سيګار: طالب وسله‌وال د نادولتي موسسو په چارو کې لاسوهنه کوي

د طالبانو وسله وال

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د حکومت د ځانګړي سرمفتش ادارې په یو تازه راپور کې ویلي چې د طالبانو وسله‌وال د نادولتي موسسو په چارو کې لاسوهنه کوي.

سیګار په خپل درې میاشتنې راپور کې چې نن چهارشنبې خپور شو ویلي، مرستندويې ټولنې له امنیتي ګواښونو، د مثال په توګه د طالبانو د تالاشیو په پوستو کې له ځورونو، دفترونو ته د دوی د بې وخته ورتګ، د کاري پلان، بودیجې، عملیاتو او کارکوونکو په اړه د معلوماتو له پرله‌پسې غوښتنو او د پروژو د پلان او تطبیق په برخو کې له لاسوهنو سره مخامخ کېږي.

راپور د مثال په توګه د خوړو د وېش په یوه غونډه کې د یو طالب وسله‌وال د هوايي ډزو یادونه هم کړې.

ملګرو ملتونو سیګار ته ویلي چې پر دې ستونزو سربېره د طالبانو کمزورې حکومتولي او د مرکزي حکومت او ولایتي چارواکو ترمنځ کړکېچ هم عملاً اړو خلکو ته د بشري مرستو د رسولو چارې له ستونزو سره مخامخ کوي.

د طالبانو حکومت په تېره اپرېل میاشت کې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه.

د سیګار د راپور له مخې احتمالاً د طالبانو دا اقدام د ملګرو ملتونو په چارو کې د لاس‌وهنو د دوام نښه ده.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.