؟ یا چا پلان کړې وه؟ او یا یې دښمني درلوده؟ دا ډول مرګونه، چې لامل یې څرګند نه وي، هر څوک اندیښمنوي او د ښځو روح او روان نا آرامه کوي."

یو شمېر مدني او د ښځو د حقونو فعالانو په خپلو ايکس پاڼو د حسنا سادات د وژنې د لامل په اړه بېلابېلې څرګندونې کړي دي.

د ښځو د حقونو فعالانو ګل چهره یفتلي، زهره حقپرست او مریم عزیزي په خپلو ټولنیزو پاڼو کې ادعا کړې چې حسنه سادات د طالبانو له خوا د هغې پر کور تر ورتلو وروسته له څلورم پوړ څخه ځان غورځولی او ځان وژنه یې کړې ده.

په کابل کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند، خالد ځدراڼ
په کابل کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند، خالد ځدراڼ

خو په کابل کې د طالبانو د حکومت د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدران په خپله اېکس پاڼه دا ادعاوې رد کړي او ويلي، د عدلي طب د ازموینې پایلې ښيي چې مېرمن سادات او مېړه یې د نشې په حالت کې وو او د دې قضيې په تړاو يو تن هم نيول شوی دی.

هڅه مو وکړه چې د حسنا سادات د کورنۍ له غړو سره هم خبرې وکړو، خو بریالي نه شوو.

د حسنا سادات د مړینې خبر د جمعې په ورځ په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس شو او د هغې د جسد انځورونه هم خپاره شول.

دا په داسې حال کې ده چې افغان یوټیوبره حورا سادات هم د روان کال د سنبلې میاشتې په لومړیو کې په کابل کې ووژل شوه او د طالبانو د حکومت له ژمنې سره- سره د نوموړې د وژنې جزییات او لامل څرګند نه شول.

XS
SM
MD
LG