د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۶ وری ۱۴۰۲ کابل ۰۵:۰۰

افغانستان

ازبکستان افغانستان ته د برښنا لېږد کې د پام وړ کمی راوستی

ارشیف

ازبکستان افغانستان ته د برښنا د لېږد چارې له سره پیل کړې، خو د پخوا په پرتله نیمایي برښنا افغانستان ته ورکوي.

د کابل برښنا رییس حکمت اله اخندزاده پرون وویل چې ازبکستان د دوه سوه پنځوس مېګا واټه برښنا په ځای اوس سل مېګا واټه برښنا افغانستان ته صادروي چې له دې سره ستونزه نه شي حل کېدای.

په کابل کې د صنعتي پارک شاوخوا پنځوس فیصده انرژي د ازبکستان له وارداتي برښنا تمویلېږي.

نږدې دوې اونۍ مخکې افغانستان ته د ازبکستان صادراتي برښنا په بشړه ډول پرې شوې وه.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

کرکټ؛ افغانستان او پاکستان نن دویمه شل اوره سیالي لري

د افغانستان او پاکستان تر منځ د روانې لوبلړۍ څخه د لومړۍ سیالۍ انځور

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د کرکټ ملي لوبډله نن شپه د پاکستان پر وړاندې خپلې دویمې نړیوالې شل اوره لوبې ته پوره چمتووالی لري.

ټاکل شوې دواړه لوبډلې، نن شپه د کابل پر وخت اته نیمې بجې د شارجه د کرکټ په نړیوال میدان کې سره مخامخې شي.

د افغانستان کرکټ بورډ د رسنيو عمومي مسوول عبدالله خان پکتاني پرون ازادي راډیو ته وویل: "ډاډه یم چې پاتې دوې سیالۍ به په ښه توګه ترسره شي. افغان لوبډله له پیله د دغو سیالیو لپاره چمتووالی لري. ډېر تمرکز به یې پر دویمه لوبه وي چې هغه هم په خپل نوم کړي."

افغانستان او پاکستان به سبا دوشنبه خپله درېیمه او وروستۍ مسابقه کوي.

که افغانستان یوه بله لوبه هم وګټي، د دې لوبلړۍ ګټونکی اعلانېږي.

افغانستان د جمعې په ورځ خپله لومړۍ لوبه په شپږو ویکټو سره وګټله.

دا په یوه نړیواله مسابقه کې د پاکستان په وړاندې د افغانستان لومړۍ بریا وه چې تاریخي ګڼل کېږي.

طالبان: په هرات کې ۸ کیلو ګرامه مواد نیول شوي

ارشیف

په هرات کې د مخدره موادو پر وړاندې د طالبانو د مبارزې مدیریت وايي، اته کیلوګرامه هغه مواد یې نیولي چې د مخدره توکو په تولید کې کارول کېدای شي.

دغه مدیریت پرون ویلي چې دغه نیول شوي توکي سوځول شوي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس خبر ورکړی چې په هرات کې د تریاکو کښتونه هم له دوو اوونیو راهیسې اړول کېږي.

دا ادعا داسې وخت کېږي چې د مخدره موادو او جرمونو پر وړاندې د ملګرو ملتونو د مبارزې ادارې د تازه راپور له مخې، په افغانستان کې د تریاکو کښت په ۲۰۲۲م کال کې د شاوخوا پنځه زره ټنه غنمو د تولید مخه نیولې ده.

خو د طالبانو ویاند د دغه راپور موندنې بې اساسه بللي دي.

د افغانستان بانک ۱۵ میلیون امریکايي ډالره لیلاموي

ارشیف: د طالبانو په کنټرول کې له افغانستان بانک سره مرسته شوي ډالر

د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان بانک وايي، نن د داوطلبۍ له لارې ۱۵ میلیون امریکايي ډالره په لیلام خرڅوي.

دغه بانک وضاحت نه ورکوي چې دغه پیسې د کوم هېواد له خوا دوی ته ورکول کېږي، خو په لیلام ډول یې د خرڅولو هدف د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د ثبات ساتل ښودلي دي.

دغه بانک په میاشت کې څو ځله میلیونونه ډالر لیلاموي.

د افغانستان او پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې دویمه سیالي کوي

د افغانستان او پاکستان تر منځ د کرکټ د شل اوره سیالیو یو انځور

د افغانستان او پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې سبا د ۲۰ اوریزو لوبلړۍ دویمه لوبه د متحده عربي اماراتو په شارجې ښار کې ترسره کړي.

افغانستان د دې لړۍ په لومړۍ لوبه کې پرون پاکستان ته په شپږ ویکټو ماتې ورکړه.

دا د پاکستان پر وړاندې د افغان ملي لوبډلې لومړۍ بریا وه.

د دواړو لوبډلو تر منځ د دې لوبلړۍ درېیمه او وروستۍ سیالي د دوشنبې په ورځ په پام کې ده.

طالبان: په افغانستان کې هېڅ امریکايي بندي نه شته

د طالبانو وسله وال غړي

د طالبانو حکومت وايي، په افغانستان کې هېڅ امریکايي بندي نه شته.

باختر خبري اژانس، چې د طالبانو تر کنترول لاندې دی، نن راپور ورکړ، د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد د افغانستان له یوه خصوصي تلوېزیون سره په مرکه کې وویل چې له دوی سره هېڅ امریکايي وګړی نه شته او نه هم تازه کوم امریکايي وګړی نیول شوی دی.

تر دې وړاندې امریکایي رسنیو د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن له قوله راپور ورکړی و چې لا هم څو امریکايي وګړي د افغانستان د سرپرست حکومت په بند کې دي او دوی یې د خلاصولو هڅه کوي.

