د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳ غویی ۱۴۰۰ کابل ۱۰:۵۵

افغانستان

چارواکي: ارزګان کې د تېرکال پرتله د چرګانو ۱۵ فارمونه زیات شوي

ارشیف

ارزګان کې په وروستیو کلونو کې د چرګانو د ساتنې فارمونه زیات شوي دي.

دې چارې که یوې خوا دې ولایت کې د چرګانو غوښې زیاتې کړي له بلې خوا یې ځینو کسانو ته د کار زمينه هم برابره کړې ده.

د دې ولایت مرکز د ترینکوټ ښار څخه لېرې په بېدک کاریز سیمه کې ۲۷ کلن داد محمد د چرګانو فارم لري وايي، د ۵ زرو سپینو چرګانو په پالنه بوخت دی:" دا چرګان په دوو میاشتو کې پلورل کېږي، تېر فصل مې ۴ لکه پاکستانۍ کالدارې وګټلې. ارزګان کې مخکې د چرګانو دوه فارمونه وو، اوس یې شمېر تر ۳۰ زیات شوی. "

دی وايي، دې فارم کې ورسره پنځه نور کسان هم په کار بوخت دي.

د دې ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مسولین هم وايي چې دغه ولایت کې د تېر کال پرتله ۱۵ د چرګانو فارمونه زیات شوي دي.

د دې ادارې مشر احمد شاه خیري ازادي راډيو ته وویل چې دا فارمونه به سږکال ۵۰۰ ټنه غوښه تولید کړي.

ښاغلی خیري زیاتوي، دا غوښه د ارزګان ولایت لپاره کافي نه ده او دې ولایت لا هم له کندهار او نورو ولایتونو څخه د چرګانو غوښې واردوي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

امریکا د خپلو سرتېرو د ایستلو لپاره افغانستان ته اضافي ځواکونه استوي

ارشیف، یو شمېر امریکايي سرتېري

د امریکا پوځ په پام کې لري چې د خپلو سرتېرو د ایستلو د عملیاتو لپاره افغانستان ته اضافي ځواکونه واستوي.

په منځني ختیځ کې د امریکا د پوځي قرارګاه عمومي قوماندان جنرال کېنت مک‌کنزي پرون پنجشنبه د سنا د پوځي خدماتو د کمېټې استماعیه غونډې ته وویل چې دا تدابیر به له افغانستانه د امریکا او ناټو د پوځي ځواکونو د وتلو د بهیر خوندیتوب یقیني کړي.

ولسمشر جو بایډن د اپرېل په ۱۳مه اعلان وکړ چې امریکايي ځواکونه به د مې په لومړۍ نېټه له افغانستانه وتل پیل کړي او دا بهیر به د سپټمبر تر ۱۱مې بشپړ شي.

په همدې ورځ د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ هم اعلان وکړ چې ناټو به خپل ځواکونه په همدې نېټو له افغانستانه وباسي.

اوس‌مهال د امریکا دوه‌نیم زره او د ناټو شاوخوا اووه زره سرتېري په افغانستان کې دېره دي.

حنیف اتمر د افغان سولې په اړه نن له خپل پاکستاني او ترکي سیالانو سره ګوري

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر

په پام کې ده چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د سولې د ټینګښت د هڅو په ترڅ کې نن له خپلو پاکستاني او ترکي سیالانو سره وګوري.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حامد تهذیب پرون پنجشنبه ازادي راډیو ته وویل چې محمد حنیف اتمر به له شاه محمود قریشي او مولود چاووش اوغلو سره په کتنه کې د سولې پر اړوندو مسایلو بحث وکړي.

ښاغلی تهذیب وايي: "په پام کې ده په دې غونډه کې د درېیو مواردو، د افغانستان د اسلامي دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو د بیا پیل، د سولې بهیر د ملاتړ لپاره د اجماع د پیاوړي کولو او په دې برخه کې د پاکستان او ترکیې د ونډې او همداراز د درېیو واړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په اړه بحث وشي."

ټاکل شوې وه چې د افغانستان د سولې د هڅو د سمون لپاره د اپرېل په ۲۴مه نېټه په استانبول کې یوه مهمه غونډه جوړه شي، خو دا غونډه وروسته له هغه لغوه شوه چې طالبانو په‌کې له ګډون څخه ډډه وکړه.

ترکي چارواکو ویلي دي چې ښايي له کمکي اختر وروسته دا غونډه جوړه شي.

