ایټالیا کې پر افغان ښځو د لګول شویو محدودیتونو پر خلاف لاریون شوی

په ایټالیا کې د پي ټي ایم د اروپا څانګې د لاریون کوونکو پلویانو انځور

د پښتون ژغورنې غورځنګ یا پي ټي ایم اروپايي څانګې په لسګونه پلویانو پر افغان نجونو او ښځو د تعلیم او کار د محدودیتونو خلاف په ایټالیا کې لاریون وکړ.

د پي ټي ایم یوه غړي عبدالله احسان ازادي راډیو ته ویلي، د لاریون برخه والو له طالبانو غوښتنه وکړه چې د نجونو او ښځو د تعلیم، تحصیل او کار حق دې نه ځنې اخیستل کېږي.

لاریونوالو له نړیوالې ټولنې هم وغوښتل چې په دې برخه کې دې پڅ چلند نه کوي، بلکې خپل دریځ دې قاطع او روښانه کړي.

دا لاریون داسې وخت کېږي چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت پرون شنبه نادولتي پوهنتونونو ته هم امر وکړ چې د کانکور په راروانو ازموینو کې نجونو او ښځو ته د ګډون حق ورنه کړي.

شاوخوا ۵۰۰ ورځې کېږي چې نجونې په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته نور تعلیم نه شي کولای، تېره میاشت ښځې او نجونې پوهنتونو ته له تګ هم منع شوې او په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار هم بندیز ولګېد.