د طالبانو د حکومت لخوا د ژبو د عالي شورا جوړیدل؛ د ادبیاتو یو شمېر استادان: ښه ګام دی، خو مسلکي کسان پکې نه لیدل کیږي

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لوحه - ارشیف

د ژبو او ادبياتو يو شمېر استادانو د طالبانو د اطلاعات او کلتور وزارت له‌خوا د ژبو د عالي شورا د جوړېدو هرکلی کړی، خو دوی اندېښنه ښېي چې د مسلکي کسانو په نه‌شتون کې به د ژبو په معياري کېدو کې د لهجو انډول مراعت نه‌ شي او دې سره به د یادې شورا کار اغېزمن نه وي.

پوهنمل دکتور نوراحمد اېمل چې د روسيې په کوبان دولتي پوهنتون کې يې د ژب‌پوهنې په برخه کې دکتورا کړې وايي، د يوې ژبې په معياري کېدو کې د ټولو لهجو مطالعه او ترې ګټه اخيستل مهم دي.

نوموړي ازادي راډيو ته وويل:

"د ژبو د ارزښت او بډاينې لپاره د ژبو د عالي شورا رامنځته کېدل يوه اړتيا ده، اوس خبره دا ده چې د دې کار ډول څنګه دی؟ په کوم ډول ورته کار کېږي؟ غړي يې څوک دي؟ دا مهمه ده. کله چې د ژبې د معياري کېدو لپاره هڅه کېږي د لهجو او د مختلفو سيمو د لهجو د ژب‌پوهانو ترمنځ تعادل په‌کې مراعت شي."

ښاغلی اېمل وايي، د يوې ژبې د ليرې پرتو سيمو په ګړدودونو کې داسې کلمات او اصطلاحات شته چې د ژبې په معياري کېدو کې مهم رول لري.

د یادونې ده چې پر افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو ورسته ديری د پوهنتون استادان او لیکوال له افغانستان ووتل، چې په کې د ژبپوهنې اړوند کدرونه هم شامل وه.

په ورته وخت کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي پخوانۍ رئيسه او د ياد پوهنځي د دري ادبياتو د ډېپارټمنټ غړې پوهنوال دکتور راحله حميدزۍ د يادې شورا جوړېدل يو مثبت ګام بولي خو وايي، د ټولو ژبو مسلکي استازي بايد ياده شورا کې ګډون ولري، ترڅو د اړونده ژبې لپاره يې کار اغېزمن تمام شي.

هغې ازادي راډيو ته وويل:

"يوازې پښتو او دري ژبو ته نه؛ بلکې د افغانستان ټولو ژبو ته چې د ورکېدو له ګواښ سره مخامخې دي، بايد پاملرنه ورته وشي، هره ژبه په‌دې شورا کې بايد يو استازی ولري او هڅه دې وشي چې ټولې ژبې او د ژبو اړونده لهجې ثبت شي او د افغانستان د ژبو يو اطلس دې جوړ شي."

دا چې د ژبو عالي شورا اصلي موخه څه ده، په جوړښت کې څوک شامل دي او ايا د ټولو ژبو ژب‌پوهان او مسلکي کسان په‌کې شته که نه، په‌دې اړه مو هڅه وکړه چې د طالبانو د اطلاعات او کلتور وزارت د مسؤلينو نظر ولرو، خو ونه توانېدو.

د طالبانو د حکومت یو شمېر فرهنګي چارواکي - تصویر له ارشیفه

خو ياد وزارت نن د خپل وټس‌اپ ګروپ له لارې يو راپور خپور کړی او په‌کې يې ليکلي چې د ژبو عالي شورا نن د دغه وزارت د کلتور او هنر معين مولوي عتيق الله عزيزي په مشرۍ خپله لومړۍ ناسته وکړه.

په راپور کې د مولوي عتيق الله عزيزي له قوله ويل شوي چې له يادې شورا يې موخه د افغانستان د ژبو د بډاينې لپاره کار کول دي.

پرون د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس پر خپل ايکس‌پاڼه ليکلي وو چې د طالبانو د رییس الوزرا په امر د ژبو عالي شورا رامنځته شوې، څو د افغانستان د ژبو د بډاينې لپاره کار وکړي.

په خبر کې راغلي وو چې دې په دې شورا کې د طالبانو تر واک لاندې د پوهنې وزارت، د افغانستان علومو اکاډمۍ، د اطلاعات کلتور وزارت، لوړو زده‌کړو وزارت او ازادو ليکوالو او ژب‌پوهانو استازي شامل دي.

د یادونې ده چې د تېرې پېړۍبېلابېلو واکمنیو د ژبو د معياري کېدو لپاره بېلابېلې ټولنې رامنځته شوي چې ځینې بیرته له منځه تللي.

د طالبانو حکومت یاده شورا داسې مهال رامنځته کړې چې د دوی له بیا واکمنیدو سره د افغانستان د یو شمېر دولتي بنسټونو؛ په ځانګړي ډول پوځي هغو نومونه نوي او په عربي ژبه شول.

یو شمېر فرهنګي فعالانو د طالب چارواکو پر دغې کړنې نیوکې کړې وې، خو دوی تر اوسه د داسې بدلونونو په اړه ځواب نه دی ویلی.

د ويکيپډيا د مالوماتو له‌مخې، افغانستان کې اوس‌مهال ۴۲ژوندۍ ژبې شته چې د بېلابېلو سيمو اوسېدونکي پرې خبرې کوي چې له دې ډلې يې پښتو او دري د دې هېواد رسمي ژبې بلل کېږي.

تر پښتو او دري وروسته ازبکي، بلوڅي، پشه‌يي او ترکمني هغه ژبې دي چې افغانستان کې ډېر خلک خبرې اترې پرې کوي.