افغانستان کې د کرونا ویروس د پرمختللې بڼې ۲۰۷ نوې پېښې ثبت شوې

ارشیف، د کابل په افغان-جاپان روغتون کې په کرونا ویروس د یوه اخته ناروغ درملنه

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د کرونا ویروس د نوې پرمختللې بڼې د ۲۰۷ نویو مواردو خبر ورکوي.

د روغتیا وزارت ویاند میرویس علیزي تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې د 'کووېډ-۱۹' دا پېښې د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې ثبت شوي، خو تلفات نه‌لري.

ښاغلی علیزی زیاتوي: "د کرونا ویروس د نوي ډول پېښې تر اوسه په ۱۱ ولایتونو کې مثبتې دي. دا ویروس اوس مهال په هېواد کې په ګرځېدو دی. زیاتره پېښې یې په ننګرهار ولایت کې دي، خو له نېکه‌مرغه قربانیان تر اوسه نه‌لرو."

ښاغلي علیزي د کرونا د نوې او پخوانۍ بڼې د توپیر په اړه وویل چې د نوې بڼې د سرایت سرعت ډېر، خو د ناروغۍ وخامت په‌کې کمزوری دی.

د افغانستان هوايي ډګرونو کې د نشه‌يي موادو ۷ قاچاقبر ونيول شول

ارشیف، کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر

د افغانستان په هوايي ډګرونو کې د نشه‌يي موادو اووه قاچاق کوونکي ونيول شول.

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې معينيت کارکوونکو د بلخ ولايت په جلال‌الدین محمد بلخي هوايي ډګر کې پنځه تنه په داسې حال کې ونيول چې تر دوو کيلوګرامو ډېر هيروئين‌يې په خپلو خېټو کې پټ کړي او غوښتل‌يې چې هند ته‌يې قاچاق کړي.

د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين ازادي راډيو ته وويل: "په دوهم اقدام کې تر دوو کيلوګرامو ډېر هيروئين د حامد کرزي په نړيوال هوايي ډګر کې په داسې حال کې ونيول شول چې هند ته قاچاق کېدل."

کابل ښار کې ۷۰ معتادین د درملنې لپاره روغتيايي مرکزونو ته يووړل شول

ارشیف، له کابل ښاره د معتادینو راټولول

له کابل ښار څخه ۷۰ معتادین راټول او د درملنې لپاره روغتيايي مرکزونو ته يووړل شول.

په کابل کې د معتادينو د ابن سينا په نوم د معتادينو د زر بستريز روغتون رئیس محمد ظاهر سلطاني ازادي راډيو ته وويل: "د نشه‌يي موادو غوښتنې کمولو رياست د پولیسو په همکارۍ ۷۰ معتادين په اتمه ناحيه کې له مرنجان تپې څخه راټول او د درملنې لپاره‌يې د ابن سينا روغتيايي مرکز ته يووړل."

د يادونې وړ ده چې د روان شمسي کال له پيل څخه بيا تر اوسه پورې دا دوهم ځل دی چې معتادين د درملنې لپاره روغتيايي مرکزونو ته وړل کېږي.

پنجشېر کې د ۵۰ کیلو ګرامه چرسو د قاچاق مخه ونیول شوه

ارشیف، افغانستان کې نیول شوي چرس

د پنجشېر ولایت پولیسو په دوو جلا جلا عملياتو کې د چرسو د قاچاقو مخه ونیوله.

په لومړیو عملياتو کې ۴۰ کيلو ګرامه چرس چې په يوه ټونس موټر کې بار شوي او په پام کې وه چې له پنجشېر ولايت څخه دباندې قاچاق کړل شي، د دې ولايت په مرکز کې د موټرو د تلاشۍ پر مهال ونيول شول.

د کورنيو چارو وزارت له نشه‌يي موادو سره د مبارزې معينيت ازادي راډيو ته وويل: "په دوهمو عملياتو کې ۱۰ کيلوګرامه چرس په يوه سراچه موټر کې داسې مهال ونيول شول چې په پام کې وه ګاونډي ولايت ته قاچاق کړل شي."

د دې نشه‌يي موادو د قاچاق په تور دوه موټر چلوونکي هم نيول شوي دي.

ننګرهار کې دوه تنه د ۶۴ کيلو ګرامه نشه‌يي موادو د قاچاق په تور ونیول شول

ارشیف، ننګرهار کې دوه تنه نیول شوي کسان

په ننګرهار ولايت کې دوه قاچاق کوونکي داسې مهال ونيول شول چې تر ۶۰ کيلو ګرامو ډېر نشه‌يي مواد يې قاچاق کول.

