تېره ورځ د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) په افغانستان کې د بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره د ۱.۳ میلیارد ډالرو بودجې د نشتوالي خبر ورکړ.
اوچا په افغانستان کې د بشري اړتیاو د کچې د لوړېدو په اړه هم خبرداری ورکړ او ویې ویل، که بودجه ورته ونه رسېږي، نو د سپتمبر په میاشت کې به د خوراکي توکو مرستې له ۵ میلیونو څخه ۳ میلیون ټنو ته راښکته شي.
د دغه سازمان په راپور کې ویل شوي، چې که مرستې دوام ونه کړي، د ژمي په موسم کې به زیانمنې افغانې کورنۍ له لوږې، ناروغۍ او حتی له احتمالي مرګ سره مخ شي.
اوچا په تېرو څو کلونو کې پرلهپسې جګړې او وچکالۍ له هغو لاملونو څخه یاد کړي چې افغانان يې بشري مرستو ته اړ کړي.
د OCHA د راپور پر بنسټ، دې ادارې تر اوسه د ۲۰۲۳ کال لپاره د خپلې اړتیا وړ بودجې ۲۵ سلنه ترلاسه کړې، دا د هغو خلکو د اړتیاو د پوره کولو لپاره کافي نهده چې پر بشري مرستو تکیه کوي.
دغه سازمان زیاته کړې، چې له مارچ څخه تر اپریل پورې په افغانستان کې د هغو کسانو شمېر چې بشري مرستې ورسره شوي، له ۱۳ میلیونو څخه ۹ میلیونو ته راښکته شوی او په می میاشت کې دغه شمېر ۵ میلیونه تنو ته راټيټ شوی دی.
دغه شان ۲۶۲ ثابت او ګرځنده روغتیايي مرکزونه په افغانستان کې د بودجې د نشتوالي له امله اړ شوي چې خپل خدمتونه بند کړي چې له امله یې روغتیايي خدمتونو ته د ۲ میلیونو خلکو لاسرسی اغېزمن شوی دی.
اوچا لیکي، که په اګست میاشت کې بویجه ورته ونه رسېږي، ۲۸۰۰ ټولنيز ټولګي به وتړل شي، چې ۱۴۱ زره ماشومان چې ډېری یې نجونې دي، په دغو ټولګیو کې زدهکړې کوي.
همدې حال کې یو شمېر خلک د بشري مرستو د کمولو یا بندېدو په اړه اندېښنه لري.
ثنا هغه ښځه ده چې وايي، مېړه یې ۱۸ کاله وړاندې وژل شوی او اوس بشري مرستو ته سخته اړتیا لري.
نوموړې زياته کړه، په دې وروستيو مياشتو کې يې د خوړو نړيوال پروګرام (WFP) لهخوا مرستې ترلاسه کولې، خو په دې وروستيو کې له دغو مرستو څخه هم بې برخې شوي.
هغې ازادي راډیو ته وویل:"زه ناروغه هم یم، باور وکړه، د درملنې لپاره پیسې نهلرم، شپه او ورځ خپلې ډوډۍ ته اړتیا لرو، شاید زما په څېر په زرګونو نورې کونډې هم وي، موږ به د WFP څخه د یو څه وخت لپاره يا ۴ مياشتې مرسته ترلاسه کړي وي. له بده مرغه، هغه مرسته هم بنده شوې، موږ ډېره اړتيا لرو، ډېر خفه يو."
د کابل اوسېدونکې مينه هم وايي، چې د کار د نشتوالي له امله ګڼې کورنۍ بشري مرستو ته اړتيا لري.
هغې وويل: "دا مهال بشري مرستو ته ډېره اړتيا ده، که دا مرستې کمې شي او له خلکو سره مرسته ونهشي، خلک په ناوړه اقتصادي وضعيت کې دي او په ډېر بد حالت کې به وي."
بشري مرستو ته د افغانانو اړتيا وروسته له هغه ډېره شوه، چې طالبان د دويم ځل لپاره پر افغانستان واکمن شول.
د ملګرو ملتونو د دفترونو په ګډون په نادولتي مؤسسو کې د ښځو پر کار د دوی له بندیز لګولو وروسته افغانستان ته د بشري مرستو اندازه کمه شوه او دې کار د افغانانو اړتیا نوره هم زیاته کړه.