په بلخ کې چاودنې مرګژوبله اړولې

د افغانستان په عمومي نقشه کې د بلخ ولايت موقعيت

په بلخ ولایت کې یوې چاودنې یو شمېر خبریالانو ته مرګژوبله اړولې ده.

په افغانستان کې د ازادو رسنیو ملاتړ اداره نی وايي، د دوی د معلوماتو له مخې، په دې چاودنه کې درې کسه وژل شوي او لس کسه خبریالان ټپیان دي.

د نی مسوول ظریف کریمي ازادي راډیو ته وویل، د وژل شویو کسانو هویت له تر اوسه معلوم نه دی چې خبریالان دي که نه.

په بلخ ولایت کې یو شمېر سرچینو بیا ازادي راډيو ته ویلي، دغه چاودنه نن شنبه سهار شاوخوا ۱۱ بجې د مزارشریف ښار دویمه امنیتي حوزه کې اړوند د تبیان فرهنګي مرکز کې د خبریالانو د یوې غونډې پر مهال شوې ده.

تر اوسه د دې چاودنې د څرنګوالي او نورو جزییاتو په اړه طالب چارواکو رسمي څه نه دي ویلي.

ځينو سيمه ييزو رسنيو ويلي، په غونډه کې خبريالانو، ديني عالمانو او سيمه ييزو حکومتي مسوولانو برخه اخيستې وه.

دغه راز تر دې دمه کومې ډلې د پېښې مسووليت نه دی منلی.

دا په تېرو درېيو ورځو کې دويمه امنيتي پېښه ده چې په دې ولايت کې رامنځته کېږي.

د تېرې پنجشنبې په ورځ هم د بلخ لپاره د طالبانو والي محمد داوود مزمل د ولایت مقام دننه په ځانمرګي برید کې ووژل شول چې داعش يې مسووليت ومانه.