د ننګرهار ولايت په سرخ رود ولسوالۍ کې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو عمليات وکړل چې په نتيجه کې يې ۶۴ کيلو ګرامه چرس ونيول شول.

د ننګرهار امنیه قوماندان جمعه ګل همت رسنیو ته وويل چې دا مواد له يوه ګاونډي ولایت څخه ننګرهار ولايت ته راوړل شوي او په پام کې وه چې له هېواد څخه دباندې قاچاق کړل شي.

د پاکستان لوی درستیز: په افغانستان کې سوله د پاکستان سوله ده

د پاکستان لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه

د پاکستان لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه یو وار بیا وویل چې په افغانستان کې سوله د پاکستان سوله ده.

د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي څانګې د راپور له مخې، جنرال باجوه دا خبره نن په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ په مرکزي دفتر کې د افغانستان له سفیر نجیب‌الله علیخېل سره په کتنه کې وکړه.

د پوځ له خبرپاڼې سره سم، باجوه ټینګار وکړ چې یوازنی هدف‌یې دا دی چې په افغانستان کې سوله وشي او دا هېواد خپلواک، ولسواک، باثبات او سوکاله وي.

د غزني د ده یک ولسوالۍ سرپرست امنیه قوماندان ووژل شو

ارشیف، غزني کې یو شمېر افغان پولیس د عملیاتو پر مهال

د غزني د ده یک ولسوالۍ سرپرست امنیه قوماندان د دولت له وسله‌والو مخالفانو سره په نښته کې ووژل شو.

د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه‌زاده د دې پېښې په اړه ازادي راډیو ته نن وویل: "د ده‌یک سرپرست امنیه قوماندان ساتنمن جاوېد تېره شپه له وسله‌والو طالبانو سره په جګړه کې ووژل شو."

جمعه‌زاده همداراز وویل چې په دې نښته کې د غزني د مرکز د لومړۍ امنیتي حوزې امر جاوېد خلجی ټپي شوی دی.

د ده په وینا طالبانو ته هم درنه مرګ‌ژوبله اوښتې، خو د تلفاتو د دقیق شمېر په اړه څه نه‌شي ویلی.

له څو ورځو راهیسې د غزني په قره‌باغ، مقر، اب بند او ده‌یک ولسوالیو او د غزني د مرکز په ارزو سیمه کې سختې جګړې روانې دي.

دیبرا لاینز: د سولې د خبرو لپاره ښه فرصت چمتو شوی 

د افغانستان لپاره د ملګروملتو ځانکړې استازې دیبرا لاینز

د افغانستان لپاره د ملګروملتو ځانکړې استازې دیبرا لاینز چې قطر کې له ښکېلو خواوو سره له څو ورځې خبرو وروسته بېرته کابل ته راغلې وايي چې د سولې د خبرو لپاره ښه فرصت برابر شوی دی.

دې نن (پنجشنبه د غویي په دوهمه نېټه)پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د سولې د خبرو له لارې د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره به په هلوځلو کې ځنډ رانه ولي.

اغلې لاینز همدا راز ویلي چې ملګري ملتونه د افغانستان د اسلامي جمهوریت او د طالبانو له استازو سره خبرو ته دوام ورکوي چې د پر له پسې خبرو له لارې په دې هېواد کې تلپاتې سوله وشي.

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د چرګانو ۶ زره فارمونه جوړوي

د هېواد په کچه د چرګ پالنې څه باندې نهه زره فارمونه فعالیت لري

د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې سږکال د هګیو د چرګانو نږدې شپږ زره فارمونه جوړوي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن پنجشنبه (د غويي ۲مه) ازادي راډیو ته وویل، د خلکو په ګډون د کرنې او مالدارۍ پروژې په مرسته به په یو شمېر ولایتونو کې پنځه زره او ۸۰۴ مېرمنو ته پنځه زره او ۸۰۴ د هګیو چرګانو ۳۰ او ۶۰ قطعه یي فارمونه جوړ کړي.

نوموړی زیاتوي چې د شمېرو له مخې اوس مهال د هېواد په کچه د غوښینو، هګیو او تکثیري چرګ پالنې نهه زره او ۲۴۷ لوی او واړه فارمونه فعال دي.

په دغو فارمونو کې د هګیو چرګانو درې زره او ۵۲۰ فارمونه، د غوښینو چرګانو پنځه زره او ۷۲۳ فارمونه او د چرګانو څلور تکثیري فارمونه شامل دي.

