د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۰

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا یو لانجمن پرېکړه لیک تصویب کړ


آرشیف: د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا یوه څنډه
آرشیف: د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا یوه څنډه

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا هغه لانجمن پرېکړه لیک تصویب کړ، چې له دولتونو غواړي پر خپلو قوانینو غور وکړي او هغه تشې له منځه یوسي، چې نه پرېږدي مقدساتو ته د سپکاوي عاملان او د مذهبي کرکې خپرولو پلویان له قانوني پلوه تعقیب او مجازات شي.

دا لانجم پرېکړه لیک نن چهارشنبه وروسته له هغې تصویب شو، چې په سویډن کې د یوه کس له خوا قرانکریم ته د سپکاوي او د څو پاڼو د سوځیدو په وړاندې ډېرو هېوادونو سخت غبرګونونه څرګند کړل.

د دې شورا له خوا تصویب شوي پرېکړه لیک هم د یو شمېر لوېدیځو هیوادونو اندېښنې راپارولې چې ښایي هغه د آزادیو د خوندیتوب په اړه د دوی د اوږدې مودې تګلارې له ننګونو سره مخ کړي.

دغه پرېکړه لیک چې مسوده یې د ۵۷ هېوادونو د اسلامي همکارۍ د سازمان په استازیتوب پاکستان وړاندې کړې وه، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له مشر غواړي چې د مذهبي کرکې په اړه یو راپور خپور کړي او هم له دولتونو غواړي چې په خپلو هغو قوانینو غور وکړي او هغه خلاوې له منځه یوسي چې نه پرېږدي مقدساتو ته د سپکاوي عاملان او د مذهبي کرکې خپرولو پلویان له قانوني پلوه تعقیب او مجازات شي.

د رویټرز د راپور له مخې، د دغه پرېکړه لیک د تصویب پر وړاندې متحدو ایالتونو او اروپایي ټولنې سخت مخالفت کړی و.

دوی ویلي چې دغه پرېکړه لیک د بشري حقونو او د بیان ازادۍ په اړه د دوی له لیدلورو سره مخالف دی.

متحدو ایالتونو او اروپایي ټولنې د دې ترڅنګ چې په سویډن کې قرانکریم ته سپکاوی غندلی، استدلال کړی چې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ د سازمان دغه نوښت د بشري حقونو پرځای د مذهبي سمبولونو د ساتنې لپاره ډیزاین شوی دی.

سویډن ته کډه شوي یوه عراقي شاوخوا دوه اونۍ مخکې په سټاکهولم کې د قرانکریم څو پاڼې وسوځولې چې په افغانستان کې یې د طالبانو د حکومت په ګډون د اسلامي هېوادونو سخت غبرګونونه وپارول.

د طالبانو حکومت د دغه اقدام پر وړاندې غبرګون کې پرون سې شنبې په افغانستان کې د سویډن د اړوندو موسسو د فعالیت د بندېدو امر وکړ.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د غړیو هېوادونو بیرغونه
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د غړیو هېوادونو بیرغونه

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې ۲۸ غړیو هېوادونو د دغه پرېکړه لیک په پلوي رایې ورکړې، دولسو ورسره مخالفت وښود او اوو هېوادونو له رایې ورکولو ډډه وکړه.

د دغې رایه اخیستو پایله،د لوېدیځو هېوادونو لپاره داسې مهال یوه سترماته بلل کېږي چې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان پر دغې شورا بې‌ساری نفوذ لري.

د پرېکړه لیک د تصویب پر مهال یو شمېر استازیو په چکچکو د خوښۍ احساسات څرګند کړل.

په جینیوا کې دیره د نړیوالو حقونو د ډلې ریس مارک لیمون وویل، دغه پایله ښیي چې لوېدیځ د بشري حقونو په شورا کې بشپړ شاته شوی دی.

هغه زیاته کړه دوی په زیاتېدونکي ډول ملاتړ او هم استدلال له لاسه ورکوي.

د ملګرو ملتونو په شورا کې د امریکا د متحدو ایالتونو دایمي استازې میشل ټیلر وویل، متحده ایالات اندېښنه لري چې د دغه پرېکړه لیک په اړه جدي فکر نه دی شوی.

ټیلر وویل: "د یو څه زیات وخت او په زیات سرخلاصي بحث سره موږ کولای شوای د دغه پرېکړه لیک په اړه په ګډه د پرمختګ یوه لاره پیدا کړو."

د دغه پرېکړه لیک په اړه له رایې اخیستو وروسته د ملګرو ملتونو د بشری حقونو په شورا کې د پاکستان استازي خلیل هاشمي لوېدیځ تورن کړچې د ده په خبره یوازې په خوله د مذهبي کرکې د مخنیوي لپاره ژمنه کوي.

هغه زیاته کړه، په عام محضر کې د قرانکریم یا بل هر مذهبي کتاب د سپکاوي د غندلو پر وړاندې د دوې نه لېوالتیا په ډاګه کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG