د ماشومانو د ساتنې يوې ادارې په خپل راپور کې ویلي چې نړیوالو ادارو پلان درلود د مارچ په میاشت کې څه باندې څلور میلیونه خلکو ته روغتیایي خدمتونه ورسوي، خو د ښځو پر کار د طالبانو محدودیتونه د دې لامل شول چې یوازې درې نیم میلیونه اړمن کسان روغتیایي خدمتونو ترلاسه کړي.
زموږ همکار مرسلین ارسلا پر همدې موضوع له خبریالې او مدني فعالې مرضیې حفیظي سره مرکه کړې او په سر کې یې ترې پوښتلي چې طالبانو خو ویلي، چې د روغتیایي سکتور ښځینه کارکوونکې د دوی له محدودیتونو مستثنی دي، نو ولې دې محدودیتونو پر روغتیایي برخه، خصوصاً پر ښځو او ماشومانو اغېز کړی؟
دا مرکه د لاندې په کېکاږلو اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5