د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي د مدني فعال او د قلم لار ټولنې د مشر مطیع الله ویسا د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.
ریچارد بېنيټ نن سهار پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د طالبانو له خوا د ویسا د نیول کېدو راپورونو اندېښمن کړی دی.
د مطیع الله ویسا ورور محمد ولي اخلاقي ازادي راډیو ته وویل چې ویسا تېر ماښام د کابل خوشال خان مېنه کې د طالبانو استخباراتو ونیوه او نامعلوم ځای ته یې بوته.
طالبانو تر اوسه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.
مطیع الله ویسا له شاوخوا ۱۴ کلونو راهیسې په لرو پرتو ولایتونو کې د تعلیم د عامېدو کمپاینونه مخته وړي.