د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه: طالبان دې عرفان الله بیدار خوشې کړي

ننګرهار مېشتی خبریال عرفان الله بیدار، چې نادرکه دی او وېل کیږي طالبانو نیولی

په نیویارک کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې پرون له طالبانو وغوښتل، چې د عرفان الله بیدار په نوم سیمه ییز خبریال ژر خوشې او د رسنیو د کارکوونکو له نیولو نور لاس واخلي.

دغې کمېټې په یوه بیان کې ویلي: د راپورونو او د یو شمېر خبریالانو په وینا، د جولای په ۱۲مه د طالبانو استخباراتي ځواکونو د جلال اباد ښار عیدګاه جومات ته څېرمه ښاغلی بیدار درولی، په سر یې کڅوړه تاو کړې او په زوره یې موټر ته پورته کړی.

عرفان الله بیدار د ننګرهار په صفا راډیو کې کار کاوه.

د هغه برخلیک لا هم معلوم نه دی.

طالبانو تر اوسه د دغه سيمه ييز خبريال د نيولو په اړه څه نه دي ويلي.

په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې واک ته له رسېدو وروسته، طالبانو لسګونه خبریالان نیولي دي.

مرتضی بهبودي، چې افغان الاصله فرانسوۍ ژورنالیست دی، د جنورۍ له میاشتې راهیسې د طالبانو له خوا زنداني دی.