کرونا؛ د اسیا پراختیایي بانک، افغانستان سره ۵۰ میلیونه ډالره مرسته کوي

افغانستان کې یوه روغتیاپال ته د کرونا ضد واکسین پلی کیږي

د افغانستان د مالیې وزارت وايي چې د اسیا پراختیايي بانک په دې هېواد کې د کرونا واکسین تطبیق د ملاتړ لپاره ۵۰ میلیونه ډالرو مرسته تصویب کړه.

د دغه وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، افغانستان به دغو مرستو ۶ میلیونه ډوزه خوندي او باکیفیته واکسین وپېري.

د اسیا پراختیايي بانک غړیو هېوادونو لپاره له کرونا سره د مبارزې په هدف ۹ میلیارده امریکايي ډالر ځانګړي کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د امریکا متحده ایالاتو هم له افغانستان سره د ۳۰۰ میلیونه ډالره ملکي مرستو اعلان کړی دی.

له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل او د امریکايي قوماندانو غوښتنې

افغانستان کې یو شمېر امریکايي سرتیري

امریکایي قوماندانان په خوندي توګه له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو لپاره له پنټاګونه په سیمه کې د یوې الوتکې وړونکې کښتۍ د ځای پرځای کولو غوښتنه کوي.

دا خبره یوه امریکایي چارواکي پرون رویټرز خبري اژانس ته کړې.

دغه چارواکي د خپل نوم نه ښودلو په شرط دې اژانس ته ویلي چې د امریکا دفاع وزیر لوېډ اسټن تراوسه دغه غوښتنه نه ده منظور کړې، خو تمه ده چې په نژدې ورځو کې به په دې اړه پرېکړه وکړي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن تېره اوونۍ اعلان وکړ چې متحده ایالات به خپل ټول ځواکونه د سېپټمبر تر ۱۱مې له افغانستانه وباسي.

په اوس وخت کې دوه نیم زره امریکایي ځواکونه په دې هېواد کې دېره دي.

د رویټرز د راپور له مخې دا معمول ده چې په حساسو ماموریتونو کې چې کله امریکا له بهرنیو هېوادونو خپل پوځیان باسي، پوځ یې د ایستلو د بهیر د خوندیتوب لپاره الوتکې وړونکې او نورې جنګې کښتۍ ځای پرځای کوي.

د امریکا د مرکزي قواوو قوماندانۍ چې په افغانستان کې پوځي ماموریت یې تر څارنې لاندې دی، تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د دې قوماندانۍ مشر جنرال کینټ مککنزي د روانۍ اوونۍ په پیل کې د امریکا د کانګرس غړیو ته ویلي و چې پوځ به د ځواکونو د ایستلو بهیر خوندي کړي.

افغان ولسمشر د مرستو له امله د استونیا له ولسمشرې مننه وکړه

د افغانستان او استونیا جمهور رئیسانو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

افغان ولسمشر اشرف غني له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د استونیا د مرستو په خاطر د دې هېواد له ولسمشرې کرستي کالیولاید څخه مننه وکړه.

مېرمن کرستي چې کابل ته په رسمي سفر تللې، پرون یې په ارګ کې له ولسمشر غني سره وکتل.

د جمهوري ریاست د ټویټرپاڼې له مخې دواړو ولسمشرانو د افغانستان او استونیا ترمنځ د اړیکو د پراختیا او له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو د پرېکړې او دغه راز له نړیوالې ټولنې او ناټو سره د افغانستان د اړیکو د یوه نوي باب د پرانیستلو په اړه خبرې وکړې.

ولسمشر غني له افغانستان سره د استونیا د مرستو د مننې ترڅنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په تېره بیا د ډیجیټال کېدو برخه کې د دې هېواد د همکارۍ د زیاتوالي غوښتنه وکړه.

ولسمشر غني کندهار ته په سفر کې د مهمند روغتون پرانېست

جمهور رئیس غني وویل، د مهمند نړیوال روغتون جوړېدل د کمال خان په څېر د ټولو افغانانو لپاره د وياړ خبره ده

افغان ولسمشر اشرف غني کندهار ته په سفر کې نن پنجشنبه (د غويي ۲مه) د مهمند روغتون پرانېست.

ولسمشر غني نن سهار د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کندهار ته تللی.

د جمهوري ریاست د وېب پاڼې له مخې ولسمشر به دغه سفر کې د مهمند روغتون په پرانیستلو سربېره د ارغنداب ولسوالۍ له جګړه ځپلو، د کندهار له قومي مشرانو، مخورو او د دې ولایت له ملکي او پوځي چارواکو سره جلا جلا کتنې ترسره کړي.

ولسمشر غني وروستی ځل د تېر کال په لیندۍ میاشت کې کندهار ته تللی و.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG