د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۸

زرګونه تنو په سویډن کې د قرآنکریم د سوزول کیدو خلاف لاریونونه وکړل


د عراق د لاریونونو یوه څنډه
د عراق د لاریونونو یوه څنډه

په عراق، لبنان او ایران کې د جمعې له لمانځه وروسته خلک سړکونو ته ووتل او په سویډن کې د قرآنکریم د سوزول کیدو پر ضد یې سوله ییزې مظاهرې یې وکړې.

دا په داسې حال کې ده، چې په بغداد کې د چهارشنبې په ورځ مظاهرې په تاوتریخوالیو اوښتې وې او قهرجنو خلکو د سویډن د سفارت په نیولو سربېره د سفارت د ودانۍ یوه برخه وسوځوله.

د سویډن د ټي ټي خبري اژانس د راپور له مخې، مخکې له دې چې مظاهره چیان د سفارت ودانۍ ته ورشي، د سفارت کارکوونکي د امنیتي دلایلو له امله ایستل شوي او ستاکهولم ته لېږدول شوي دي.

پرون جمعه د سختې ګرمۍ لاندې د بغداد په الصدر ښارګوټي کې په زرګونو کسان راټول شوي وو، هغه سیمه چې شیعه دیني عالم مقتدا الصدر پکې پراخ نفوذ لري.

مظاهره چیانو، چې قرآن کریم له ځانه سره لېږداوه، د سویډن بیرغ یې وسوځاوه.

له بله پلوه، د لبنان د پلازمینې بیروت په سویل کې د ایران له ملاتړ برخمن حزب الله ملیشه ډلې لخوا په جوړه شوې مظاهره کې زرګونه کسانو برخه واخیسته.

هلته هم لاریونوالو د سویډن بیرغ وسوځاوه.

د لبنان لاریون
د لبنان لاریون

همدا شان،: د لبنان د پلازمینې بیروت په سویل کې د ایران له ملاتړ برخمن حزب الله ملیشه ډلې لخوا په جوړه شوې مظاهره کې زرګونه کسانو برخه واخیسته.

هلته هم لاریونوالو د سویډن بیرغ وسوځاوه.

د بیروت د مظاهرې یوې ګډونوالې دعا عبدالنبي، د فرانسې خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي:

"موږ په سویډن کې د قران کریم د سپکاوي پر ضد احتجاج ته راوتلي یو او له ټولې نړۍ په ځانګړې توګه له عربي او اسلامي نړۍ څخه غواړو چې له سویډن څخه خپل سفیران وباسي او سویډن بایکاټ کړي."

د حزب الله مشر حسن نصرالله د پنجشنبې په شپه په یوه ویډیويي وینا کې له اسلامي هېوادونو د سویډن د سفیرانو د ویستلو غوښتنه وکړه.

عراق د پنجشنبې په ورځ له سویډن سره ډیپلوماټیکې اړیکې پرې کړې، د دغه هیواد سفیر یې له سویډن څخه وایست او خپل شارژدافیر یې بیرته وغوښت.

د ایران په پلازمېنه تهران او نورو ښارونو کې هم سلګونو کسانو لاریون وکړ. دا مظاهره د ایران پر دولتي تلویزیون خپره شوه.

د ایران لاریون
د ایران لاریون

په سویډن کې د یوه عراقي تبعه ۳۷ کلن سیلوان مومیکا له خوا د چهارشنبې په ورځ قرآن کریم ته سپکاوي د اسلامي هېوادونو کلک غبرګونونه وپارول.

مومیکا په جون میاشت کې هم په ستاکهولم کې تر ټولو لوی جومات نه بهر د قرآن کریم یوه نسخه تر پښو لاندې کړه او څو پاڼې یې وسوځولې.

د سویډن د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د مومیکا دا کار د سویډن د حکومت د نظرونو انعکاس نه کوي. په ورته وخت کې هغه د هېواد د اساسي قانون پر بنسټ په سویډن کې د بیان د ازادۍ او د مظاهرو پر ازادۍ ټینګار وکړ.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت شاوخوا دوه اونۍ وړاندې په ستاکهولم کې د قران کریم د سوځولو په غبرګون د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې په ګډون د سویډن اړوند بنسټونو فعالیتونه ودرول.

د طالبانو له دغه اقدام وروسته د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر ویلي چې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه د یوې خپلواکې او بې پرې ادارې په توګه له څو لسیزو راهیسې په افغانستان کې له کلیوالو سره مرسته کوي او اسلام او افغاني دودونو ته درناوی لري.

دغې کمیټې هم ویلي،چې د قران کریم سپکاوی په کلکه غندي.

XS
SM
MD
LG