د کندهار سیمه‌ییز مسوولان: د هګیو د تولید فارمونه ډېر شوي

په کندهار کې د چرګانو د یوه فارم انځور

په کندهار کې د کرنې او مالدارۍ ریاست د هګیو د تولید فارمونو د زیاتوالي خبر ورکوي.

د دوی په خبره دا مهال په دې ولایت کې د هګیو د تولید ۶ لوی فارمونه شته، چې هر ورځ ۲۰۰زره هګۍ تولیدوي.

بلخوا د هګیو فارم لرونکې د طالبانو له حکومته غوښتنه کوي چې د فارمونو لپاره دې مناسبې ځمکې ورکړل شي او د هغوى د محصولاتو ملاتړ دي وکړي څو له بهرنيو هېوادونو د راورد شویو تولیداتو سره سيالي وکړي.

نور حال د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

په کندهار کې ۳۰ بې سرپرسته او اړمنو ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابره شوې