د هرات د زلزله ځپلو حال؛ تصویري راپور

دوه زلزله ځپلي په یوه ویجاړ شوي کور کې سره ناست دي

د هرات د زنده جان ولسوالۍ یو شمېر اوسیدونکي د خپلو ویجاړو شویو کورونو د سپړلو پر مهال

د هرات د زنده جان ولسوالۍ د سربلند کلي یو شمېر ماشومان ، چې په زلزله کې د کورونو له ویجاړیدو وروسته یې په ډاګ میدان کې ملاست دي.

یو شمېر نور خلک هڅه کوي، چې په زلزله کې خپل لاندې شوي کورونه را وسپړي
دا هم د زنده جان ولسوالۍ یو شمېر اوسیدونکي د خپل یوه خپلوان ماشومان جسد ته ناست دي
د زنده جان ولسوالۍ دا کلی په بشپړ ډول زلزلې ویجاړ کړی
طالب چارواکو ویلي، چې د شنبې ورځې زلزلې د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې ۲۰۵۳ تنه مړه او تر ۹ زرو زیات نور ټپیان کړي دي.
دا د زلزلې شېبې دي، چې هرات ښار کې سلګونه کسان د ځان ژغورلو لپاره پر سړکونو منډې وهي