طالبان: وروستیو ورښتونو او سېلابونو ۳ کسان مړه او ۷ ټپیان کړي

ارشیف: په لغمان کې د سېلاب له امله د یوه نړېدلي کور انځور - 26.08.2022

د طالبانو د حکومت له پېښو سره د مبارزې وزارت وايي، د وروستیو دوو ورځو د ورښتونو او سېلابونو له کبله په یو شمېر ولایتونو کې ۳ تنه مړه شوي او ۷ ټپیان شوي دي.

د دغه وزارت ویندوی شفیع الله رحیمي نن په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې دغو سېلابونو په ننګرهار، لغمان، کونړ، بلخ، فراه، زابل، فاریاب، ارزګان او نورستان ولایتونو کې ۷۵۶ کورونه نړولي دي.

تر دې مخکې د تېرې اوونۍ په زلزله کې لږترلږه ۱۰ تنه مړه او ۶۰ تنه ټپیان شوي وو.

له پېښو سره د مبارزې د وزارت ویندوی وايي چې د زلزلې له کبله ۸۰۰ کورونه ویجاړ شوي دي.

رسنۍ: کرزي له برتانوي چارواکو او افغان سیاستوالو سره لیدلي

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامدکرزی

بي‌بي‌سي خبر ورکړی چې د افغانستان پخواني ولسمشر حامدکرزي بریتانیا ته سفر کړی او هلته یې د برتانوي چارواکو په ګډون د افغانستان د مخکیني حکومت له ځینو چارواکو او یو شمېر سیاستوالو سره کتلي دي.

د دې خبر پر بنسټ، کرزي په لندن کې د بریتانیا پاچا درېیم چارلز د بهرنیو چارو لپاره د مملکت سکرتر، د صدراعظم له ځانګړي استازي او یو شمېر افغانانو سره کتلي دي.

خبر کې له چارواکو سره د کرزي د خبرو محتوا، د طالبانو او د دوی د مخالفو ډلو تر منځ بین‌الافغاني مذاکراتو ته زمینه چمتو کول ښودل شوي دي.

دا معلومه نه‌ده چې د حامد کرزي دا سفر رسمي و او که غیر رسمي.

تر اوسه د کرزي مطبوعاتي دفتر هم په دې اړه معلومات نه‌دي خپاره کړي.

د بشري حقونو څار سازمان: طالبان د افغانستان له هوساینې سره هېڅ لېوالتیا نه‌لري

د طالبانو یو شمېر مشران

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د تړلو په دوام سره طالبانو ثابته کړه چې د یو ملت په توګه د افغانستان له هوساینې سره هېڅ لېوالتیا نه‌لري.

دې ادارې دا خبره په افغانستان د ښوونیز کال د پیل په دُرشل کې پرون ناوخته یوه اعلامیه کې کړې ده.

د بشري حقونو د څار سازمان زیاتوي، هېڅ هېواد د تعلیم یافته نجونو او مېرمنو پرته د سوکاله راتلونکي تصور نه‌شي کولای، په داسې حال چې افغانستان بیا د نړۍ په سطحه د بې‌سوداۍ تر ټولو لوړ شمېر لري، هغه څه چې د دې سازمان له قوله، افغانستان یې له تیاره راتلونکي سره مخ کړی دی.

د بشري د څار سازمان دا هم لیکلي چې طالبانو د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کلونو ترمنځ د نجونو ښوونځي تړلي و چې د دې سازمان په خبره، د نجونو یو نسل یې لږ تر لږه د پنځو کلونو لپاره له زده‌کړې، پرمختګ او هغه څه څخه بې برخې کړ چې دوی یې غواړي.

د بشري حقونو د څار سازمان روان وضعیت ته د طالبانو د نا حقه عذرونو، درواغجنو او ناکامو ژمنو د تکرار نوم ورکړی او ترې یې غوښتي چې هر څه ژر د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه پرانېزي.

په جرمني کې تر درملنې وروسته ۵۰ افغان ماشومان کابل ته ستانه شوي

افغاني سرې میاشتې ټولنې نښان

په جرمني کې تر درملنې وروسته ۵۰ افغان ماشومان پرون کابل ته ستانه شول.

د دې ماشومانو درملنه د یوه کال په ترڅ کې په جرمني کې وشوه.

د دوی په ډله کې ځینې سوځېدلي وو او ځینو یې د هډوکو بېلابېلې ناروغۍ لرلې.

دا ماشومان افغاني سرې میاشتې د سولې کلي په نوم د جرمني خیریه بنسټ ته معرفي کړي وو.

د جرمني د سولې کلي مرستندویه ټولنه له څه باندې دېرشو کلونو راهیسې د افغان ماشومانو په درملنه کې مرسته کوي.

په چک جمهوریت کې یو افغان په ۲۲ کاله بند محکوم شو

د چک جمهوریت بیرغ

د چک جمهوریت په کارلووي واري ښار کې یو افغان په ۲۲ کاله بند محکوم شو.

د دې افغان نوم نه دی اخیستل شوی، خو رسنیو ویلي چې دی ۲۴کلن ځوان دی، په جرمني کې یې په ۲۰۲۱م کال کې پناه اخیستې وه، له هغه ځایه نږدې پنځلس میاشتې مخکې د نوي کال په ورځ چک ته تللی و او هلته یې یوه ۳۷کلنه ښځه په چړې وهلې وه چې بیا دا مېرمن ژوندۍ پاتې شوه او دې ځوان په همدې ورځ یوه ۱۹کلنه نجلۍ هم په چړې ګواښلې وه چې بیا یې پرې جنسي تېری کړی و.

دی بیا تښتېدلی و، خو وروسته ونیول شو او پرون د چک یوې محکمې د قتل د دوو هڅو او جنسي تېري په تور په ۲۲ کاله بند محکوم کړ.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG