د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۹

پاکستاني زهري خوراکې په کندهار کې ۱۵زره چرګان وژلي


زهري خوراکې موادو په کندهار کې د چرګانو د یوه فارم شاوخوا پنځلس زره چرګان وژلي چې؛ له امله يي د فارم دغه فابریکه سقوط شوې.

د چرګانو د تولید د سقوط شوې فابريکې مسوول حاجي عبيدالله وايي چې؛ د سلګونو زرو ډالرو په ارزښت يي فابريکې ته داسې ماشينونه راوړي وو، چې کولای يې شوای په درېيو اوونيو کې يو سلو لس زره چرګان توليد کړي.

د نوموړي په وینا د زهرجنې خوراکې له امله يې پنځلس زره او دوه سوه چرګان وژل شوي، چې پنځه سوه په کې هګۍ اچوونکې چرګې وې چې؛ هرې یوې يي پنځوس امریکايي ډالره بیه درلوده.

د حاجي عبیدالله په وینا د چرګانو دغه خوراکه د پاکستان څخه راوړل شوي وه:

"موږ دا خوراکه چې؛ د پاکستانه راغلي وه چرګانو ته مو ورکړه چې؛ ټوله مړه شول."

حاجي عبیدالله د کندهار د کرنې او مالدارې رياست ګرم بولي چې؛ د پاکستان څخه د راوړل کېدونکې موادو د تجزيې او کېفيت مالومو په برخه کې توجو نه کوي.

خو په کندهار کې د کرنې او مالدارۍ رياست وايي، دوي تر اوسه نه دي خبر چې؛ پاکستان د افغانانو د چرګو فارمونو ته لېږلې خوراکه په زهرو لړلې ده.

دوي وايي، زيات وخت د فارمونو څښتنان دغه مواد په خپل سر په قاچاقي توګه راوړي.

راپور: محمدصادق رښتینی
XS
SM
MD
LG