کابل ښاريان: د برښنا نه‌شتون له ستونزو سره مخ کړي يو

د کابل يوه څنډه، انځور - ارشيف

د کابل اکثره اوسېدونکي چې له برښنا بې‌برخې دي، په دې ساړه ژمي کې د خپلو کورونو په تودولو کې هم له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

د کابل يو اوسېدونکی ثناګل چې د خلکو بوټونه ترمیموي وایي، سړې هوا ډېر په تنګ کړی ځکه نه‌شي کولای خپل ماشومان تاوده وساتي.

نوموړی وايي: "موږ په کور کې هیڅ څه نه‌لرو او زما ماشومان وایي، لاړ شه او موږ ته لرګي راوړه. زه هیڅ پیسې نه‌لرم. تر اوسه مې ۵۰ افغانۍ ګټلي دي. واوره وریږي او پېرودونکي نه‌شته."

تر اوسه مې ۵۰ افغانۍ ګټلي دي. واوره وریږي او پېرودونکي نه‌شته."

په افغانستان کې د سړې هوا له امله چې ویل کېږي په وروستۍ څه باندې یوه لسیزه کې یې ساری نه‌دی لیدل شوی، د چارواکو په وینا شاوخوا ۱۷۰ تنه مړه شوي دي.

د رویټرز په وینا دا په تېرو ۱۵ کلونو کې تر ټولو سوړ ژمی دی چې، د افغانستان په ځینو برخو کې د تودوخې درجه د سانیتګراد منفي ۳۴ ته ښکته شوې.

پر افغانستان سږني سوړ ژمي په داسې یوه وخت کې سیوری غوړولی چې د دې هېواد اکثره وګړي له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

ارشیف: د کابل ښار یوه څنډه

فیض محمد د کابل ښار یو بل موچي رویټرز ته ویلي، د کاروبار د نشتوالي له امله مجبور شوی چې د واورو د توږلو رشپیلونه وپلوري ځکه بله چاره یې نه درلوده.

د دغه ګڼ نفوسه ښار اکثره اوسېدونکي چې تر ډېره پر برښنا متکي و، په دې وروستیو کې افغانستان ته د ازبکستان د وارداتي برښنا د بندېدو له امله له برښنا هم بې‌برخې شوي دي.

"نړیواله ټولنه باید زموږ شرایطو ته پام وکړي

د عبدالبصیر په نوم د کابل یو بل اوسېدونکی وایي، نړیوال باید ورسره مرستې وکړي.

نوموړی وايي: "نړیواله ټولنه باید زموږ شرایطو ته پام وکړي، د اکثرو افغانانو اقتصاد کمزوری دی، موږ ګورو چې ډېری خلک د ځان ګرمولو لپاره پلاستیک راټولوي."

محمد احسان چې په کابل کې هټۍ لري رویټرز ته ورته خبرې کړي او ویلي یې دي، چې ډېر خلک لرګي او د ډبرو سکاره نه‌لري او نړيواله ټولنه هم ورته هيڅ پام نه‌کوي.

د نوموړي په خبره دا به ښه وي چې له دغو بې‌وزلو سره مرسته وشي، کنه نو ډېر به د سړو له امله مړه شي.

سره له دې چې افغانستان کې ژمی کمساری ښودل شوی دی، افغانان د بې‌وزلۍ او فقر له سخت پړاو تېرېږي.

ډېرو نړیوالو مرستندویه ادارو په په دې وروستیو اوونیو کې په افغانستان کې د خپل فعالیت ډېره برخه وروسته له هغې ودروله چې طالبانو د تېر کال په ډسمبر کې په غیردولتي مؤسسو کې پر ښځو د کار بندیز ولګاوه.

دغه بندیز د دې سبب شوی چې دغه مؤسسې ونه‌شي کولای په دې هېواد کې خلکو ته د مرستو رسولو ډېر پروګرامونه عملي کړي.

د ملګروملتونو د بشري چارو مرستیال مارټین ګریفیټس تېره اوونۍ کابل ته د سفر په ترڅ کې وویل چې، ملګري ملتونو هڅه وکړه چې د طالبانوله لوري له لګول شوي بندیز څخه د مرستندویه ادارو ډېری ښځینه کارکونکي مستثني کړي ځکه د دوی ونډه په دغه سخت وخت کې زیانګالو افغانانو ته په مرستو رسولو کې خورا مهمه ده.

خو له ټولو دغو غوښتنو او فشارونو سره سره تر اوسه طالبانو خپل دریځ نه‌دی بدل کړی چې دغه حالت د افغانستان هغه وګړي چې زیانګالي دي لا له خطرونو سره مخ کړي دي.