د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۹

ننګرهار کې د چرګانو لږترلږه ۴۰ سلنه فارمونه سقوط شوي


ارشیف، د چرګانو یو فارم
ارشیف، د چرګانو یو فارم

په ننګرهار کې د اومو موادو د بیو د لوړېدو او له پاکستان څخه د چرګانو د وارداتو له کبله اکثره فارمونه بند شوي او شااوخوا یو نیم زر کسان وزګاره شوي دي.

په ننګرهار کې د چرګانو د فارمونو اتحادیه وايي چې د اقتصادي بحران او د موادو د بیو د لوړېدو له کبله د دغه ولایت لږترلږه ۴۰ سلنه فارمونه سقوط شوي دي.

د ننګرهار د چرګانو د فارمونو اکثره خاوندان وايي چې فارمونه‌یې بند کړي او کارګر یې رخصت کړي دي.

خو د دغه ولایت د چرګانو د فارمونو د اتحادیې رئيس حسیب‌الله تره‌کي ازادي راډیو ته وویل چې په سلو کې ۴۰ فارمونه تړل شوي دي.

ده د چرګانو د فارمونو د تړل کېدو د دلیل په اړه وویل: "یو خو په افغانستان کې اقتصادي بحران دی، دوهمه خبره دا ده چې موږ په افغانستان کې د یو ورځنیو چرګوړو تولید نه‌لرو او له ګاونډیو هېوادونو یې راوړو، په پاکستان کې د چرګوړو قیمتونه لوړ شوي او دا یوه اوونۍ خو له پاکستانه نه‌راځي، په نړۍ کې د خامو موادو د بیو لوړېدو هم اغېز کړی دی."

دی دا هم وايي چې له پاکستانه تیار لوی چرګان راوړل کېږي او په داسې حال کې چې د افغاني فارمونو خاوندانو ته دانه ګرانه تمامېږي له پاکستان سر ه رقابت نه‌شي کولای.

دې ته ورته په کونړ کې هم د چرګانو کڼ فارمونه وروسته له دې چې طالبان واک ته رسېدلي، سقوط شوي دي.

په کونړ کې د فارمونو خاوندان وايي چې پخوا یې نه‌یوازې په خپله د چرګانو له درکه ښه ګټه وټه لرله، بلکې ډېرو کسانو ته‌یې د کار زمینه برابره کړې وه، خو اوس پوروړي دي.

د کونړ یو فارم لرونکی مختار وايي: "پوروړي رانه پیسې غواړي او اوس زه په خپله له خپلو پوروړو سره کارګر یم."

په کونړ کې له ۳۵۷ فارمونو څخه ۱۵۰ بند شوي او نور هم د بندېدو له خطر سره مخامخ دي.

XS
SM
MD
LG