یوناما: طالبان دې د ژوند، معیشت او راتلونکې د خوندي کولو لپاره اقدام وکړي

د طالبانو بیرغ

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما پر افغانستان له واکمنو طالبانو وغوښتل چې د ژوند، معیشت او راتلونکې د خوندي کولو لپاره اوس اقدام وکړي.

یوناما نن په یوه ټویټ کې وویل چې په یوه میاشت کې به په افغانستان کې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نوي تعلیمي کال لپاره پرانیستل شي، خو نه د میلیونونو ښځو او نجونو پرمخ.

یوناما دا له بشري حقونو څخه سرغړونه او د ځان زیانمولو یو لوی عمل بللی دی.

د طالبانو حکومت چې واک ته له رسېدو وروسته یې له شپږم ټولکي پورته ښوونځي د نجونو او د پوهنتونونو دروازې د نجونو او ښځو پرمخ تړلي تراوسه داسې نښې نه دي ښودلې چې ایا د نوي تعلمي کال له پیلېدو سره به ټولې نجونې او ښځې پرېږدي چې بېرته ښوونځیو او پوهنتونونو ته لاړې شي.