د طالبانو حکومت د اروپايي ټولنې له لوري پر درې جګپوړو طالب چارواکو بندیز ته غبرګون ښودلی.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د تحریم لست ته د مشرانو اچول د هېڅ لوري په ګټه نه دي.
نوموړي په خپل ټویټر لیکلي دي" د دې پرځای چې د فشار او تحریم له غوراوي څخه استفاده کېږي، باید له تعامل، ډیالوګ او تفاهم څخه کار واخېستل شي، د افغانانو په وړاندې ناکامه تجربې تکرارول او تحمیلي سیاست نتیجه نه ده ورکړې."
اروپايي ټولنې تېره ورځ اعلان وکړ، چې په افغانستان کې له زده کړو او کار نه د ښځو او نجونو د بې برخې کېدو او د نارینه وو په څېر له ښځو سره د یو شان چلند نه کولو له امله یې، د طالبانو د حکومت د عدلیې او پوهنې سرپرست وزیران عبدالحیکم شرعي او حبیب الله اغا او د طالبانو قاضي القضات عبدالحکیم حقاني په تور لېست کې شامل کړي دي.

د طالبانو قاضي القضات عبدالحکیم حقاني
اروپايي ټولنې په یوه اعلامیه کې، چې پر خپله وېبپاڼه یې خپره کړې، ویلي په افغانستان، جنوبي سوډان، مرکزي افریقا جمهوریت، اوکراین او روسیې کې د بشري حقونو د سرغړونې په خاطر پر ۱۸ تنو او ۵ موسسو بندېزونه لګول شوي دي.
د اعلامیې په په دوام کې راغلي، ۶ تنه د جنسیت پر اساس د تشدد په خاطر د اروپايي ټولنې د بندېزونو په لېست کې شامل کړل شوي، چې په هغو کې د طالبانو د حکومت درې چارواکي هم شامل دي.
د اروپايي ټولنې د بندېزونو په لېست کې شامل کسان اجازه نه لري، چې د دې ټولنې غړو هیوادونو ته سفر وکړي او یا د هغو له لارې بل هیواد ته لاړ شي.
دغه راز، که دغه کسان د اروپايي ټولنې په غړو هېوادونو کې شتمني ولري، شتمنۍ یې کنګل کېږي.
تر دې وړاندې د سږ کال د مارچ په اوومه دې ټولنې د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندامحمد ندیم او د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزیر شېخ محمدخالد حنفي له ښوونځیو او پوهنتونونو د نجونو د محرومولو او د ښځو د ځپلو په خاطر په تور لېست کې راوستي وو.
پر دوی سربېره، د یو شمېر نورو طالب مشرانو نومونه لا له وړاندې د متحده ایالاتو او ملګرو ملتونو د بندېزونو په نوملړ کې شامل دي.
طالبانو پر افغانستان تر دویم ځل واکمنۍ وروسته له شپږمو ټولګیو پورته تر پوهنتونو د نجونو پر هر ډول زده کړو بندېز لګولی دی.
دغه شان یې میرمنې د ملګرو ملتونو په ګډون په یو شمېر دولتي او ټولو نادولتي ادارو کې له کار کولو منع کړې دي.
طالبانو د ښځو خلاف د خپلو اقداماتو په دوام کې د ښځو د سېنګارځایونو د تړلو پرېکړه هم کړې، چې په دې توګه به زرګونه نورې ښځې هم، چې له دې لارې یې خپلو بچیانو او کورنیو ته يوه مړۍ ډوډۍ برابروله، وزګارې شي.