د امریکا حکومت تازه تللیو افغانانو ته د استوګنې لنډمهاله اسناد ورکوي

ارشیف: د کابل له هوايي ډګره د امریکا د تخلیې پروګرام څخه یو انځور

د امریکا متحده ایالات په امريکا کې په زرګونه افغان کډوالو ته، چې په تېر یو نیم کال کې دغه هېواد ته تللي، د لنډمهاله استوګنې اجازه ورکوي.

د امریکا متحدو ایالتونو اعلان کړی چې هغو زرګونو افغان کډوالو ته چې د ۲۰۲۲ کال د مارچ له ۱۵ وروسته او د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر تر ۲۰ مخکې دغه هېواد ته ننوتي، د لنډمهاله خوندي استوګنې اجازه ورکوي.

د پنجشنبې په ورځ د متحده ایالاتو د کورني امنیت وزارت په یوه اعلاميه خپره د ياد وزارت د وزیر الیژاندرو مایورکس په حواله ويلي چې ياد افغان کډوال کولی شي د کارى د غوښتنليک په وړاندې کولو د 2023 کال د نومبر له 21 څخه د 2025 د می تر 20 پورې د 18 میاشتو لپاره د خپل استوګنې او کار موده وغځوي.

اليژاندر مایوریکس زياته کړې چې ياد پروګرام په افغانستان کې د وسله والو جګړو او ځانګړو شرایطو له امله تمدیدوي چې د افغانانو د خوندي ستنېدنې مخه یې نیولې ده.

په ياده پروسه کې ۱۴۶۰۰ هغه افغانان چې د ۲۰۲۲ کال د مارچ له ۱۵مې او د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر تر ۲۰مې مخکې د امريکا هېواد ته ننوتي شامل دي.

خو د یادونې ده چې دا پروګرام افغان کډوالو ته د اوږد مهاله استوګنې یا په دغه هېواد کې د تابعیت حق نه ورکوي، خو دا پروګرام به هغوی دغه هېواد نه له ويستلو وژغوري او په امریکا کې به د کار کولو اجازه ورکړل شي.

خو یو شمېر افغانان چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته امریکا ته تللي په دغه هېواد کې د خپل نامعلوم برخلیک په اړه اندېښمن دي او استدلال کوي چې دوی د دایمي ملاتړ مستحق دي.

په امریکا کې له دغو کډوالو څخه یو هم خوشحال ځلاند دی.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل: "کوم کډوال چې نوي دلته راغلي اندېښنه لري چې که له ١٨ مياشتو وروسته يې بيا هم کېسونو کې ستونزه پيدا شي څه به وکړي، بيا به وخت ورکړي، خداى مه کړه ډيپورټ مو نه کړي، خو له بلې خوا ځينې له دې امله خوښ دي چې دوى ته به په امريکا کې د پاتې کېدو تل پاتې ويزې 'ګرين کارټ' خو ناهيلي هم دي."

په امریکا کې یوه افغانان ټولنيزه فعاله زهرا نظامي بيا په بل باور ده.

نوموړې وايي چې ياد پروګرام په دې هېواد کې افغانان لا سرګردانه کړي.

دې ازادي راډیو ته وویل: "د اوس لپاره دا د افغان کډوالو د سانتې لپاره يو دايمي تمديد نه دى دا په امریکا کې د مېشتو افغانانو چې په کمپونو کې پراته دي سرګردانۍ لا ډېروي، په خپله امریکا کې د دوی برخلیک معلوم نه دی چې دا هېواد به یې ومني او که نه. په ورته وخت کې ډېرى کډوال په پاکستان او متحده اماراتو کې بې برخلیکه پراته دي."

یو شمېر افغانان چې امریکا ته د کډوالۍ کېسونه لري خو لا هم په درېيمو هېوادونو کې دي او دې هېواد ته د تګ لپاره د خپلو کېسونو پړوانه بشپړوي شکایت لري چې دا بهیر ډېر پڅ روان دی.

په پاکستان کې یوې افغانې مېرمنې چې نه يې غوښتل نوم يې په راپور کې واخيستل شي ازادي راډيو ته وویل: "هغوى چې اوس په ايران، پاکستان او نورو هېوادونو کې پاتې دي د پوليسو له لوري هره ورځ ځورول کېږي ان بنديان کېږي هم او له شپږو مياشتو وروسته ډيپورټ کېږي، دا يوه ډېره جدي ستونزه ده هغو ټولو لپاره چې ژوند يې له ګواښ سره مخ دى. مونږ غواړو چې ژرترژره دې زمونږ کېسونه پشپړ شي تر څو وکولى شو چې د ځان او کورنۍ ژوند وژغوړو."

د ۲۰۲۱ کال په اګست مياشت کې د جمهوری نظام تر ړنګېدو ورسته زرګونه افغانان د تخلیې پروګرام له لارې امریکا ته ولېږدول شول او یو شمېر ډېرو دوی ته لنډمهاله بشري ویزې ورکړل شوې.

د دې ويزو په ورکړې سره زیانګالي افغان کډوال کولى شي چې يوازې دوه کاله په امريکا کې پاتې شي خو دا ويزې د دوى د دايمي تابعيت او په امريکا کې د تلپاتې استوګنې حق نه ورکول کېږي.

په داسې حال کې چې سپينې ماڼۍ او د امریکا د دفاع وزارت تل د کابل له هوايي ډګر څخه د خپلو افغان همکارانو د لېږد له بهیر دفاع کړې او ویلي یې دي چې په ۱۵ ورځو کې یې شاوخوا ۷۷ زره افغانان امریکا ته لېږدولي چې ډېری یې لنډمهالې ویزې او په ياد هېواد کې د کار اجازه لري.