د پېښور د برید مرګ ژوبله زیاته شوې

د باړې د پولیسو د یوه مرکز مخه - ارشیف

د پیښور په باړه کې شوي وسله وال او ځانمرګي برید کې څلور پولیس وژل شوي او د ملکیانو په ګډون لس نور ژوبل شوي دي.

د باړې د پولیسو د ماموریت مشر اکبر خان اپریدي د ازادي راډیو مشال څانګې ته ویلي، چې برید نن سهار د دوو کسانو له خوا وشو چې لومړی په ډزو سره پيل او وروسته دواړو په بېلابېلو وختونو کې په ځان پورې تړلي چاودیدونکي توکي وچوول.

د برید هدف په یوه ودانۍ کې د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګه وه چې د چارواکو په وینا ټپیانو کې دوه ملکیان او نور پاته پولیس دي.

تر دې وړاندې سیمه کې د پولیسو یوه ویاند ظهیر اپریدي مشال راډیو ته ویلي چې چاودنو کې د ودانۍ یوه برخه نړیدلې ده.

د ځینو راپورونو له مخې، د یاد شوي برید مسوولیت تحریک طالبان پاکستان منلی دی.