'جوزیف بورېل' په اروپا کې قرانکریم ته د سپکاوي وروستي اعمال وغندل

د اروپایي ټولنې د امنیتي چارو او بهرني سیاست مشر جوزیف بورېل

د اروپایي ټولنې د امنیتي چارو او بهرني سیاست مشر جوزیف بورېل په اروپا کې قرانکریم ته د سپکاوي وروستي اعمال وغندل او ویې ویل چې قران یا بل هر سپېڅلي کتاب ته سپکاوی، بې حرمتي، بې احترامي او ښکاره لمسونه ګڼل کېږي.

بورېل نن چهارشنبې په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي چې تنوع ته درناوی د اروپایي ټولنې یو اساسي ارزښت دی او زیاتوي چې په دې کې د نورو مذهبي ټولنو درناوی هم شامل دی.

هغه وویل، اروپایي ټولنه په کور دننه او بهر د مذهبي یا د عقیدې او د بیان د ازادۍ ملاتړ کوي، خو د ده په خبره هرهغه څه چې قانوني دي، اخلاقي نه دي.

هغه ویلي: "اوس یې وخت دی چې د ګډ تفاهم او درناوي لپاره په ګډه ودرېږو او زیاتوي، د افرادو له خوا لمسونکي دغه اعمال یوازې د هغو ګټې خوندي کوي چې غواړي په موږ او ټولنو کې مو اختلافات رامنځته کړي."

نوموړی دغه څرګندونې وروسته له هغې کوي چې څو ورځې وړاندې د ډنمارک په پلازمېنه کوپنهاګن کې یوه کس د عراق د سفارت مخې ته د قرانکریم نسخه وسوځوله.

تر هغې څو میاشتې وړاندې په سویډن کې هم یو کس ورته یو کار کړی و، چې اسلامي هېوادونو یې پر وړاندې سخت غبرګون ښکاره کړ.

په عین حال کې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې نن چهارشنبې یو پرېکړه لیک تصویب کړ، چې د ادیانو ترمنځ ډیالوګ هڅوي او د نورو مسلو ترڅنګ د سپېڅلو کتابونو پر وړاندې پر اعمالو په کلکه د خواشیني څرګندولو ترڅنګ دغسې اعمال له نړیوال قانون څخه سرغړونه بولي.

تر دې مخکې د جولای په ۱۲مه، په جینوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د لوېدیځو هېوادونو له مخالفت سره سره یو پرېکړه لیک تصویب کړ چې پر قرانکریم وروستي بریدونه په کې غندل شوي و.

په پرېکړه ليک کې دا د مذهبي کرکې د خپرولو اعمال بلل شوي و.

په ډنمارک کې قرانکریم ته د سپکاوي د وروستۍ پېښې پر وړاندې ډېرو اسلامي هېوادونو سخت غبرګونونه ښکاره کړل.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د دغه عمل په وړاندې اعتراض کې د جولای په ۲۲مه په تهران کې د ډنمارک سفیر احضار کړ.

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي ویلي، هغه کسان چې قرانکریم یې سوځولی، د ده په خبره د سختو مجازاتو مستحق دي.

قرانکریم ته د سپکاوي په اعتراض کې زرګونه کسان، په ایران، عراق، لبنان او ځینو نورو هېوادونو کې سړکونو ته راووتل.

د عراق په پلازمېنه بغداد کې تېره چهارشنبې یو شمېر کسان د سویډن د سفارت ودانۍ ته ننوتي، هغه یې د څو ساعتونو لپاره ولکه کړې او ځینو برخو ته یې اور واچاوه.

د طالبانو حکومت هم په سویډن کې قرانکریم ته د سپکاوي په غبرګون کې په افغانستان کې د سویډن اړوند د موسسو فعالیت وځنډاوه.

خو د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې چې له څو لسیزو راهیسې یې په افغانستان کې په مختلفو برخو کې خلکو ته خدمتونه وړاندې کړي ویلي چې دا کمېټه د سویډن په حکومت پورې تړلې نه ده بلکې یوه خپلواکه او بې پرې اداره ده چې په دې هېواد کې اړو کسانو ته د مرستو رسولو لپاره له مختلفو لورو مالي بسپنې ترلاسه کوي.